د نوې کیدونکې انرژي ورکشاپ - له شنه خوب څخه تر اقتصادي خوځوونکي

28.09.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ د میاشتې ۲۸ نیټه – پرون، د انرژۍ په برخه کې د خصوصي پانګوونې هڅولو ورکشاپ په کابل کې ترسره شو. د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۶۰ ګډونوالو د نوې کیدونکې انرژۍ لپاره د خصوصي تمویل او اوږدمهاله پانګوونې راجلبولو په ننګونو او فرصتونو خبرې اترې وکړې. په برخه اخیستونکو کې د انرژي او اوبو وزارت او نورو وزارتونو استازي او همدارنګه د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU)، د افغانستان د سوداګرۍ اتاق (ACCI) او د خصوصي سکتور استازي شامل وو. دا غونډه د افغانستان-المان د همکارۍ د انرژۍ د سکتور د ودې د پروګرام (ESIP) په ملاتړ ترسره شوه.

د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې د بورډ غړي خان تدبیر څرګنده کړه: "د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیه (AREU) یوه نوې مرحله تجربه کوي او د ودې د فرصتونو په لټه کې ده ترڅو دا اتحادیه د پایښت لور ته ولاړه شي او شته خنډونه له منځه یوړل شي. هغه زیاته کړه، "نن د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) او د هغې د غړو لپاره یو عالي چانس دی چې خپلې شبکې رامینځته کړي او خپله پوهه پیاوړې کړي."

د غونډې په ترڅ کې برخه اخیستونکو د انرژۍ د سکتور د اصلي ننګونو؛ لکه مالي اسانتیاوو ته د لاسرسی، د تعرفو د ټاکلو او د پانګوونې د فرصتونو په اړه بحث وکړ. وروسته بیا دوی د انرژۍ سکتور د راتلونکي پرمختګ د پلان کولو لپاره وړاندیزونه وکړل، چې د خصوصي سکتور او وزارتونو ترمینځ د همکارۍ او د ډیرې پانګونې د رامینځته کولو په اړه وړاندیزونه پکې شامل وو. د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) لخوا په بحث او وړاندې شوو موضوعاتو کې د دې اتحادیې فعالیتونه او خدمتونه او ددې ادارې له خوا د مشورې، دفاع او خبرو اترو له لارې د هغې د غړو د ملاتړ څرنګوالئ شامل وو.

ددې لپاره چې افغان دولت تر ۲۰۳۲ زیږدیز کال پورې ملي انرژی ته د لږترلږه ۵۰۰۰ میګاواټه نوې کیدونکې انرژی د وړاندې کولو موخه ترلاسه کړي، د وزارتونو او خصوصي سکتور تر منځ همکاري ډیره اړینه ده. نوې کیدونکې انرژي نه یوازې د دوامداره بریښنا سرچینه ده، بلکه دا د اقتصادي ودې لپاره هم ډیره اړینه ده. خصوصي پانګوونې دندې رامنځته کوي او فقر راکموي، پداسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت د پالیسیو او قوانینو په جوړولو د خصوصي سکتور برخه اخیستنې ته لاره هواروي.

د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې (AREU) د نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګه اچونې د هڅولو د څرنګوالي په هکله یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. دا څرګندوي چې د بریښنا د تنظیمولو د ملي ادارې (NERA) مطابق معیارونه او پالیسۍ څنګه رامینځته شي کوم چې د انرژۍ په سکتور کې سوداګریز سازمانونه تنظیم کړي. دا هوکړه لیک همداراز د انرژي او اوبو د وزارت او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) ترمنځ په شراکت باندې هم تمرکز کوي، د بیلګې په توګه د تعرفو د تنظیمولو او د جواز صادرولو په برخه کې. پدې کې د نوې کیدونکې انرژۍ فرصتونو او تاسیساتو ته د لاسرسي د ډیرولو لارې چارې شاملې دي، د مثال په توګه د پالیسۍ د پراختیا له لارې. په نهایت کې، دا د انرژي او اوبو د وزارت او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) ترمینځ د ظرفیت د ودې او د تجربو د شریکولو لپاره یو چوکاټ رامینځته کوي.

د دې غونډې موخه د نوې کیدونکې انرژۍ په سکتور کې د خصوصي سکتور د راګډولو په تړاو د فرصتونو او ننګونو په هکله خبرې اترې وې. دې غونډې له دولتي ادارو، د بیمې له شرکتونو، مالي بنسټونو او بسپنه ورکونکو سازمانونو سره د نوې کیدونکې انرژۍ د شرکتونو د نښلولو لپاره یو ښه چاپیریال رامنځته کړ. دا د نوې کیدونکې انرژۍ د پروژو لپاره د تخصص او پوهې شریکولو او همداشان مالي سرچینو ته لاسرسۍ اسانه کوي چې دا ټول به د دې صنعت په وده کې مرسته وکړي.

د افغانستان د انرژۍ د سکټور د ودې پروګرام (ESIP) د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب، دDeutsche Gesellschaft für internationale Zusammenarbeit(GIZ) GmbH  له خوا پلی کیږي. د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژۍ تولید او موثریت ته وده ورکول دي ترڅو اقتصاد وده وکړي او چاپیریال خوندي شي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان د انرژۍ د سکټور د ودې پروګرام (ESIP) په ملي او ولایتي کچه له کلیدي فعالینو سره نږدې همکاري کوي ترڅو یو نهادی چوکاټ رامینځته کړي چې د باور وړ انرژي چمتو کولو ته لاره هواره کړي. دا پروګرام همداشان د خصوصي سکتور ملاتړ کوي چې د فوتو والټیک او سولر حرارتي انرژی لپاره د پانګوونې راجلبولو په موخه د بازار په کچه د کیفیت معیارونه او د ساتنې نظریات پلي کړي. په ورته وخت کې، د افغانستان د انرژۍ د سکټور د ودې پروګرام (ESIP) د انرژۍ د عامه او خصوصي سکتور د کاکوونکو لپاره او په پوهنتونونو کې د ظرفیت لوړولو فعالیتونه پلي کوي.