د ۲۴،۰۰۰ وګړو د ګټې اخستنې لپاره د سېلابونو پر وړاندې د ساتونکي دېوال د ودانولو چارې په بلخ کې پېل شوې

07.07.1399
مزار شریف، بلخ، د ۱۳۹۹ کال د تلې ۷مه – پرون د بلخ والي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال وزیر د ولایتي حکومت له چارواکو او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ له استازو سره یو ځای د شولګرې په ولسوالۍ کې د بلخ سیند په اوږدو کې د سېلابونو پر وړاندې د ساتونکي ۱.۵ کیلومتره دیوال د ودانولو د بنسټ ډبره کېښوده. پدغه غونډه کې له بېلابېلو ځایي ارګانونو څخه شاوخوا ۴۴ ګډون کونکو او همداراز سیمه اییزو مشرانو ونډه واخسته چې په مزار شریف کې د والي په دفتر کې ولمانځل شوه. د پنځو کلیو له ۲۴،۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي به د سېلابونو پر وړاندې له اصلاح شوي ساتونکي دېوال څخه په مستقیم ډول سره ګټه پورته کړي. له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) دغه پروژه د شاوخوا ۱۱۸ میلیونه افغانېو په ټولټال لګښت سره له مالي پلوه تمویلوي. د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست (DRRD) د RIDF په تخنیکي ملاتړ سره د ودانیزو کارونو څارنه کوي.
Construction of Flood Protection Wall in Balkh Kicks Off

د بلخ والي ښاغلي محمد اسحاق رهګذر د پایښت لرونکو او ګټورو پروژو د پلي کوله لپاره له افغانستان سره د آلمان له همکارۍ څخه مننه  وکړه. هغه له قراردادي سره د همکارۍ کولو په اړتیا او د کیفیت د ډاډمنولو په موخه د پروژې د پلي کولو په څارنې ټینګار وکړ او وویل، « د سیمې خلک باید د خپلې پروژې عملیاتو او ساتنې او څارنې ته پاملرنه وکړي.»

اوسمهال، د سرای منګ، عبدالرحیمزی بالا، عبدالرحیمزی پایان، باغ پلوان او بورګي کلي چې د شولګرې په ولسوالۍ کې د یوې درې په اوږدو کې پراته دي د سختو سېلابونو له خطر سره مخ دي چې کرنیزو ځمکو، باغونو او کورونو ته د سختو زیانونو د اوړېدو لامل ګرځي. په سیمه اییزه کچه د سېلابونو پر وړاندې جوړ شوي ساتونکی دېوال چې تر دې دمه پر ځای ولاړ وو، پدې وروستېو سېلابونو کې ویجاړ شو. سېلابونو پر وړاندې نوی ساتونکی دېوال به له کلک بند، د ګبیون پوښ او ګبیون سپرونو سره جوړ شي. دا به له راتلونکې تخریب او سېلابونو څخه استوګنځنیز کورونه، عامه ودانۍ او سوداګریزې ساحې لکه ښوونځي، کوچني مارکېټونه، پلورنځایونه، روغتیايي کلینیکونه او کرنیزې ځمکې وژغوري.

دغه پروژه به په سیمه کې ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، د ځايي وګړو د ژوند کولو شراېط به اصلاح او کاري فرصتونه به رامنځته کړي. ودانیز کارونه به ۱۲ میاشتې وخت ونیسي. دغه پروژه به د DRRD او RIDF لخوا وڅارل شي ترڅو د ودانیزو چارو کیفیت تضمین کړي.

ښاغلي معراج الدین شمس، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت اداري او مالي مرستیال وویل، « داخلي ودانیزو شرکتونو ته د پروژو ورکول یو ښه نظر دی. هغوئ اړتیا لري ترڅو د پروژو لپاره غوښتنلیکونه تسلیم کړي او سیالي کونکي اوسي، ځکه چې موږ د تدارکاتو له قوانینو څخه سترګې نشو پټولی.»

د پروژې د تشخیص او پروپوزل له پړاو راهیسې، RIDF هغو اینجینرانو او مدیرانو لپاره چې له DRRD سره کار کوي د دندې پرمهال روزنې، ښوونیزې او روزنیزې جلسې او ورکشاپونه دایر کړیدي. د دغو فعالیتونو موخه په راتلونکې کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو د تشخیص، مدیریت، پلي کولو او ملاتړ کولو لپاره د اړونده ریاست د ظرفیتونو لوړول دي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 98 کیلومترو کانالونه او 15 د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.