د کانونو د سکتور لپاره عملیاتی پلان: په ۲۰۲۲ کال کې د راتلونکي نړیوال اعتبار په لور

27.11.1399
د دریو کلونو لپاره، د کان ایستنې د صنایعو د روڼتیا د نوښت (EITI) په اداره کې د افغانستان غړیتوب د دریو کالو لپاره وځنډول شو. د نفتو، ګازو او کانی سرچینو په برخه کې د هیواد حکومتولی د نورې نړۍ په پرتله د کانونو د صنعتونو اړوند معیارونو په پوره کولو کې پاتې راغلی وه. په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې حالت بدلون وموند.

افغانستان د معیارونو د رعایتولو او د روڼتیا د ټینګښت په برخه کې د پام وړ پرمختګ وروسته، په بریالیتوب سره یوځل بیا د خپل غړیتوب باور تر لاسه کړ.

د فبرورۍ د میاشتې په نهمه او لسمه نېټه ، د افغانستان، د کان ایستنې د صنایعو د روڼتیا د نوښتادارې(AEITI) په ملاتړ د راتلونکي په لور ګام پورته کوي.  نوموړې ادارې یو عملیاتي پلان چمتو کړی ترڅو په دې  ډاډه شی  چې په ۲۰۲۲ کال یې کې په بریالیتوب سره بیا غړیتوب تر کړی.

د کانونو او پطرولیم وزارت معین ښاغلی عتیق ذکی وویل " د افغانستان د حوکومت لپاره د د افغانستان، د کان ایستنې د صنایعو د روڼتیا د نوښت د ادارې EITI معیارونه لمړیتوبونه دی. موږ له ټولو سیالانو څخه يې د شونتیا په اړه د مرستې تمه لرږ 

«د کان ایستنې په سکتور کې  ښې حکومتولۍ ته د  ودې  ورکولو په برخه کې "د افغانستان سره د آلمان  همکاریو » ۲۵ کسانو ښځو او نارینه وو ته په هرات ولیات کې د پلان جوړونې یو دوه ورځنی سیمیناردایر کړ. پدې سیمینار کې د پارلمان غړو، د کانونو او پطرولیم وزارت، د مالیې وزارت، «د افغانستان د کان ایستنې د صنایعو د روڼتیا  نوښت» ادارې،  د مدني ټولنې سازمانونو، د عوایدو د ودې بنسټ (RDF) او نړیوال بانک استازو، ګډون درلود.

ګډونوالو په ګډه «د کان ایستنې د صنایعو د روروڼتیا نوښت» ادارې د اعتبار ترلاسه کولو پروسې  اړونده بدلونونو، «د افغانستان د کان ایستنې د صنایعو د روڼتیا نوښت» ادارې د ۲۰۱۹/۲۰۲۰ کلونو کاري پلانونو، د پرمختګ مخکینیو راپورونو او د جامع کاري پلان لپاره «د کان ایستنې د صنایعو د روڼتیا نوښت» ادارې اړتیاو، بیا کتنه او بررسي وکړه.

دغه عملیاتي پلان په ۲۰۲۲ کال کې دغړیتوب د لاسته راوړلو لپاره په ۲۰۲۱ کال کې اړینې لارښونې او مرحلې وړاندې کوي.

«په افغانستان کې د کان ایستنې په سکتور کې  ښې حکومتولۍ ته د ودې ورکولو پروګرام» په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره دغه ويب پاڼې ته مراجعه وکړئ:

https://bit.ly/2ZiIvjv

«د افغانستان د کان ایستنې د صنایعو د روڼتا نوښت» د ادارې په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره دغه ويب پاڼې ته مراجعه وکړئ:

 https://momp.gov.af/index.php/ps/node/552