د سیلابونو په وړاندې د رود د غاړو د ژغورنې دیوالونه د تالقان د رود د حوزې مدیریت ته وسپارل شول

د افغان آلمان د همکارۍ پروګرام داسې ودانیز جوړښتونه تمویلوی چې تر ۷۷۰۰۰ تنه پورې خلک به دهغو نه ګټه واخلي.
17.12.1392
د سیلابونو په وړاندې د استنادي دیوالونو جوړول د تالقان د رود په دواړو خواوو کې د خلکو د ځان او مال د ژغورلو سبب ګرځي او همداراز د ملاغفور د سربند له لارې د کم ترکمه ۶۰۰ هکتار کرهنیزې مځکې د اوبولګولو زمینه برابروی.

وروسته له دې چې د سیلابونو په وړاندې د تالقان د رود په دواړو خواوو – کې د ساتونکي دیوالونو د ودانولو د پروژې کار د ۲۰۱۴ کال د فبروری د میاشتې په ۲۸ نیټه پای ته ورسید، نن دغه ودانۍ او د هغه ساتونکي دیوالونه د تالقان د رود د حوزې مدیریت ته په رسمي توګه وسپارل شول. د تالقان رود د دواړو غاړو استنادي دیوالونه چې د خلکو د ساتنې سبب ګرځي، د هغه ښۍ غاړه ۳.۲۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري او دهغه ۱.۷۵ کیلومتره د تالقان د ښار څخه تیریږي. ددغو محافظوی دیوالونو څخه چې د تخار د ولایت د پراختیایی کمیټې له خوا د یوې لومړیتوب پروژي په توګه ټاکل شوې ده، تر ۷۷۰۰۰ تنو پورې خلک به د رود په دواړو خواو کې ګټه واخلي. د تخار والي ښاغلي عبداللطیف، د انرژۍ او اوبو وزیر جلالتمئاب شجاع الدین ضیایی د ولایت او لسوالیو د کارکوونکو، سپین ږیرو او ډله ایزو رسنیو استازو د پرانیستلو په مراسمو کې برخه اخیستی وه.

د سیلابونو په وړاندې ساتونکي اقدامونه د سیمه ایز بنسټیز پراختیا د وجهي صندوق  (RIDF)  له خوا د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د KfW د پراختیایی بانک له لارې تمویل شوی دي. د تخار ولایت د پراختیایی کمیټې، چې د هغې په سر کې د ولایت والی ځای لري، دغه پروژه د تخار د پاره د پراختیایي پروژو له ډلې څخه د یوې لومړیتوب پروژې په توګه ټاکلې وه.

د سیلابونو په وړاندې پروژه د خلکو ځان او مال، زیربنا، د تالقان کندز پول، بازارونه، د اوسیدو کورونه او د - څښاک د اوبورسولو پمپ ستیشنونه ساتي. ددې پروژې په تکمیلیدو سره د تالقان د رود په دواړو غاړو کې ۴۰ هکتاره مځکه بیرته په لاس راغلې ده. نوموړي استنادي دیوارونه کولای شي د ملاغفور د نوی جوړشوي سربند له لارې د کم ترکمه ۶۰۰ هکتار کرهنیزې مځکو د اوبولګولو دپاره یو منظم کانال برابرکړي چې د بادي ژرندو او د برښنا د تولید د دریو کوچنیو کارخانو د پاره به هم اوبه برابرې کړي. د استنادي دیوالونو په تکمیلیدو سره په دغه سیمه کې د مځکو څخه د ګټې اخیستنې تګاره هم د بدلیدو په حال کې ده.

د سیمه ایز زیربنا پراختیایی وجهی صندوق، د آلمان د حکومت له خوا په افغانستان کې د عامه زیربنا د پرمختګ، په اړونده ریاستونو کې د ظرفیتونو د پراختیا او د هیواد په اطرافو کې د حکومتي جوړښتونو د ټینګولو په موخه پلی کیږي. د نوموړي صندوق په موخو کې همدارنګه د پریکړو د غیرمتمرکز کفایتونو منځ ته راوړل او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د بلخ، بدخشان، بغلان، کندز او تخار په ولایتونو کې د حکومتي جوړښتونو د شفافیت او مشروعیت د کچې لوړول شامل دي. دغه پروګرام د آلمان د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) او د آلمان د KfW د پراختیایی بانک له خوا تمولیږي.