د نوي کور ودانول

08.01.1400
د وري د میاشتې په ۸مه، د داخلي بې ځایه شویو وګړو د د بیا ځای په ځای کولو پروژه (IDPP) هله یوې اغزمنې مؤخې ته ورسېده کله چې یې خپله ۱۰۰۰مه سرپناه یوې بې ځایه شوې کورنۍ ته وسپارله،. د سپارلو مراسم د سمنګانو ولایت ایبک ښار ته نژدې یوې ودانۍ کې ترسره شول. له ۱۳۹۶ کال راهیسې، دغه پروژه د بلخ، هرات، جوزجان او سمنګان په ولایاتو کې د بې ځایه شوو کورنېو ملاتړ کوي.

نوي کورونه چمتو چې خلک ورته ولاړ شي، مګر د رنګمالۍ کار یې اوس هم پاتې دی. | © GIZ

د IDPP د ځايي ملرګری  سازمان او د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ولایتي ریاست(DoRR)  استازو او همداراز ځايي لوړ پوړو پېژندل شویو کسانو په دغه مراسمو کې ګډون کړی وو.  ګډونوالود خپلو ویناو په ترڅ کې څرګنده کړه چې له افغانستان سره د آلمان د مرستو ملاتړ د داخلي بې ځایه شویو وګړو (IDPs) د ژوند د شراېطو د ښه کولو او حتی د ژوند ژغورلو لپاره څومره مهم دی.

په دغه مراسمو کې، ۴۴  په هېواد د ننه بې ځایه شویو کورنېو چې د جګړې له امله بې ځایه شوې وې نوي کورونه ترلاسه کړل چې لدې سره د IDPP له خوا د بې ځایه  شویو له پاره د جوړو شوی د سرپناو ټولټال شمېره ۱۰۰۰ ته ورسېده. نږدې درې کاله ، دغه کورنېو په سختو شراېطو کې ژوند کاوه او د خپلو ستونزو د حل په مؤخه یې مبارزه کوله.

ګڼ شمېر کورنۍ اوس د کور ویاړلي خاوندان دي | © GIZ

په دغه مراسمو کې، ۴۴  په هېواد د ننه بې ځایه شویو کورنېو چې د جګړې له امله بې ځایه شوې وې نوي کورونه ترلاسه کړل چې لدې سره د IDPP له خوا د بې ځایه  شویو له پاره د جوړو شوی د سرپناو ټولټال شمېره ۱۰۰۰ ته ورسېده. نږدې درې کاله ، دغه کورنېو په سختو شراېطو کې ژوند کاوه او د خپلو ستونزو د حل په مؤخه یې مبارزه کوله.

په هېواد د ننه بې ځایه شوې کورنۍ پخوا مجبورې وې ترڅو کوچني، غیررسمي او معمولاً تنګ او د ګڼې ګوڼې ډک کورونه چې د ایبک په مختلفو سیمو کې پراته دي له یو بل سره شریک کړي. له کرايي کورونو څخه د اجباري ایستلو خطر هر چیرې موجود وه. د دی سربېره، پدغه ځایونو کې مناسبې روغتیايي آسانتیاوې هم موجودې نه وې.

یو کال وړاندې، د په هېواد د ننه بې ځایه شوې ټولنې مورال ټيټ وه. ډېر خلک له هغو شراېطو څخه چې هغوې په کې ژوند کاوه، ډېر ناهیلي شوي وو. مګر وروسته بیا DoRR او IDPP خپل کار – له بریالیتوب سره پېل کړ.

د تېرو میاشتو په لړ کې، دغه پروژه له کورنېو سره یوځاې شوه ترڅو هغوې د خپلو ځمکو ملکیت تصدیق کړي. دکا غذی اسناد دغه بوغرنجه لړۍ له وړاندې څخه پېچلی ده او ډېر شمېر په هېواد د ننه بې ځایه شوي وګړي نالوستي دي چې دا یو بل لوی خنډ وه. مګر له افغانستان سره د آلمان د همکاريو په مرسته، هغوې ډېر ژر وکولې شول ترڅو خپل ځانونه د یوې ټوتې ځمکې څښتن کړی.

IDPP له کورنېو سره د ځمکې د ملکیت د سند په ترلاسه کولو کې هم مرسته وکړه. | © GIZ

بالاخیره دانیزې  چارې، د ۱۳۹۹ کال د لړم په میاشت کې پېل شوې . ډېر شمېر په هېواد د ننه بې ځایه شوي وګړي او ځنې ځايي اوسېدونکي د سرپناوو د جوړولو په دندو کې بوخت وو او پدې ډول سره یې یو عاید ترلاسه کړای شو. وروسته بیا د ژوند کولو شرایط ښه شول. په لومړېو کې ۲۰۰ مسلکي او غیر مسلکي کسانو خپلو ځانونو او خپلو کورنېو ته د کور جوړولو خوب په حقیقت بدل کړ. اوسمهال، هغوې یو ریښتونې کور لري چې دوه خونې، یو پخلنځی او یو تشناب لري.

د ۱۰۰۰مې سرپناه ودانول  د پروژې یو مهم پړاو په نښه کوي. خوبیاهم، کار  پاې ته ندی رسېدلی او ډېر نور کورونه به هم ودان شي.