د څارنې او ارزونې ملي پراختیایي پروژې: د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ اداره ګډو هڅو ته ادامه ورکوي

23.11.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې د میاشتې ۲۳مه نېټه - پرون ورځ، د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د ۲۰۲۰ زېږدیز کال لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. په دغه ناسته کې د اقتصاد وزارت د د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال وزیر ښاغلي اسماعیل رحیمي په ګډون د یاد وزارت استازو او د المان سفارت او د افغان-المان همکارۍ استازو ګډون کړی وو. له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا، د افغانستان د ملي پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې لپاره د اقتصاد وزارت ظرفیتونو لوړول د ګډو هڅو موخه ده. دا کار به د دې ډاډ رامنځته کړي چې دا هڅې به اغېزمنې، مؤثره، اړونده، دوامداره وي او د افغان ولس په ګټو باندې به یو رېښتینی اغېز ولري. د دې همکارۍ ټولټال بودیجه له ۹.۷ میلیونه افغانیو څخه زیاته ده.

ښاغلي اسماعیل رحیمي وویل، آنلاین سیستم له موږ سره مرسته کړې چې زموږ د کاغذ کار ډیجیټل او ویب میشته سیسټم ته انتقال شي. دا سیسټم یوه بریا ده او نورو اړوندو وزارتونو ته اجازه ورکوي چې د پراختیایی پروژو د پرمختګ او تاثیر په اړه معلوماتو ته لاسرسی ومومي. ددې سیسټم ډیټا اوس د وزیرانو شورا او اقتصادي عالي شورا لخوا د پریکړې کولو لپاره کارول کیږي.

د افغانستان اقتصاد وزارت د ملي پراختیایي پروژو د پرمختګ او پایلو د څارلو او تعقیبولو مسوؤلیت پر غاړه لري. ښاغلی اسماعیل رحیمي له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا له افغانستان سره د آلمان همکارې ادارې له ملاتړ او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال لپاره د هغو د پلان شوو هڅو ستاینه او مننه وکړه. دا هڅې په مرکزي او ولایتي کچه د پراختیایي پروژو لپاره د څارنې او ارزونې، او د څارنې او راپور ورکولو سیسمټونو د جوړولو او وده ورکولو په برخه کې د اقتصاد وزارت د ظرفیتونو له  لوړولو  او همدارنګه د ملي پروژو د اغېزناکه ارزونو له ترسره کولو څخه عبارت دي.

په کابل کې د آلمان سفارت د پراختیایي همکاریو مشرې میرمن بیټینا هورستمن وویل، ‘زه د اقتصاد وزارت او د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو د پروګرام (MEC) ترمنځ د همکارۍ له دې عالي کار څخه متاثره یم. د ملي پالیسیو په تړاو د راتلونکو پلانونو د جوړولو او همداشان د ژینیو د متقابل حساب ورکونې د چوکاټ او نورو چوکاټونو د شاخصونو په وړاندې زمونږ د پرمختګ د ګډې څارنې لپاره د پراختیايي پروژو د پرمختګ او تاثیر په اړه راپور ورکول مهم دي. جرمني ژمن دی چې د افغانستان له حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ’

د دې کال د همکارۍ مهم ټکي به د راپور ورکولو سیسټم نور پرمختګ وي، د مرکزي / ولایتي څارنې او راپور ورکولو سیسټم (CMRS / PMRS)، کوم چې افغان حکومت ته اجازه ورکوي چې د ملي پراختیایی پروژو پرمختګ په اغیزمنه توګه تعقیب کړي. دا پروژې به د راغلو بدلونونو د پیژندلو او له تیرو تجربو څخه د زده کړې په موخه و ارزول شي.

د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د (GIZ)  GmbH له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) او د آلمان د بهرنیو چارو د فدرال دفتر (AA) په استازیتوب پلئ کیږي. دا پروګرام له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د اقداماتو او پایلو په اړه معلومات راټولوي او څیړي او عامو خلکو او تصمیم نیونکو ته د جنډر له په پام کې نیولو سره د اړوندو معلوماتو په اساس خبر ورکوي. د دې کار موخه د افغانستان د اقتصاد وزارت د څارنې او ارزونې مهارتونو ته وده ورکول دي، ترڅو وکولای شي په خپلواکه توګه ملي پراختیایی پروژې مستند کړي، ویې ارزوي او په اړه یې راپور ورکړي. له ۲۰۱۳ زیږدیز کال راهیسې، د اقتصاد وزارت ۳۵۰ کارکوونکو د څارنې او ارزونې سیسټمونو په کورسونو کې ګډون کړی او ۱۴۰۰ افغان ژورنالیستانو له افغانستان سره د آلمان د همکاریو په مطبوعاتي غونډو کې برخه اخیستې ده.