د ښځو پیاوړتیا: د افغانستان د ښځو چارو وزارت له خپل انډونیزیایي همکارانو سره وکتل

11.05.1398
یوګیاکارتا، انډونیزیا، ۱۱-۰۵-۱۳۹۸، هغه پنځه ورځنی ورکشاپ چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت (MoWA) او انډونیزیا هېواد د ښځو پیاوړتیا او ماشومانو خوندیتوب وزارت (MoWECP) غړي یې سره راټول کړي ول، نن پای ته ورسېد. دا د هغه درې (۳) ورکشاپونو له لړۍ څخه یوه ورکشاپ و چې د دواړه وزارتونو ترمنځ همکاري پیاوړی کوي. دغه دواړو سیالانو د انډونیزیا په هېواد کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا پر بریالي اصولو باندې بحث وکړل. د ۱۳۹۷ کال راهیسې، د افغان او انډونیزیایي وزارتونو ترمنځ له دغه همکاری سره د افغان جرمن همکارۍ د آزادې پالیسۍ مشورتي صندوق مرسته کوي.

د ښځو چارو وزارت د اداري پراختیا او د حقوقي چارو د ازمایښت رئیسې، مېرمن ګلرخ بدخشي، د افغان پلاوي مشري کوله او داسې یې وویل، " دغه ورکشاپ او پروژه په ټوله کې ډېره په زړه پورې او له ښه پایلو څخه ډکه وه. هیله مند یو چې افغانستان به له انډونیزیا څخه ښه زده کړې وکړي او دغه پوهه به د افغانستان د ښځو اقتصادي پياوړتیا لپاره په ګټوره توګه انتقال کړي."

د انډونیزیا د ښځو پیاوړتیا او ماشومانو خوندیتوب وزارت معین او یوګیاکارتا ولایت د مرستیال والي مرستیال دغه ورکشاپ په انډونیزیا کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په اړه له وینا کولو سره په رسمي ډول پرانیستلو. نوموړو دواړو چارواکو له خپل افغاني همکارانو سره د لا زیاتو معلوماتو پر شریکولو باندې ژمنه وکړه. 

انډونیزیا د اقتصاد په برخه کې د ښځو یووالي لپاره د پام وړ او بریالي هڅې، په ځانګړي توګه د کوچني صنعتونو لپاره د ازمایښتي پروژو له لارې، کړي دي. د افغانستان په اقتصاد کې ښ‍ځې هم ډېر استعداد یا پوتانسیال لري، هغه استعداد چې تر دې دمه پورې له کافي اندازې سره کارول شوی نه دی. نو انډونیزیا ځکه په داغه برخه کې د افغانستان لپاره یوه مهمه سرچینه او د زده کړې لپاره ښه همکار دی.

د دغه ورکشاپ ګډونوالو داسې بېلګو باندې بحثونه وکړل چې له اسانۍ سره په افغانستان کې عملي کېدلای شي. د انډونیزیا هېواد یوګیاکارتا او ونوسوبو ولایتونو په ساحوي سفرونو کې له ښځینه سوداګرو او هغه ښځو سره وکتل څوک چې خپل کوچني کاروبارونه لري. په دغه ورکشاپ کې پرېزنټیشنونه، د مدني ټولنې ادارو سره په ګروپونو کې کار کول چې د ښځو په کورني صنعتونو سره تړلي وو، د پوښتو او ځوابونو برخه او نور تمرینونه شامل وو. د افغانستان د ښځو چارو وزارت به ترلاسه کړي پوهې په وزارت کې د ښځو پیاوړتیا په اړه بحثولو لپاره وکاروي. پایلې به یې د دوی انډونیزیایی همکارانو ته منعکس شي.

د همکارۍ اسانتیا لپاره ، د ښځو چارو وزارت استازو له نور سویلي هېوادونو سره په بریالیتوب سره همکاري کول زده کړل، له ورته پروسو څخه د ګټه اخیستونکي په توګه د افغانستان لپاره داسې وړاندیز کېږي چې څنګه ترلاسه شوي پوهه خپل هېواد ته انتقالولای شي.

د آزادې پالیسۍ مشورتي صندوق (OPAF) د آلمان نړیواله ټولنه (GIZ) د آلمان اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب تطبیقوي. له ۱۳۸۸ کال راهیسې، دغه پروژه د افغانستان په ادارو کې د متخصصینو په ګمارلو او خپل کارکوونکو ظرفیت لوړولو لپاره روزنو سره مالي مرسته کوي او د ښه حکومتولۍ له معیارونو سره سم اصلاحاتو پلي کولو ته زمنیه برابروي. غوښتنو ته ځواب ورکولو لپاره انعطاف منل او چټک غبرګون ښودل د آزادې پالیسۍ مشورتي صندوق (OPAF) کړنلارې بنسټ دی. د نورو فعالیتونو ترڅنګ، دغه پروژې له ۲۰۰ څخه ډېرو پرېکړه کوونکو لپاره مسلکي او دندې اړونده ځانګړې روزنې ورکړي دي چې له ۱۳۹۳ کال راهیسې په دولتي ادارو کې کار کوي.