د مزار شریف لپاره د برېښنا رسولو نوې شبکه ۲۰،۰۰۰ اوسېدونکو ته ګټه رسوي

07.06.1398
مزار شریف، بلخ، ۰۷-۰۶-۱۳۹۸- نن، د بلخ برېښنا شرکت او د افغان جرمن همکارۍ ادارې د مزار شریف په ختیځه برخه کې د برېښنا رسولو شبکې د ظرفیت لوړولو لپاره تړون لاسلیک کړ. د علي چوپان، کارته وحدت، باپه پادشاه او اسلام آباد په ګاوند کې له ۲۰.۰۰۰ څخه زیات اوسېدونکي به د انرژۍ د پرمختللې زېربنا له ګټو څخه برخمن شي. د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د افغانستان د برېښنا له شرکت څخه د دې پروژې د اړتیاو په ګوته کولو کې همکاري کوي او د دغه پروژې تطبیق ټولټال لګښت نږدې ۱۶۰میلیونه افغانۍ ده، ورکوي

ښاغلي محمد بشیر توحیدي د بلخ د والي معین وویل:«د بریښنا برابرول زموږ د خلکو لپاره حیاتي خدمت دی. دا سیمه ګی میشته خلک د بریښنا څخه بې برخې ده ، نو موږ هیله لرو چې دا مهمه پروژه به دا مسله حل کړي.»

دغه شبکه چې اوسمهال د مزار شریف ښار په ختیځ کې څلورو نږدې سیمو ته برېښنا لېږدوي، زوړ ، ګډوډ او د ترمیم وړ نه ده. یو عصري ۲۰ کیلو واټه شبکه چې ۲.۵ کیلو متره اوږدوالی لري، به د دې پر ځای نصب شي. پر دې سربېره، ۱۴ جنکشنونه چې ټولټال ۵.۰۴ میګا ولټه امپیر ظرفیت به ولري او یو ۳۱ کیلومتره اوږده د ټیټ ولټاژ لرونکې شبکه به نصب کړل شي. دا جنکشنونه به نږدې ۲،۷۰۰ کورنیو او همدارنګه د ښوونځیو، د پولیس حوزو، مارکیټونو او روغتیایي مرکزونو په ګډون بېلابېلو عامه ودانیو ته برېښنا توزیع کړي. دا به په پراخه کچه په سیمه کې د ژوند شرایطو او د دې سیمې اقتصادي او ښاري پراختیا ته وده ورکړي.

حمیدالله حمیدي ، د بلخ بریښنا ریاست رییس وویل: «زه د خپلو خلکو لپاره د دې مهمې پروژې په لاسلیک کولو ډیر خوښ یم.’ هغه زیاته کړه ، ‘موږ به د خپلو همکارانو سره د رغوني کارونه له نږدې وڅارو.»

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) به همدارنګه په بلخ کې د پروژې د تطبیق پرمهال د افغانستان برېښنا شرکت انجینرانو او مدیرانو ته د دندې پرمهال روزنیز پروګرام، ښوونیز او لارښودیز پروګرامونه جوړ کړي. په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو په ګوته کولو، سمبالولو، پلي کولو، اداره کولو او مراقبت کولو کې د افغانستان د برېښنا شرکت وړتیا پیاوړی کول د دغه فعالیتونو موخه ده.

لکه څرنګه چې د 1398 کال د اپریل په میاشت کې د آلمان او افغانستان ترمنځ د دولتي سلا او مشورو پرمهال هوکړه وشوه، د آلمان هېواد له افغان دولت څخه هیله لري څو د بېلابېلو اصلاحاتو په راوستلو کې خپلې ژمنې پوره کړي چې په دې برخه کې د دوی د پانګونو په بدل کې د زېربنایي اقداماتو عملیاتو او مراقبت ته وده ورکول شامل دي. له همدې کبله، په 1398 کال کې ۳.۵ میلیونه افغانۍ هوکړه شوې بودیجه د اوسني او په پلان کې نیول شوي  زیربنایي پروژو د اوږد مهاله ګټې اخیستلو تضمین لپاره د اقداماتو په ترسره کولو پورې مشروط دی.  

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان اوتطبیق کړي. له ۲۰۱۱ زېږدیز کال راپدېخوا، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلو مټره څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلو مټره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه له مالي پلوه تمویل، جوړ او بیا رغولي دي.RIDF اوسمهال په سمنګان ولایت کې هم د دوه ښوونځیو د بیا رغولو پروژې پلي کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام  له ۳۰۰۰ څخه زیات انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي.