د زیباک ولسوالۍ د دولتي دفترونو د پاره د یوې نوې ماڼۍ په جوړولو کې د المان د مرستې له امله خپله مننه څرګندوی

بدخشان ولایت د زیباک د ولسوالۍ د ۱۳۰۰۰ اوسیدونکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د سمبالولو په موخه داداري چارو د یوې ماڼۍ ودانیز کار پیل شو.
01.03.1393
دغه ودانۍ چې د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت دافغان- المان د همکارۍ د پروګرام په مالی مرسته جوړیږي د عمده دولتي ادارو لکه د پوهنې او روزنې، مالیې، کرهنې او حقوقو ۶۵ ملکي کارکوونکو ته به د کار دفترونه برابرکړيږ

نن د بدخشان ولایت د زیباک په ولسوالۍ کې د ادارو چارو د یوې نوې ماڼۍ بنسټ ایښودنه د مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. د ولسوالیو په چارو کې د بدخشان د ولایت کارپوه ښاغلي عبدالرشید ابراهیمی، د نوموړې ولسوالۍ ولسوال ښاغلي میراحمدشاه زیغوم او د هغې ولسوالۍ د پراختیا د شورا رئیس ښاغلي آشور محمد چې په نوموړو مراسمو کې یې برخه اخیستې وه د نوموړې ودانیزې پروژې د پیل او بشپړولو په لاره کې د آلمان د مالي او تخنیکې مرستې له امله خپله مننه څرګنده کړه. د زیباک د ولسوالۍ د کارکوونکو او د افغان-آلمان د همکارۍ د پروګرام استازو هم په نوموړې غونده کې برخه اخیستې وه.
په دې نوې ماڼۍ کې به چې په دوو پوړونو کې جوړیږي د ولسوالۍ دمقام دفتر او عمده دولتی څانګې لکه د ښوونې او روزنې مدیریت، د مالیې مدیریت، د زراعت سکتوری مدیریت، د ولسوالۍ محکمه، د کلیو د پراختیا مدیریت، د شاروالي دفتر، د نفوسو د ثبت او احوالو مدیریت، د حقوقو مدیریت، څارنوالی او د مخابراتو مدیریت شامل وي. په دې ودانۍ کې یو د کنفرانس تالار، ۱۵ د کار دفترونه، یوه پخلنځۍ، بیت الخلاوې او نور ضروری ملحقات جوړیږي او د زیباک په ولسوالۍ کې به ۵۶ تنه دولتی کارکوونکي وکولای شي خپلې دندې د کار په ډیرو ښو شرایطو کې ترسره کړي. د زیباک د ولسوالۍ اوسیدونکي به د نوموړې ودانۍ د جوړیدو څخه واقعاً ګټه پورته کړي، ځکه دولتي کارکوونکي به په یوډیر ښه دریځ کې د خلکو اساسي اړتیاوي له منځه یوسي او دا کار به د اوسیدونکو او سیمه ایز حکومت تر منځ د اړیکو د ښه والي سبب وګرځی. د نوموړې ودانیزې پروژې بشپړول به له یوې خوا د ولسوالۍ په کچه د ښې حکومتدارۍ او د خدمتونو د سمبالولو سبب شی او له بلې خوا به د زیباک د ولسوالۍ د حکومت د مشروعیت د ټینګوالی سره مرسته وکړي.
نوموړې ماڼۍ د بدخشان د ولایتي پراختیا د کمیټې (PDC) د پریکړې پر بنا د ولایت د مقام تر نظر لاندې د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا د وجهی صندوق (RCDF) په تخنیکی ملاتړ او دالمان د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په مالي مرسته ودانیږي. زیباک چې د فیض آباد څخه د ۱۵۰ کیلومترو په واټن د بدخشان ولایت په جنوب ختیزه کې سیمه کې موقعیت لري د نوموړي ولایت یو له ۲۷ ولسوالیو څخه ګڼل کیږي او د ۱۳۰۰۰ نه زیات نفوس لري (په سلو کې ۴۹یې ښځینه او په سلو کې ۵۱یې نارینه دي) چې په ۳۴ کلیو او بانډو کې ژوند کوي. 

د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا وجهي صندوق (RCDF) چې د افغان-آلمان د پروګرام یوه برخه جوړوي د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا پر مخ بیول کیږي . دا صندوق د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د افغاني پارتنرو سره ددوی د پراختیایی لومړیتوبونو پربنا د ولایتونو او ولسوالیو په کچه مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه جوړوي. ددغه صندوق موخه د هغه د کار د پراخ ډګر په پام کې نیولو سره داده چې په پروسو باندې افغاني مالکیت لوړ کړي، د افغانستان دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او دټولو خلکو برخه اخیستنه وهڅوي.