د موضوع عنوان: په کندز ښار کې به د لېسو له نوي ودانیو څخه به له ۲۵۰۰۰ څخه زیات نجونې او هلکان ګټه اخلي

18.06.1398
۱۸-۰۶-۱۳۹۸، کابل. د تېرې شنبې په ورځ، د کندز ولایت ښوونې ریاست د معارف له وزیر، کندز والي او افغان جرمن همکارۍ سره په ګډه د کندز ښار په مرکز کې د څلور (۴) نوي لېسې جوړولو تړون لاسلیک کړل. د دغه پروژې له بشپړېدو څخه وروسته به له ۲۵۰۰۰ څخه زیات نجونې او هلکان ګټه اخلي. د ۱۳۹۳ کال راهیسې، د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د کندز ولایت د ښوونې له ریاست سره د دغه پروژې په چمتو کولو کې مرسته کوي او د دغه پروژې تطبیق بودیجه چې ټولټال ۴۲۳ میلونه افغانۍ کېږي، ورکوي.

د وزیر مرستیال شینواری ټینګار وکړ ، ‘د المان حکومت د ښوونځیو د جوړولو او د زده کونکو لپاره د ظرفیت جوړونې له لارې د افغانستان د پوهنې له سیستم سره مرسته وکړه.  د پوهنې وزارت په استازیتوب ، زه غواړم د آلمان له حکومت څخه د دې ملاتړ څخه مننه وکړم.

د فاطمه الزهرا او خدیجة الکبرا نجونو عالي لیسې او حضرت علي او شیرخان هلکانو عالي لیسو جوړول به د ښار په پرمختګ کې یو مهم اضافه والی وي. هره لېسه به درې دوه پوړیزه ودانۍ لري. پر دې سربېره، د درې موجوده لېسو ودانۍ به په بشپړ ډول ترمیم شي.  هره لېسه د تشنابونو له دوه نوي تاسیساتو سره ډیزاین شوې ده. په ټولیزه توګه، ۱۲ نوي ودانۍ به له ۱۵۶ مجهزه ټولګي، ۳۶ ادارې خونې او ۳۲ ترمیم شوي ټولګي به چمتو شي. نومړي لېسې به له ښاري برېښنا څخه برخمن وي او په عصري مېتود او معیارونو سره به پکې تدریس کېږي.

دغه اقدامات به والدین وهڅوي څو خپل بچیان یوځل بیا ښوونځي ته واستوي او په دې توګه د زده کونکو راتلونکی روښانه کوي. د کندز ښار ټول نفوس له ۲۵۰۰۰۰ کسانو څخه زیات اټکل شوي دی. د زده کونکو لپاره د زده کړې شرایط به د پام وړ وده وکړي چې دا به د کندز ښار اقتصادي پرمختګ کې هم مرسته وکړي. اوسمهال، د کندز ښار اکثره زده کوونکي په خېمو یا آزاده هوا کې زده کړې کوي.  

د دغه څلورو لېسو ودانیو سر بېره به د افغان جرمن همکارۍ د کندز ولایت ښوونې ریاست انجینرانو او مدیرانو ته په دندو کې روزنه، څارنه او لارښوونې روزنیزه پروګرامونه هم جوړوي. د دغه فعالیتونو موخه د دغه ریاست پیاوړتیا ده څو په راتلونکي کې په مستقلانه توګه ورته پروژې په نښه، تطبیق او مدیریت ته دوام ورکړي.

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان اوتطبیق کړي.له ۱۳۹۰ کال راهیسې، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلو مټره څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلو مټره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه جوړکړي او بیا رغولي دي. اوسمهال، RIDF په سمنګان ولایت کې هم د دوه ښوونځیو د بیا رغولو پروژې پلي کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام  له ۳۰۰۰ څخه زیات انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي.