د نوې پروژې له پیلېدو سره سم په کابل کې د حفظ الصحې په ستراتېژۍ کې له ۲۲۱ میلیونه افغانیو څخه زیاته پانګونه وشوه

17.11.1398
کابل، ۱۷-۱۱-۱۳۹۸: پرون، په مالیې وزارت کې د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت (AUWSSC)، د آلمان KfW پراختیایي بانک او د آلماني شرکت، دورش انټرنیشنل (Dorsch International) په کابل کې د حفظ الصحې په اړه د مفکورې مطالعې لپاره یو قرارداد لاسلیک کړ. د دغه قرارداد د لاسلیکولو پرمهال د مالیې وزیر ښاغلي محمد همایون قیومي، د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت عمومي رئیس ښاغلی حمیدالله یلاني او د آلمان KfW پراختیایي بانک استازي ښاغلی سلیمان صالحي او ښاغلی رچرډ ایلرټ، او کابل ښاروال، والي محمد یعقوب حیدري او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) استازو په ګډون اړونده ادارو برخه اخیستلې وه. د افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې د نوموړې پروژې لپاره د مالي تمویل په توګه ۱۴۴.۳ میلونه افغانۍ (۱.۷ میلونه یورو) ورکوي او د افغانستان دولت هم په کې ۷۷ میلونه افغانۍ (۱ میلون امریکایي ډالر) ورکوي.

د دغو مراسمو پرمهال، ښاغلي همایون قیومي د آلمان هېواد له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، “زه په آند دا به په کابل ولایت کې یو له خورا مهمو پروژو څخه وي. د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل اوسېدونکو د حفظ الصحې ستونزې حل کړل شي. د مالیې وزارت په ګډون ټولې ادارې به د نوموړې پروژې د لا غوره پلي کېدنې لپاره سخت کار وکړي.”

د کابل ښار لپاره د حفظ الصحې د مفهوم مطالعې په نوم دغه نوې پروژه به د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت سره د بیا کارولو او د طوفاني اوبو ایستنې په ګډون په راتلونکي کې د کابل ښار د فاضله اوبو راټولولو، درملنې او ایسته اچونې لپاره د یوې طرحې او پراخې ستراتېژۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت عمومي رئیس ښاغلي یلاني وویل، “نن ورځ د کابل ښاریانو لپاره یوه ښه ورځ ده. له لسګونو کلونو راهیسې، موږ په یو نوي فصل پیل کوو او له ۴ میلیونو څخه زیاتو خلکو لپاره چې اوسمهال د حفظ الصحې د مناسب سیسټم له نشتوالي څخه کړېږي، د حفظ الصحې د مهمې موضوع په لټه کې یو.”

اوسمهال په ښار کې حفظ الصحه په داسې ټکنالوژۍ چې د ښار تنظیمولو لپاره په کافي اندازه نه دي؛ دودیزو وچو تشنابونو، د فاضله اوبو له څاګانو سره نښلول شوو فلش تشنابونو او له سپټیک څاګانو سره نښلول شوو فلش تشنابونو باندې تکیه کوي. فاضله اوبه د فاضله اوبو په داسې ټانکرونو سره راټولېږي چې له شخصي شرکتونو لخوا اداره کېږي. 

په کافي اندازه حفظ الصحه او پاکوالی د عامې روغتیا لپاره خورا اړین دي، ځکه چې دا د نسناستي او نورو ناروغیو خپرېدل راکموي او تر ځمکې لاندې د اوبو کیفیت څخه ساتنه کوي. خوندي، کافي او  برابر ې حفظ الصحې ته لاسرسی درنښت او وقار رامنځته کوي او د دوامدارې پراختیا موخو (SDGs) په ۶ موخې سره په ګوته کېږي.

نوموړې مطالعه/څېړنه به په ۱۴ میاشتو کې پلي شي او د ټولو ۲۲ ولسوالیو په ګډون د ستر کابل ښار ټوله ساحه په بر کې ونیسي. نوموړې مطالعه په ښار کې د فاضله اوبو مدیریت لپاره یو  داسې مفهوم چمتو کړي چې په کابل کې به د وګړو د ژوند کولو شرایطو ته وده ورکړي.

د آلمان KfW پراختیایي بانک د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د کابل ښار لپاره د حفظ الصحې مفهوم مطالعې پروژه پلي کړي. د نوموړې پروژې موخه د کابل ښار د فاضله اوبو د مدیریت لپاره یوه ستراتېژي رامنځته کول او پلي کول دي ترڅو کابل ښار وګړو ته کافي اندازه حفظ الصحه تضمین شي.