د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د نجونو د نوي ښوونځي ګټه ۲۴۰ زده کوونکو ته رسېږي

28.10.1397
د مرغومی د میاشتې ۲۸ نېټه، د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي، پرون د کندز ولایت معارف ریاست ته د افغان جرمن همکارۍ د نجونو یو نوی جوړ شوی ښوونځی وسپاره. نوموړی ښوونځی ۸ ټولګي لري او د امام صاحب ولسوالۍ په اورتابولقي کلي کې موقعیت لري. له ۲۴۰ څخه زیات نجونې چې د ۱۱ کلیو څخه ښوونځي ته ځي، له دغه ښوونځي څخه به ګټه اخلي. دغه نوی ښوونځی به کورنۍ وهڅوي څو خپلې نجونې ښوونځي ته واستوي، ځکه چې دغه ښوونځی نږدې دی او په اسانه سره ورته لاسرسی کېږي. دغه ښوونځی په د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن د ثبات پروګرام (SPNA) د ۱۹.۶ میلونه افغانیو په لګښت جوړ کړی.

د کندز ولایت د معارف رئیس محترم نجیب ثاقب وویل، (موږ د دغه پروژې په بریالیتوب سره تطبیق باندې په رښتیا هم خوښ یو چې په پایله کې په امام صاحب ولسوالۍ کې د نجونو د دغه ښه ښوونځي څښتنان یو). هغه زیاته کړه، (موږ په خپل ولایت کې د SPNA فعالیتونو ستاینه کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې د معارف پیاوړتیا لپاره د لا زیاتو پروژو شاهدان اوسو).

پخوا، په دغه سیمه کې د نجونو ښوونځی موجود نه و. زده کوونکي مجبور ول څو ستونزمن او اوږدې لارې سره مبارزه وکړي چې ښوونځي ته لاړې شي او په خېمو کې زده کړې وکړي. د دې لپاره چې دغه حالت ته بدلون ورکړي، نو د امام صاحب ولسوالۍ پراختیایي شورا او معارف ریاست د دغه ښوونځي د جوړولو ابتکار په ۲۰۱۶ کال کې وکړل. له ۲۴۰ څخه زیات زده کوونکي به له کافي زده کړیز چاپېریال څخه ګټه پورته کړي کوم چې د اقلیمي حالاتو لکه زیات باران څخه زده کوونکي وژغوري.

د امام صاحب ولسوال ښاغلي محبوب الله سعیدي پر دې خبرې ټینګار وکړ، (موږ په رښتیا هم منندوی یو چې دغه راز پروژې په داسې طریقې سره تطبیقېږي چې محلي ټولنې او حکومت پکې ښکېلېږي). د ښې حکومتولۍ ملاتړ لپاره لپاره په رښتیا هم دا یو مهم کار دی او هیله لرو چې په راتلونکي کې هم دا ډول پروژې دوام وکړي.

د بشپړ تجهیز شوي ټولګیو سر بېره، د اوتابولقي د نجونو ښوونځی یو لابراتوار، د کمپیوټر خونه، څلور اداري خونې، یوه تحویلخانه او د معلوماتو یوه خونه لري. همداراز په دغه تعمیر کې یو تشناب هم موجود دی. پر دې سربېره، دغه ښوونځی ۳۲۰ متره اوږود دیوال لري څو یو خوندي زده کړیز چاپېریال باوري کړي. په تجهیزاتو کې څوکۍ، مېزونه، کمپیوټرونه او کوچونه شامل دي. د دغه ښوونځي په ودانۍ کې ۴۰ متره د څښاک اوبو څاه او یو بیت الخلا د دغه ښوونځي په ودانۍ کې موجوده ده.

د دغه ښوونځي د رغنیزو چارو سربېره، (SPNA) یوه درې ورځنۍ د فعالیت او حفظ او مراقبت روزنه د دغه ښوونځي د حفظ او مراقبت کمېټۍ لپاره جوړه کړه او اړونده وسایل یې ورته تمویل کړ. په راتلونکي کې، د کندز ولایت د معارف ریاست، د دغه ښوونځي اداره او محلي شورا د دغه تعلیمي امکاناتو د فعالیت او حفظ او مراقبت مسؤلیت پر غاړه لري.

د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د آلمان فډرالي حکومت د باندنیو چارو وزارت دفتر (AA) په استازیتوب د آلمان KfW  پراختیایي بانک تطبیقوي. . د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې د سیمه ییز حکومت جوړښتونه پیاوړي کول او د کلیوال نفوس د ژوند کولو شرایط ښه کول دي. په دې ډول، دغه پروګرام له بېلابېل زېربنایي فعالیتونو او ظرفیت لوړولو څخه ملاتړ کوي. تر اوسه پورې، د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د بدخشان، کندز، تخار او بغلان څه د پاسه ۵۰ ولسوالیو کې شا او خوا ۴۰۰ پروژې لري چې په هغه کې جوړونه، څه د پاسه ۲۸۰ ښوونځیو او نورو تعلیمي امکاناتو/اسانتیاو بیا رغوونه یا پراختیا، ۳۹ سرکونه، پلونه او د اوبو لګونې ۱۶ کانالونه شامل دي. په ورته وخت کې، د پروژې انتخابولو او ورڅخه نظارت کولو په برخه کې د پراختیايي شورا نږدې ۱۸۰۰۰ غړي روزلي دي. د دغه پروګرام ټولټال بودیجه له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۹ پورې له ۷ میلیارده افغانیو څخه زیاته ده.