د زیباک د ولسوالۍ ښځې زده کوي چې څنګه په ټولنه کې د خپلو حقونو او مسئولیتونو څخه دفاع وکړي

د زیباک د ولسوالۍ ښځو په هغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډون وکړ چې د ښځو د شورا په دفترونو کې د المان د حکومت په مرسته د هغې ولسوالۍ په مرکز کې جوړشوی وو.
05.04.1393
ددې کار موخه د ورکشاپ د برخه والو سره د دوی د حقونو د پیژندنې په لاره کې مرسته ده.

د زیباک د ولسوالۍ ښځو نن د خپلې ارادی د څښتنتوب او توامندۍ په لاره کې یو لوی ګام اوچت کړ. د هغې ولسوالۍ د بیلابیلو کلیو او بانډو نه ۴۰ تنه ښځویو پنځه ورځنۍ ورکشاپ چې په ټولنه کې د ښځو د حقونو او مسئولیتونو په باب جوړشوی وو پای ته ورساوه. هغو په روزنیزو کورسونو، خبرواترو او د راز راز مسئلو په اړونده فعالیتونو کې چې د جنسیت د مساوات د پاره ډیر ارزښت لري برخه واخیسته. په دې ورکشاپ کې د حقوقی موضوعګانو لکه د ښځو د حقونو، د ښځو د حقونو په سرغړونې او نورو مطلبونو لکه د ښځو د لارښودنې، د دوی په ټولنو کې په ټولنیزو، کلتوري او سیاسی چارو کې د ښځو د رول او بازار ته د هغوی د لاسرسنې او د ښځو د پاره د کار د فرصتونو په باب خبرې اترې وشوې.

د زیباک د ولسوالۍ د کلیو او ښارګیو د ۱۳۰۰۰ تنو اوسیدونو په سلو کې ۴۹ ښځېنه دي ، او ددې ولسوالۍ د ښځو شورا چې د مدني ټولنې غړې ده هغه ښځې چي په بیلابیلو ډګرونو کې د لارښوونې رول لوبوي لکه د ښځینه ټولنې د پراختیا د شورا غړې، د ولسوالۍ د پراختیا دشورا غړې، د سیمې د پراختیا د شورا غړې، د ښځو د حقونو فعالینې او د شوراګانو ښځینه غړېپه  نوموړې غونډه کې د ګډون د پاره رابللې وې. هغه پوهه چې ښځو په دې غونډه کې ترلاسه کړه کیدای شي ښځو ته نورډیر د خپلې ارادې څښتنتوب وروبښي او ددوې کورنو او سیمو ته هم ولیږدول شي.

د نوموړي ګام  سره د المان حکومت د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام له لارې  مرسته وکړه او موخه یې د ښځو سره مرسته ده چې د خپلو حقونو څخه چې د هیواد په اساسی قانون کې تضمین شوی دي ګټه واخلي. ددې ورکشاپ سره د تخنیکی او مالي مرستې سربیره، د المان حکومت د زیباک د ولسوالۍ د ښځو د شورا د کار د شرایطو د ښه کولو په موخه هغې شورا ته د دفتر اساسی تجهیزاتو لکه میز، څوکۍ، یو کمپیوتر، د چاپ ماشین او عکاسی کمره بسپنه ورکړه. دغې شورا پخوا هم د ښځو د پاره دا ډول  روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه د نړیوالو مرستو له لارې پرمخ بوولي دي.

د زیباک ولسوال ښاغلي میراحمدشاه زیغم او د ښځو د شورا آمرې میرمن ماه ګل د نوموړي ورکشاپ د پای ته رسیدو د مراسمو کوربتیا په غاړه اخیستې وه. دا پروژه د زیباک د ولسوالۍ د ښځو د شورا په غوښتنې د ولسوالۍ د مقام په همکارۍ د نوموړې شورا له خوا پلې شوه. د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا وزارت  (BMZ) د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا د وجهي صندوق (RCDF) له لارې د پروژې په تمویل کې برخه اخیستې وه.

د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا وجهي صندوق (RCDF) چې د افغان-آلمان د همکاری د پروګرام یوه برخه جوړوي د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا پر مخ بیول کیږي . دا صندوق د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغاني پارتنرو سره ددوی د پراختیایی لومړیتوبونو پربنا مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه  جوړوي. ددغه صندوق  موخه د هغه د کار د پراخ ډګر په پام کې نیولو سره داده چې په پروسو باندې افغاني مالکیت لوړ کړي، د افغانستان دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او دټولو خلکو برخه اخیستنه وهڅوي.