د ښونځیو د ودانیو ترمیم

په کندز کې د ۱۷۰ ملکی کارکونکو لپاره روزنه
06.07.1396
پرون ورځ د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۱۷۰ ملکی کارکونکو د عامه ودانیو د ترمیم او عملی کولو دوه ورځنۍ روزنه بشپړه کړه،. د کندز ولایت د پوهنې ریاست له افغانستان سره د آلمان د همکاریو په مرسته نوموړې روزنه تنظیم کړې وه ترڅو په افغانستان کې د سیمه ایزې حکومتولۍ جوړښت ته وده ورکړی،

د سیمیزې وړتیا د پراختیایی ودې د پروګرام(RCD). ۱۲ کسه انجینرانو، له کندز ولایت- قلعه زال، علی آباد، خان آباد او امام صاحب له ولسوالیو څخه د ښونځیو د مدیریت ۱۵۸غړو، په دغه روزنه کې ګډون کړي وو. د روزنې مؤخه د عامه ودانیو د ساتلو او فعالولو لپاره د ګډون کونکو وړتیا اوچتول وو. د غونډې د پای په شېبو کې یو تن ګډونوال ښاغلی محمد یوسف عرفان وویل ” روزنه ډېره مرسته کونکی وه. دا موږ پدې توانوی چې د بیا رغونې کارونه وکړو او خپل ښونځي په راتلونکی کې په خپلواکه توګه ترمیم کړو.‟  

په روزنه کې وسایلوته پاملرنه وشوه لکه د ترمیم چک لیستونه، د ترمیم لار ښود او د پانګې پلان کول، عامه کارکونکو ته اجازه ورکوی چې د ودانیو نیمګړتیا وې په چټکۍ سره معلومې کړي، د ترمیم چارې یې په خپله ترسره کړی او د ترمیم لپاره یې پانګه پلان کړی. ځکه خو ګډون کونکی اوس پدې توانېږی چې خپله دنده لانوره هم مؤثره ترسره کړی. ټولو ګډونوالو سربېره په دې چې د راتلونکو کارونو لپاره قالبونه ترلاسه کړل ستاینلیکونه یې هم واخیستل.

یو بل روزل شوی ښاغلی جنت ګل ناصری، ټینګار وکړ ” په تېرو وختو کې به موږ ته د ښونځیو د ودانیو ترمیم یوه لویه ستونزه وه. نوموړې روزنې موږ ته خوار مهمې موضوع ګانې په ګوته کړې او ورسره یې موږته د عملی کار او ترمیم لارښود او چک لیستونه هم برابر کړل. اوس موږ په ښو وسایلو سمبال یو ترڅو خپلې ودانۍ په سمه توګه ترمیم کړو ددې لپاره موږ ډېره مننه کوو‟

له افغانستان سره د آلمان  د همکاریو د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام چې د آلمان د فدرالی هېواد د دقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ) یې پانګونه کوی او د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH یې پلی کوی د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام په ولایتنو او ولسوالیو کې د پراختیا پروګرامونو د لمړيتوبونو په هکله  د خپلو شریکانو ملاتړ کوی، کوم چې په ورته وخت کې ملکی کارکونکو ته د نورو پراخه کړنو ترڅنګ روزنې او لارښونې برابروی د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام. له دغه ډول پراخه کړنو سره سره، نوموړي پروګرام په پراختیایی بهیر کې د افغان مالکیت له ډېرولو سره مرسته کوی، د دولتی ادارو پراختیا، شفافیت او ټول شمولیت ته وده ورکوی.