د ظرفیتونو پیاوړی کول: د کډوالو او راستنیدونکو په وزارت کې اغیزمنه څارنه او ارزونه

25.09.1397
کابل، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر د میاشتې ۱۴مه نیټه – پرون د افغان-المان د همکاری پروګرام د کډوالو د چارو د معینیت لپاره په کابل کې د یوه سیمینار په جوړولو کې مرسته وکړه. د ۲۰۱۷ کال راهیسې د دغه پروګرام د پرانیستې تګلارې مشورتې وجهي صندوق (OPAF) د ظرفیت جوړونې د بیلابیلو کړونو له لارې د افغانستان د مهاجرو د چارو د معینیت سره د هغه د ۲۰۱۵-۲۰۱۹ کلونو د ستراتیژیک پلان د پلي کولو څخه ملاتړ کوي. مهمې موخې دادي چې د افغانستان اتباعو ته د خدمتونو وړاندې کول سمون ومومي او همداراز د وازرتونو او دولتی ادارو تر منځ د مهاجرت په اړه چارې همغږي شي.

د ډسمبر په ۱۴مه نیټه، د نوموړي سیمینار ګډونوالو هغه روزنیز لارښودونه بشپړ کړل چې د کډوالو او راستنیدونکو د وزارت د ظرفیت جوړونې د پالیسیو په یوه برخه باندې به بدل شي. دوی د شپږو میاشتو راهیسې په دغو لارښودونو باندې کارکړی دی.

د ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړي وزارت څخه د څارنې او ارزونې د یوه سیستم په منځته راوړلو او د دې سیستم سره سم د اړونده کارکوونکو د روزنې په لاره کې ملاتړ کړی دی. د دغه وزارت د څارنې او اروزنې سیستم به د معلوماتو او کړنو د اغیزمن تعقیب او د هیواد د بیلابیلو وزارتونو او ادارو تر منځ د کړنو د همغږۍ په لاره کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR)  د ریپوټ سره سم په ټوله نړۍ کې ۲،۶ میلیونه افغان کډوال او په ایران او پاکستان کې لږترلږه ۲،۵ میلیونه ناثبت شوي افغانان میشته دي. د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت د ۱۰۰۰ تنو څخه زیات شمیر کارکوونکو او مامورینو په لرلو سره کولای شي چې د زیات شمیر افغانانو د باعزته بیرته راستنیدولو زمینه برابره او ممکنه کړي.

د پرانیستي تګلارې د مشورتي وجهي صندوق (OPAF) پروژه د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. دا پروژه د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانی نهادونو کې د کارپوهانې کارول تمویلوي او د ښې حکومتولۍ د معیارونو سره سم د اصلاحاتو د پلۍ کولو لړۍ آسانه کوي. د نورو کارونو له ډلې څخه دا پروژه تر اوسه پورې د دولتي نهاودونو د ۱۳۰تنو کارکوونکو لپاره روزنیز مسلکي کورسونه یا د دندې په مهال روزنې لکه د مالي چارو، د شمیرو او معلوماتو د تحلیل او د اداري فساد د څیړنې کورسونه جوړکړیدي. په عین حال کې، دا پروژه د اداري فساد پرضد د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمیټې سره د اداري فساد په وړاندې د دولتي نهادونو د زیانمننې په باب د اتو ریپوټونو د جوړولو په لاره کې ملاتړ کوي.