د مسلکي زده کړو سمونتیا: په هرات کې د ټویټ (TVET) کنفرانس

22.03.1398
هرات، د هرات ښار، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولی ۲۲مه نیټه – د دوو ورځو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې د ادارې ۸۸ تنو استازو د هرات په ښار کې په یوه ځانګړي کنفرانس کې ګډون وکړ. د دې غونډې ګډونوالو چې د ټویټ د ۱۳ ولایتی ادارو او ۲۳ تخنیکي ښوونځیو څخه راغلي وو د استاد-شاګردۍ د ښوونځیو د اوسنیو ننګوونو د حل د لارو چارو په باب یې خبرې اترې وکړې. هغو د هیواد په ۱۳ ولایاتو لکه کابل، بلخ، هرات او ننګرهار کې د ۱۸ تخنیکي ښوونځیو او انستیتوتونو د نوي کولو په اړه هوکړه وکړه. د افغان-المان د همکارۍ اداره د دغه اقدام څخه د ۲۸۰ میلیونو افغانیو په برابرولو سره مالي ملاتړ کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې د ادارې علمي مرستیال ښاغلي حمید اکبر داسې څرګنده کړه: «دغه اداره په پام کې لري چې په ټول هیواد کې مسلکي تخنیکي زده کړو ته لاسرسۍ زیاد کړي. اوس مهال، یوازې ۶۴٬۰۰۰ تنه زده کوونکي د ټویټ په انستیتوتونو کې شامل شوي دي.»

د کنفرانس د لومړۍ ورځې په ترڅ کې، ګډونوالو د استاد-شاګردۍ د ښوونځیو او انستیتوتونو د ودانولو او نوي کولو په باب خبرې اترې وکړې. نوموړي ښوونځۍ د موسساتو د زده کوونکو لپاره د لسمو نه تر دوولسمو ټولګیو په چوکاټ کې مسلکي روزنه برابروي. هغو همدارزا د استاد-شاګردۍ د پروګرام د پراخولو په باب خبرې وکړې چې د ښوونځیو شمیر په ۱۳ ولایاتو کې د ۲۳ ښوونځیو څخه په ۲۵ ولایاتو کې ۵۰ ښوونځیو تر  ۲۰۲۰کال پور ورسیږي.

برسیره پردې، ښاغلي حیمد اکبر زیاته کړه: «اوسمهال، شاوخوا ۲٬۰۰۰ تنه زده کوونکي د استاد-شاګردۍ په پروګرام کې ګډون کوي. مونږ په پام کې لرو چې دغه شمیر دوه چنده کړو ترڅو دغه روزنه تر ۴٬۰۰۰ تنو زده کوونکو لپاره مهیا کړو.»

د استاد-شاګردۍ پروګرام د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې پیل شو. په دې پروګرام کې شامل زده کوونکي د دندې پر مهال د روزنې برسیره، د ټویټ په ښوونځیو کې نظري زده کړې هم په لاس راوړي. د دې زده کړې پام هغو مضمونونو ته اړول کیږي چې د زده کوونکو د کار د اړتیاوو سره سمون ولري لکه کارول شوې ریاضي او د تخینک پر بنا موضوعګانې. نن دغه پروګرام په شپږو مسلکي څانګو کې د هیواد په ۱۳ ولایاتو کې شتون لري.

په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) د ملاتړ پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې او د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د ټویټ د پروګرام موخه په افغانستان کې د مسلکي زده کړې او روزنې دسیستم پراخول او سمون ورکول دي تر څو چې د ځوانانو د کار ګمارنې د وړتیا کچه لوړه شي. برسیره پردې، دغه پروګرام د استاد-شاګردۍ دودیز سیستم د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې د ادارې په همکارۍ  عصري کوي. زده کوونکي په یوه رسمي ښوونځۍ کې د یوې درې کلنې دورې وروسته د استاد-شاګردي تر څنګ کولای شي د دوولسم ټولګي د فراغت بریلیک په لاس راوړي. دا کار د هیواد زیاد شمیر ځوانانو ته امکان ورکوي چې په لوړو زده کړو کې شامل شي. د ۲۰۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي چې ۱۲ سلنه یې ښځې دي اوس له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کوي.