د سیلاب په وړاندې محافظتي دیوال به د بلخ ۲۴۰۰۰ اوسیدونکو ته ګټه ورسوي

12.09.1398
مزار شریف، بلخ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې دولسمه - د شنبې په ورځ، د افغان-آلمان همکارۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ولایتي ریاست (DRRD) د شولګرې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د بلخ سیند په اوږدو کې د سیلاب په وړاندې د ۱.۵ کیلومتره محافظتي دیوال د جوړولو تړون لاسلیک کړ. یو شمیر ولایتي چارواکو پدې مراسمو کې برخه اخیستې وه کوم چې په مزارشریف کې د والي په دفتر کې ترسره شول. د پنځو کلیو څه باندې ۲۴۰۰۰ خلک به له سیلاب څخه د ساتنې د دې نوي دیوال څخه مستقیماً ګټه واخلي. د افغان-آلمان د همکارۍ د سیمه ایزې زیربنایی پراختیا وجهي صندوق (RIDF) په ټولیز ډول د شاوخوا ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت دغه پروژه تمویلوي.

د المان جنران قونسل ښاغلي کارسټن ګییر وویل، اوبه د ژوند سرچینه او ټوله شمتني ده. که څه هم، ټول غوره شیان باید په بشپړ پام سره اداره کړل شي. زه خوښ یم چې د سیلاب د مخنیوي لپاره استنادي دېوال به د شولګرې ولسوالۍ په پنځو کلیو کې د ۲۴۰۰۰ خلکو ژوند هوسا او آرامه کړي. زه باور لرم چې دا دېوال به د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، بلخ ولایت او شولګرې ولسوالۍ ته زموږ د هڅو استازیتوب وکړي. دا له غوره حکومتولۍ پرته بل هیڅ هم نه دي کومه چې د هرې دیموکراسۍ زړه دی.

اوس مهال د سری منګ، عبدالرحیمزي بالا، عبدالرحیمزي پایان، باغ پالوان او بورګي کلي چې د شولګره ولسوالۍ په یوې درې کې پراته دي، له سختو سیلابونو سره مخ دي چې د سختو زیانونو لامل کیدی شي. د سیلاب په وړاندې ۳ متره لوړ محافظتي دیوال به کورونه، باغونه، ښوونځي، مارکیټونه، سړکونه، روغتیایی کلینیکونه او کرنیزې ځمکې له راتلونکو سیلابونو څخه خوندي کړي. د دې په خوندي کولو، دا پروژه په سیمه کې ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ته وده ورکوي او د ځایی خلکو د ژوند شرایط ښه کوي.

د کلیو د پراختیا او بیا رغولو رئیس انجنیر عبد الباسط عیني وویل، هر کال سیلابونه د سیند پر غاړه د ډېرو زیانونو لامل ګرځي. له نیکه مرغه، په دې سیمه کې به د نوموړې پروژې له تطبیق وروسته نور هیڅکله هم د سیلاب ګواښونه شتون ونه لري.

دا دیوال به شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه (۳۰۰ هکتاره) کرنیزه ځمکه خوندي کړي، په دې توګه به د کرنیزو تولیداتو او دندو ساتنه هم وکړي. ددې ساختماني کار له امله به ډیری ځایی خلک د دندو فرصتونه پیدا کړي. د ودانولو کار به د ۲۰۲۰ کال په اپریل کې پیل او شاوخوا ۲۲ میاشتې به دوام وکړي.

د بلخ والي محمد اسحاق راهګذر وویل، آلمان موږ سره د تل لپاره مرستې نه کوي، له همدې کبله زه د ټولنې له مشرانو څخه هیله کوم چې د دا ډول مهمو پروژو څخه پاملرنه او ساتنه وکړي.

د دې دورې په جریان کې به د سیمه ایزې زیربنایی پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ریاست د انجنیرانو او مدیرانو لپاره د دندې پر مهال د روزنې او لارښونې غونډې وړاندې کړي. ددې فعالیتونو موخه په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو د پیژندلو، اداره کولو، پلي کولو او ساتلو لپاره د ریاست د ظرفیتونو لوړول دي.

د سیمه ایزې زیربنایی پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د KfW پراختیایی بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلی کیږي. د دې پروګرام موخه په شمالي افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو زیربناوو ښه کول دي، پداسې حال کې چې ولایتي ادارو ته دا وړتیا ورکوي چې پراختیایی پروګرامونه په خپلواکه توګه پلان او پلي کړي. په تیرو کلونو کې دې پروګرام په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې ۱۶۰ کیلومتره سړکونه، ۵۰ کیلومتره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلابونو او تخریباتو په وړاندې د ساتنې ۱۱ بندونه تمویل او جوړ کړي یا بیارغولي دي او اوس په سمنګان ولایت کې دوه د ښوونځي د بیارغونې پروژې هم پلې کوي. په ورته وخت کې، دې پروګرام له ۳۰۰۰ څخه د ډیرو انجینرانو او دولتي کارکوونکو لپاره شاوخوا ۹۰۰ د دندې پر مهال د کار پورې اړوند روزنیز پروګرامونه او سیمینارونه تنظیم کړي ترڅو په خپلواکه توګه د راتلونکو پروژو پلي کیدو ته لاره هواره کړي.