ریاضي څنګه تدریس کړو؟ د لومړنیو ښوونځیو د ۸٬۰۰۰ تنو راتلونکو ښوونکو دپاره سمون ورکړل شوې روزنه

12.02.1398
د هرات ښار، هرات، د ۲۰۱۹ کال د مې د میاشتې دویمه نیټه – پرون د ښوونکو د روزنې یو پنځه ورځنیز ورکشاپ د هرات په ښار کې پایته ورسید. په دغه ورکشاپ کې د ۴ تنو ښځو په شمول د ۷ دارالمعلمینونو څخه ۱۴ تنو ښوونکو ګډون کړی وو. د ښوونکي د روزنې د ریاست څلورو تنو لوړو ښوونکو د لومړنیو زده کړو نوئ ډیپلوم چې د تدوین په حال کې دی ګډون کوونکو ښوونکو ته ور وپيژانده. په ورکشاپ کې په تیره بیا د ریاضي مضمون ته پام اړول شوی وو. د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د دغه ورکشاپ څخه ملاتړ وکړ.

د ښوونکي د روزنې ریاست د بیپا د پروګرام سره یوځای د لومړنیو زده کړو ډیپلوم تدوین کړ چې په پام کې ده چې د ښوونکو د روزنې په درسي نصاب کې شامل شي. د لومړنیو زده کړو ډیپلوم د ټیټو ټولګیو د ښوونکو لپاره یوازینۍ ځانګړۍ پروګرام ګڼل کیږي چې د هغه په ترڅ کې زده کوونکي ښوونکي د لومړي ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې د زده کوونکو د تدریس لپاره اړین مهارتونه او ظرفیتونه په لاس راوړي. دا کار په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د عمر سره متناسب تدریس تامینوي.

د دارالمعلمین ښوونکي ښاغلي رفعت کاکړ داسې څرګنده کړه: «په افغانستان کې د ښوونکي د روزنې لپاره د لومړنیو زده کړو ډیپلوم خورا مهم دی. اوس مهال، په لومړنیو ښوونځیو کې زیات شمیر ښوونکي شتون لري چې د لومړنیو ټولګیو ماشومانو ته د تدریس ځانګړې روزنه یې نده ترلاسه کړې. په دې ورکشاپ کې، د دارالمعلمینونو ښوونکو تنکیو زده کوونکو ته د ریاضیاتو د اغیزمن تدریس په اړه نوي اسلوبونه زده کړل. نوې مفکورې لکه د ریاضياتو په تدریس کې د تنوع مدیریت، د پیژندنې فعاله کولو، جوړښتیز پریزنټیشن او د کشف زده کړه معرفي شوې.»

د ښوونکي د روزنې د ریاست لوړو ښوونکو د دارالمعلمینونو ښوونکو ته د لومړنیو ښوونځیو (یعنې د لومړي نه تر شپږم ټولګي پورې) زده کوونکو ته د ریاضي د اغیزمن تدریس اسلوب ور وپیژندل. د ورکشاپ ګډونوالو د لومړنۍ ریاضي په باب مهمې مفکورې زده کړې او په دې پوه شول چې څنګه ریاضي د کوچنیانو د ورځنیز ژوند سره تړون ورکړي او له کو مو لارو څخه د کوچنیانو د ریاضي تفکر وهڅوي.

د سمنګانو د دارالمعلمین یو ښوونکي ښاغلي جان محمد قاسمی داسې زیاته کړه: «مونږ زده کړل چې څه ډول لوستونه منځته راوړو چې شاګردمحوره وي او څنګه کوچنیان په هغو کې په فعاله توګه شامل او ښکیل کړو.»

د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو خپله نوې پوهه یو بل ته د ریاضي د تدریس له لارې وکاروله. وروسته بیا لوړو ښوونکو په دې باب خپلې نظریې وړاندې کړې چې هغوی دا نوئ اسلوب په دارالمعلمینونو کې څنګه په ډیره ښه توګه وکاروي. د لومړنیو ښوونځیو شاوخوا ۸۰۰۰ تنه ښوونکي به چې ۶۰۰۰ تنه یې ښځې دي، د دغه سمون ورکړل شوې روزنې څخه ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراخیتا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصابونو د تدورین په ډګر کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو کیفیت ته سمون ورکول دي. د ۲۰۰۸ کال راهیسې، بیپا د ۲۳۰۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره روزنه برابره کړې ده. برسیره پردې، د دې پروګرام په مرسته ۲۲ دارالمعلمینونو د راتلونکو ښوونکو دپاره د کارپیژندنې حتمي دورې په خپلو پروګرامونو کې ترویج کړي دي. په پایله کې، د افغانستان په شمال کې اوس شاوخوا ۱۵۸۰۰ تنه د پوهنتونونو او ۸۸۳۰۰ تنه د ښوونځیو زده کوونکي د سمون ورکړل شوي ښوونې او روزنې څخه ګټه پورته کوي. هغوی اوس د روزنې یو تخصصي، د عمر سره سم او شاګرد محوره سیستم ته لاسرسۍ لري.