د موضوع عنوان آزمایښتي پروژه: په کابل او مزار شریف کې ۸۰ کسبګرو لپاره پرمختللې روزنه

05.06.1398
۰۵-۰۶-۱۳۹۸ کال، کابل. یکشنبه په کابل کې د کسبګرو او شرکتونو مالکانو لپاره د لا ښه روزنې په موخه د دوه ورځني کنفرانس وروستی ورځ وه. په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنې ادارې (TVETA) چارواکو، د افغانستان صنعت کارانو او سوداګرۍ فدراسیون، اتحادیو، د کابل او مزارشریف ښاروالیو او مسلکي ښوونکو په ګډون ۹۵ کسانو برخه اخیستې وه. ګډونوالو پر دې باندې موافقه وکړه چې د دوه کسبونو لکه فلز کارۍ او موټرو مستريتوب کسبونو د لا ښه والي په موخه د ازمایښتي روزنې لومړۍ پړاو پیل شي چې په کابل او مزار شریف کې به شاوخوا ۸۰ کسان ورڅخه ګټه پورته کړي. د افغان جرمن همکاري به د زده کړې لپاره اړین مواد ترتیب کړي.

د افغانستان د کسبګرو او سوداګرو فډراسیون مشر ښاغلي محمد حسن سپاهي په خپلو خبرو کې داسې وویل، ‘په بازار کې ټکنالوجي هره ورځ وده کوي. اکثره کارونه ډیجیټلي شوي دي چې د موږ کسبګر ورڅخه وروسته پاتې دي. دغه روزنه له دوی سره د پوهې په زیاتولو او سیالۍ بازار ته رسېدلو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې د کسبګرو استخدام زیاتوي.'

په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کالونو کې د افغان جرمن همکارۍ د شپږ اساسي کسبونو لکه فلز کارۍ، د موټرو مستري ګري، میخانیکي انجینري، برېښنا (برقي)، ترکاڼۍ او خیاطۍ په اړه یوه څېړه وکړه. د دغه څېړنې موندنو څرګنده کړه چې تقریباً ۸۰ سلنه مرکه کوونکو په خپل کسب کې د لا ښه روزنې ترلاسه کولو کې لېوالتیا لرله. دا د یوې بلې څېړنې له پایلو سره مطابقت لري چې موندنې یې داسې څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د اقتصادي پلوه فعال خلکو ۶۰ سلنه په خپل مسلک کې ماهره نه دي. د لا ښه روزنې پروګرام په دغه موخه جوړه شوې ده څو د کاري قوې نیمګړتیاوې لمنځه ویوسي.

د کابل ګټه اخیستونکي به د کابل په میخانیکي انسټیټیوټ او مزار شریف کسبګر به د مزار شریف ښار د ګازو او تیلو په انسټیټیوټ کې روزنه ترلاسه کړي. هر کورس به درې میاشتې وي او لاندې ذکر شوي مضامین لکه تخنیکي رسامي، ریاضیات، ټکنالوجي، د موادو انجینري او محاسبه او حسابداري به پکې شامل وي. دغه روزنه به یا د سهر او یا له غرمې څخه وروسته ترسره کېږي څو ګډونوال د تل په څېر خپل کارونو ته هم پکې لاړ شي. که چېرته، ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍دغه ازمایښتي پړاو بریالی ثابت شو، نو د کسبګرو او شرکتونو مالکانو لپاره نورې روزنې په نورو ولایتونو کې د اضافي مسلکونو په اضافه کولو سره په تدریجي ډول وغځول شي.

د دغه روزنې له بشپړولو څخه وروسته به ګډونوالو ته د کورس بشپړولو رسمي تصدیق پاڼې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنې ادارې (TVETA) او اړونده ښاروالۍ لخوا تصدیق شوی وي، ورکړ شي. د دغه ډول سند درلودونکی به ډېری ګټې ترلاسه کوي لکه د سوداګرۍ جواز ترلاسه کولو لپاره به یې عریضه له چټکۍ سره خلاصېږي او همداراز مالیه به هم ورته معافېږي.  

دغه پروګرام چې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنې له ادارې (TVETA) سره همکاري کوي، د آلمان نړیوالۍ پراختیایي ټولنه (GIZ) او KfW پراختیایي بانک د آلمان اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت(BMZ) په استازیتوب، تطبیقوي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنې ادارې (TVETA) موخه په افغانستان کې رسمي مسلکي زده کړې او روزنې سیسټم پراخول او ښه کول دي څو د ځوان نسل د استخدام کچه لوړه کړي. سربېره پر دې، دغه پروګرام د دودیزې کار زده کړې سیسټم یعني استاذ شاګردي د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنې ادارې (TVETA) په همکارۍ سره، عصري کوي. د استاذ شاکردي سره سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنې ادارې (TVETA) پوهنځي ته تللو څخه وروسته، د ۱۲ ټولګي شاګردان هم کولای شي چې له دغه کار زده کړو څخه ګټه واخلي، چې دا کار به ډېری ځوانانو ته د پرمختللي زده کړو لپاره لاره هواره کړي.