د نوي کېدونکي انرژۍ کمېټۍ سره په کابل کې ولیدل

23.12.1397
د ۱۳۹۷ کال کب د میاشتې ۲۳ نېټه. په دغه اونۍ کې، د نوي کېدونکي انرژۍ د همغږۍ شپږمې کمیټۍ (RECC) په کابل کې د اوبو او انرژۍ په وزارت(MEW) کې سره ولیدل . شا او خوا ۶۰ ګډونوالو، د حکومتي چارواکو او خصوصي او عامه سکټور اړونده ادارو په ګډون، د انرژۍ په سکټور کې د نوي کېدونکي انرژۍ موضوع ګانو، د بېلګې په توګه د افغان حکومت ۲۰۰۰ میګاواټه نوي کېدونکي انرژۍ کڅوړې پر میلان/تمایل باندې بحث وکړ. هغوی وروستۍ لاسته راوړنې وړاندې او د اوسني فعالیتونو په اړه تازه معلومات ورکړل. دغه غونډه د افغان - جرمن همکارۍ د انرژۍ سکټور پرمختیایي پروګرام (ESIP) په مالي مرسته جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ښاغلي محمد ګل خلمي داسې وویل، «نوي کېدونکي انرژي کولای شي له ګاونډي هېوادونو څخه پر وارداتي انرژۍ باندې د موږ د تکیې کولو کچه راټېټه کړي. موږ باید په دغه موضوع کې یو له بل سره مرسته وکړو او د انرژۍ په سکټور کې د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ اسانتیاوې برابرې کړو. موږ باید په ګډه داسې طریقې هم ولټوو څو کاري فرصتونه، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره رامنځته کړو.»

د غونډې په اوږدو کې، ماهرینو د ۲۰۰۰ میګاوټه نوي کېدونکي انرژۍ د تطبیق وروستي پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل کوم چې افغان حکومت په وروستیو کې پیل کړی دی. دغه کڅوړه به لمریزې انرژۍ سکټور ته خصوصي پانګونه را جلب کړي څو نوي کېدونکي انرژۍ تولید ته اسانتیا برابره کړي. په دې اړه، ګډونوالو د لاسته راوړنو او نوښتونو په اړه خبرې وکړې. د بېلګې په ډول، د لمریز بریښنا تختې چې دوامداره انرژي تولیدوي باید په کابل کې په حکومتي ودانیو کې نصب شي.

د افغانستان بریښنا شرکت معاون ښاغلي ذبیح الله طاهرزاده وویل، «د حکومت لخوا ۲۰۰۰ میگاواټه برېښنا کڅوړه د افغانستان په تاریخ کې د بریښنا لپاره یو ستر ګام دی. البته، د دغه پروګرام پلي کولو سره به افغانستان په آسيا کې د نوي کېدونکي انرژۍ تر ټولو ستر ترویجونکی هېواد وي.»

د RECC اصلي موخه د افغانستان نوي کېدونکي انرژۍ ملي پالیسۍ (ANREP) پلي کولو همغږي، په سکټور کې نیمګړتیاوې په ګوته کول او حللارې تطبیقول دي. د نوي کېدونکي انرژۍ سرچینې د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې د بریښنا تولید او لاسرسي لپاره یو ښه فرصت دی.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) د افغانستان د انرژۍ سکټور د ودې پروګرام  (ESIP) تطبیقوي. د ESIP موخه په افغانستان کې د نوي کېدونکي انرژۍ تولید ترویجول دي څو اقتصاد ته وده ورکړي او چاپېریال خوندي کړي. د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره، ESIP له کلیدي ادارو سره پر ملي او ولایتي کچه باندې له نږدې څخه همکاري کوي څو داسې اداري چوکاټ جوړ کړي چې د برېښنا رسولو باوري وړتیا ولري. همداراز له خصوصي سکټور سره د بازار پر بنسټ د کیفیت معیارونو منلو او لمریز برېښنا نظرونو ساتلو په برخه کې مرسته کوي څو پانګونې جذب کړي. په ورته وخت کې، ESIP د انرژۍ په دولتي او خصوصي سکټورونو او پوهنتونونو کې د کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې فعالیتونه ترسره کوي.