Primary tabs
د محاسبې نوي انستیتوت او د اوبو برښنا د کوچنۍ فابریکه
د پرانیستلو په مراسمو کې د بدخشان د پوهنې رئیس ښاغلي روح الله محقق داسې ټینګار وکړ: «د محاسبې نوۍ انستیتوت نه یوازې د بدخشان د خلکو بلکه د ټولو افغانانو یوه لاسته راوړنه ده. د هیواد د ګوټ ګوټ څخه زده کوونکي کولای شي په دې انستیتوت کې شامل شي. د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او نورو سازمانونو ملاتړ زمونږ سره مرسته وکړه تر څو یو شمیر تر ټولو سختې ننګونې چې مونږ ورسره د پوهنې په ډګر کې مخامخ وو، حل کړو. مونږ د سمې ښوونې او روزنې پرته سوکالۍ ته نشو رسیدلای».
د محاسبې د انستیتوت دوه پوړیزه نوې ودانۍ د بهارک په ولسوالۍ کې ځای لري. په دې ودانۍ کې د زده کړې او اداري چارو د پاره دوولس خونې، د غونډو یو تالار، یو پخلنځۍ او د حفظ الصحې په بسیا سیستمونو سمبال اته تشنابونه شتون لري. په بدخشان کې دا یوازینۍ انستیتوت دی چې د ښوونځیو د فارغانو دپاره د محاسبې روزنه برابروي. ۷۵ زده کوونکي چې ۱۹ یې نجونې او ۵۶ یې هلکان دي اوس کولای شي د انستیتوت په نوې ودانۍ کې زده کړه وکړي او د روزل شویو ښوونکو له خوا مسلکي روزنه په لاس راوړي. نوموړي زده کوونکي د فراغت نه وروسته به دې ته چمتو وي چې د محاسبه چیانو په توګه په بیلابیلو ادارو کې دنده ترسره کړي.
د اوبو برښنا د تولید کوچنۍ فابریکه د شهدا په ولسوالۍ کې جوړه شوې ده. افغاني او نیپالي انجینرانو دغه ودانۍ ودانه کړه چې لږترلږه د نوموړې ولسوالۍ ۱٬۱۰۰ کورنیو ته ډاډمنه برښنا برابروي او شاوخوا ۵٬۵۰۰ تنه اوسیدونکي به د هغه نه ګټه پورته کړي. اوس نه یوزاې د سیمې اوسیدونکي کولای شي د برښنا د انرژۍ څخه د کور د روښانه کولو او د برښنایي وسیلو دپاره کارواخلي، بلکه ډاډمنه انرژي به د دې سبب هم شي چې دې ولسوالۍ ته خصوصي شرکتونه پام واړوي او د کارځایونو په منځته راوړلو کې به مرسته وکړي. په دې توګه، د برښنا د انرژۍ برابرول به په زیاته کچه د شهدا د ولسوالۍ اقتصادي پراختیا آسانه کړي او د خلکو د ژوندانه شرایطو ته به سمون ورکړي.
د شیخ حمیدالدین په نامه د نوموړې ولسوالۍ یو سپین ږیرې داسې وویل: «د اوبو برښنا د کوچنۍ فابریکې د ودانولو وړاندې مونږ برښنا نه درلوده. زمونږ کوچنیان د شپې له خوا خپل کورنۍ دنده نشوای ترسره کولای. د برښنایي ارو د کارولو او د غنمو د اوړه کولو په موخه دیته اړ وو چې د فیض آباد ښار ته ولاړ شو. اوس کولای شو دغه ماشینونه خپلو ولسوالیو ته راوړو. دا کار به د سیمې د اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي».
نوموړې پروژې د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو او د بدخشان ولایت د پوهنې د ریاست په ګډ نوښت سره پیل شوې وې. د هغو بشپړول په نوموړو ولسوالیو کې د ولسوالیو د پراختیا د پلان سره سم لوړ لومړیتوب درلود.
د شمالي افغانستان د ثبات جوړونې پروګرام (SPNA) د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې د افغانستان په شمال کې حکومتي ځایي ادارې پیاوړې شي او د کلیو د اوسیدونکو د ژوند شرایطو ته سمون ورکړل شي. په دې توګه، دغه پروګرام د راز راز بیخبنایی او ظرفیت جوړونې د فعالیتونو څخه ملاتړ کوي. تراوسه پورې د ۲۶۰ لومړنیو او ثانوي ښوونځیو، د ۳۷ سړکونو او پلونو او د اوبو لګونې د ۱۶ کانالونو د ودانولو، بیارغولو یا تمدید په شمول ۳۷۷ پروژې د بدخشان،کندز، تخار او بغلان د ولایاتو د ۵۰ نه زیاتو ولسوالیو کې پلۍ شوي دي. په عین حال کې د دې پروګرام له خوا د پراختیایي شوراګانو شاوخوا ۱۸٬۰۰۰تنه غړي د پروژو د ټاکلو او څارنې په ډګر کې روزل شوي دي. د دې پروګرام ټولیزه بودجه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کلونو دپاره د ۷ میلیاردو افغانیو نه زیاته ده.