د کان کیندنې په سکټور کې د روڼوالي پیاوړي کول: د کانونو او پیټرولیم وزارت کارکونکو لپاره روزنه

04.06.1399
نن د کانونو او پیټرولیم وزارت (MoMP) د کارکونکو لپاره د درې پړاوه لرونکي مدیریتي روزنیز پروګرام لومړی پړاو پاې ته ورسید. د نارینه او مېرمنو په ګډون څلوېښتو کارکونو د کانونو او پیټرولیم په وزارت کې د دغه پروګرام په یو میاشتني پړاو کې ګډون وکړ. د فراغت د مدیریت روزنه (GMT-3) یو روزنیز پروګرام دی چې د افغانستان د دنیا پوهنتون (DUA) لخوا پلي کیږي چې موخه یې د کان کیندنې په ټکې د کارکونکو ترمنځ د اغېزمنتیا او روڼتوب د کچې لوړول دي. په افغانستان کې د کان ایستنې په سکټور کې د ښې څارنې د پياوړتیا لپاره له افغانستان سره د آلمان همکارۍ پروژې د دغه روزنیز پروګرام ملاتړ کړی.

محمد شفیق زماني، د کانونو او پېټرولیم وزارت د بشري سرچینو د ډیپارټمنټ د روزنې او پراختیا د څانګې مشر وویل، " GMT-3 پروګرام د کانونو او پیټرولیم وزارت لپاره یو ځانګړې فرصت ده ځکه چې ډیري هغه کارکونکي چې دلته کار کوي تخنیکي مهارتونه لري او معمولاً مدیریتي مهارتونه نه لري."    

د GMT-3 پروګرام شپږ روزنیز کورسونه تر پوښښ لاندې راولي. زده کونکي به د پروپوزل لیکلو څرنګوالی، د عایداتو د مدیریت کولو څرنګوالی او د تخنیکي راپورونو د لیکلو څرنګوالی زده کړي. د دې سربېره، هغوئ به د مالي مدیریت، کره څارنې او ارزونې او د بشري سرچینو د مدیریت په اړه زده کړه ترلاسه کړي. دغه پروګرام په ځانګړې توګه د نویو کارکونکو او تخنیکي کارمندانو د اړتیا د پوره کولو لپاره چې له دغو مضامینو سره ډېر بلد نه وي، چمتو شوی دی. دغه مهارتونه به کارکونکيپه دې قادر کړي چې خپل کار په لا ډېره اغېزناکه او مؤثره توګه ترسره او د کانونو او پیټرولیم په وزارت کې روڼوالی ډاډمن کړي.

آغلې فهیمې حسن زاده، یوه هایډروجیولوجسټه چې په دغه روزنیز پروګرام کې یې ګډون درلود وویل،" د دغې روزنې محتویات د کارکونکو له اړتیاو سره برابر او په دفتر کې زموږ له ورځني کار سره اړه لري. موږ ډېر لېوال یو چې خپلو زده شوو لوستونو ته عملي بڼه ورکړو."

هر پړاو د کانونو او پیټرولیم له وزارت سره په نژدې همغږۍ کې پراختیا مومي. پړاوونه یوه میاشت وخت نیسي چې یو مدیریتي کورس او یو اداري روزنیز کورس په کې شامل دی. په لومړي پړاو کې، کارکونکو په لیکچرونو، ګروپي کار، دندو او لوبو کې ګډون وکړ ترڅو څارنه او ارزونه او پروپوزل لیکل زده کړي.

د روزنیز پروګرام راتلونکي دوه پړاوونه به د روان کال د تلې او لړم په میاشتو کې ترسره شي. ۸۰ نور کارکونکي به په کې ونډه واخلي.

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ په تېرو کلونو کې ورته روزنیز پروګرامونه په بریالیتوب سره سرته رسولي دي. د مېرمنو په ګډون په ټولټال ډول سره د کانونو او پیټرولیم وزارت شاوخوا ۳۴۰ کارکونکو پدغه روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ.

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکټور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي. د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  دا پروګرام د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د دغه پروګرام موخه، د کان کیندنې په صنعت کې روڼتیا باوري کول او څارل دي څو د حکومت عوایدو په کنټرولو کې مرسته وکړي، پانګونې ته وده ورکول او له اداري فساد سره مبارزه کول دي. دغه پروژه د کانونو او پټرلیم له وزارت سره د معلوماتو شفافه مدیریت، د نړیوال معیارونو سره سمونوالي په اړه په برخه کې همکاري کوي او سلا او مشورې ورکوي. همداراز د هغوی عملي تجربه پیاوړی کوي، په داسې حال کې چې د کان کیندنې په سکټور کې د ښځو ونډه پیاوړی کوي/زیاتوي. دغه پروژه د استخراجي صنایعو د روڼتیا په نوښت کې د بیاځلي اعتبار ترلاسه کولو (EITI) لپاره له افغانستان سره مرسته کوي کوم چې د معلوماتو روڼتیا او اداري فساد پر وړاندې اقداماتو ته اړتیا لری. د ۱۳۹۲ کال راهیسې، سه د پاسه ۷۰۰ کسانو ته مسلکي او د دندې اړونده روزنه ورکړل شوې ده.