د ښځو نړیواله ورځ: د ښځو د تجلیل او د هغو د حقونو د ترویج ورځ

17.12.1397
مزارشریف، بلخ، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۸مه ورځ – په روانې اونۍ کې د ښځو د چارو ریاستونه او د افغان-آلمان د همکارۍ اداره د مارچ د ۸مې نیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یو بل په نږدې همکارۍ سره راز راز کړنې ترسره کوي لکه د جشنونو جوړول، د تیاتر د پروګرامونو پرمخ بیول او د ښځو د حقونو په اړه د معلوماتو د ورکولو او د حقوقي سندونو لکه تذکره او داسې نورو د ارزښت په باب د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د معلوماتي پاڼو ویشل. تمه ده چې په ټولیزه توګه د ۳۰۰۰ تنو نه زیات لیدونکي د بلخ، بغلان، جوزجان، سرپل، کندز او بدخشان ولایاتو په غونډو کې ګډون وکړي. همدارنګه همدا اوس د ښځو لپاره د حقوقي مرستې د ټیلیفون یوه کرښه جوړه شوې ده چې هغو ته په وړیا توګه حقوقي سلامشوره ورکوي.

په بدخشان کې د نوموړو جشنونو یوه لیدونکي داسې څرګنده کړه: «د خوښۍ په څیرو سره د ښځو او نارینه وو دا ډول ګډې غونډې مونږ ته د یوه خوشحاله او سوله ایز ژوند الهام رابښي. مونږ د تیرو ۱۸ کلونو په موده کې په زیاتو لاسته راوړنو بریالي شوي یو. زه له هغو کسانو څخه چې دا ډول غونډه یې د ښځو او د هغو د حقونو په ملاتړ جوړه کړې او مرسته يې کړیده مننه کوم.» په بدخشان کې یوه بل لیدونکي داسې زیاته کړه: «په دې ورځ زه د افغانستان او ټولې نړۍ ښځو ته مبارکي وایم.»

د مارچ د میاشتې ۸مه نیټه، د ښځو نړیواله ورځ، د ښځو د حقونو او عدالت د ودې او ترویج لپاره او همداراز د هغو ننګوونو په باب د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړلو لپاره یو فرصت دی چې ښځې ورسره هره ورځ لاس او ګریوان دي. دا ورځ همدارنګه په ټولنه کې د ښځو د معنالرونکي شتون د ژمنې د نوي کولو یو فرصت دئ. دښځو فعالینو او د محلي حکومت چارواکو له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړه تر څو چې د ښځو حقونو ترویج کړي او په غونډو کې د اړونده موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړي. هغو همدارنګه د افغانستان په دولتي نهاودونو کې د ښځو د مفهوم لرونکي شتون څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دې مناسبت ته په پام سره، د ښځو دپاره د حقوقي مرستې د ټیلیفون یوه نوې کرښه چې د بلخ، بغلان، جوزجان، کندز، تخار او بدخشان د پوهنتونونو د حقوقي کلینیکونو له خوا برابره شوې ده، سر له نن ورځې د هغو په چوپړ کې ده. ښځې کولای شي د حقوقې مرستې د لاسته راوړلو په موخه د دې کرښې شمیره په وړیا توګه ډایل کړي. مسلکي مدافع وکیلان د شنبې څخه تر چارشنبې پورې د سهار د ۸:۰۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۰۰ بجو پورې او د پنجشنبې په ورځو د سهار د ۸:۰۰ بجو څخه بیا د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې په لاندې شمیرو کې د لاسرسۍ وړ دي:

د بلخ پوهنتون     : ۰۷۲۹۹۱۹۷۴۷                                       د جوزجان پوهنتون : ۰۷۲۹۹۱۹۷۵۷

د بغلان پوهنتون  : ۰۷۲۹۹۱۹۷۶۱                                       د تخار پوهنتون      : ۰۷۲۹۹۱۹۷۴۶

د کندز پوهنتون   : ۰۷۲۹۹۱۹۷۲۸                                       د بدخشان پوهنتون : ۰۷۲۹۹۱۹۷۵۰

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، د یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د ۸۰٬۰۰۰ نه زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. په همدې مهال، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته د ۳۰٬۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د حقوقي موضوعګانو په باب  د ۱۵۰ نه زیات کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر هڅولو او عدالت او همدارنګه د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ پر ټینګښت باندې ټینګار کوي.