د شاګردمحور اسلوب او د لومړنیو زده کړو د ديپلوم په باب ملي کنفرانس –

13.09.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د لنیده میاشتې ۱۳مه نیټه – نن د شاګردمحور د اسلوب او لومړنیو زده کړو د ديپلوم په باب دوه ورځنۍ ملي کنفرانس په کابل کې پایته ورسید. په دې غونډه کې د پوهنې د وزارت او د لوړو زده کړو د وزارت لوړپوړو چارواکو او همدارزا د اړونده پوهنتونونو، د ښوونکي د روزنې د ریاست او د ۴۹ دارالمعلمینونو کابو ۱۸۰ تنو اکادمیسینانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام او د سویس حکومت د افغانستان د ښونکې د روزنې د ریاست څخه د دې کنفرانس په جوړولو کې ملاتړ وکړ. د برحاله ښوونکو د روزنې د سمون ورکولو په پایله کې به د ولایاتو د دارالمعلمینونو او د ولسوالیو په کچه د اړونده څانګو (فرعي دارالمعلمینونو) ۲۴٬۵۰۰ تنه زده کوونکي د ۱۴٬۰۰۰ ښځو په شمول ګټه پورته کړي.

د درسي نصاب په چارو کې د پوهنې د وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر عبدالله محقق جهانی داسې تبصره وکړه: "د دې لپاره چې مونږ په یوویشتمه پیړۍ کې په سوکالۍ ژوند وکړو، باید مونږ د باسواده، پوه او غښتلیو خلکو یو ملت وو. دا کار هله ترسره کیږي چې مونږ باکیفیته تعلیمي نصابونه د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ او وکاروو."

د غونډې ګډونوالو دا کنفرانس د افغانستان د پوهنې په سکتور کې د انکشافاتو او نوښتونو د لوړولو او خبرو اترو د یوه پلاتفرم په توګه وکاراوه او خپل پام یې د شاګردمحور تدریس د عصري اسلوبونو هڅونې ته واړاوه. د دغو اسلوبونو په کارولو سره به دا تامین شي چې زده کوونکی به په فعال ډول د لوست په بهیر کې برخه واخلي. راتلونکي ښوونکي به نه یوازې د ښوونې او روزنې عالي کیفیت په لاس راوړي، بلکه د دې توان به هم ولري چې په خپلو ټولګیو کې د شاګردمحور تدریس عصري اسلوبونه ترویج کړي او افغان زده کوونکي به د هغه څخه ګټه پورته کړي.

په نوموړې غونډه کې بله مهمه موضوع د لومړنیو زده کړو لپاره د دیپلوم د یوې نوې طرحې معرفي کول وو. پخوا به د هیواد دارالمعلمینونو یوازې د بیلابیلو مضمومونو په برخو کې دیپلوم برابرولو. خو برخلاف، د لومړنیو زده کړو نوۍ ديپلوم د ټیټو ټولګیو لپاره لومړنۍ تخصصي پروګرام ګڼل کیږي چې راتلونکي ښوونکي چې په دې پروګرام کې روزنه مومي د لومړي نه تر شپږم ټولګي پورې د کوچنیانو د تدریس  اړین مهارتونه او ظرفیتونه په لاس راوړي. دا کار به په لومړنیو ښوونځیو کې د عمر سره سم تدریس تامین کړي.

د ښوونکي د روزنې د عمومي ریاست د تدریسي چارو رئیس ښاغلي عبدالحق رحمتی داسې ټینګار وکړ: "د هیواد د دارالمعلمینونو د لومړنیو زده کړو د دیپلوم پروګرام  زمونږ د پوهنې په سکتور کې یوه انقلابي پراختیا ده چې د هماغه لومړي پړاو څخه باکیفیته زده کړه تامینوي."

په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراخیتا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصابونو د تدورین په ډګر کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو کیفیت ته سمون ورکول دي. د ۲۰۰۸ کال راهیسې، بیپا د ۲۲۰۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره روزنه برابره کړې ده. برسیره پردې، د دې پروګرام په مرسته ۲۳ دارالمعلمینونو د راتلونکو ښوونکو دپاره د کارپیژندنې حتمي دورې په خپلو پروګرامونو کې ترویج کړي دي. په پایله کې، د افغانستان په شمال کې اوس شاوخوا ۱۵۸۰۰ تنه د پوهنتونونو او ۸۸۳۰۰ تنه د ښوونځیو زده کوونکي د سمون ورکړل شوي ښوونې او روزنې څخه ګټه پورته کوي. هغوی اوس د روزنې یو تخصصي، د عمر سره سم او شاګرد محوره سیستم ته لاسرسۍ لري.