سمنګان کې د ۲۲،۰۰۰ اوسېدونکو ګټې اخستنې لپاره بیارغاول شوې سړک

23.05.1399
نن د سمنګان ولایت چارواکو او له افغانستان سره د آلمان همکارۍ استازو ۳.۸ کیلومټره بیارغول شوی سړک پرانیست. دغه قیر سړک د ایبک ښار له دره ژوندون کلي او د مزار شریف کابل له لویې لارې سره نښلوي. له ۲۲،۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي به له دغې اصلاح شوې زیربناء څخه ګټه پورته کړي. د سړکونو د عملیاتو او ساتنې او څارنې د ولایتي ریاست (ROMD، چې پخوا د ټولګټو د ریاست په نوم یادیده) پرسونل د بیارغونې د کارونو څارنه وکړه. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا‌ء د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د شاوخوا ۹۴ میلیونه افغانېو په ټولټال لګښت سره د سړک د بیارغولو چارې له مالي پلوه ملاتړ کړې.

د سمنګان والي، ښاغلي محمد داوود کلکاني وویل، "ددې مهم سړک په پرانیستو ډیر ویاړم. موږ له افغانستان سره د آلمان همکاری د کړنو په کلکه ملاتړ کوو. موږ تمه لرو چې د ایبک ښار نورې سیمې به هم له دې پروګرام څخه برخمن شي، له دې سره به نوی ښار په سیمه کې د اوسیدونکو لپاره مناسب ځای وي."

دغه نوی قیر شوی سړک د ایبک او خورم و سرباغ او روی دو آب ولسوالېو او همداراز د مزار شریف، شمال ختیځ ولایتونو او کابل ترمنځ آسانه تګ راتګ ته لاره هواروي. اوسېدونکي اوس ښوونځېو، ځايي کرنیزو مارکیټونو، روغتیايي مرکزونو او نژدې ولسوالېو او ولایتونو ته له ښه لاسرسي لرلو څخه چې اقتصادي وده هڅوی او د ځايي اوسېدونکو د ژوند عمومي شراېط اصلاح کوي، ګټه پورته کوی.

ښارونو او د دندې بازارونو ته د آسانه لاسرسي له امله به دغه بیارغول شوی سړک په راتلونکې کې د کار او عاید فرصتونه رامنځته کړي. د سړک د بیارغونې پرمهال، له ۳۰۰ څخه ډېر ځايي وګړي د ورځنۍ دندو په فرصتونو کې په دندو بوخت وه. د سړک هواره سطحه موټر چلونکو لپاره ډېره ګټوره ده چې د تېلو لګښت او د کاربن ډاي اکسایډ د خپرېدو کچه ټیټوي.

د سړکونو د عملیاتو او ساتنې او څارنې ولایتې ریاست ریس، ذکرالله نظري وویل، "زه غواړم د سیمه اییزې زیربناء د پراختیا وجهي صندوق انجینرانو له تخنیکي ملاتړ او مشورو مننه وکړم چې ددغې پروژې د تطبیق په مهال ېې زمونږ د مامورینو د ظرفیت لوړولو لپاره کړي. موږ غواړو ددوی په همکارۍ ډیرې پروژې پلې کړو، ترڅو وکولای شو په راتلونکي کې په خپلواکه توګه پروژې پلې کړو. موږ ژمن او د نوي جوړ شوي سرک ساتنه به کوو."

د ایبک او دره ژوند کلي ترمنځ سړک او د مزار شریف او کابل له لویې لارې سره د دغه سړک نښلېدل، اوسمهال دغه سړک د پیاده رو په ښه توګه ښکارېدونکو نښو، د تګ راتګ ځانګړو ترافیکي لارو او ترافیکي اشارو سمبال دی. دا سړک د جغل څنډې لري چې پیاده تلونکو ته د سړک پرغاړه د خوندي قدم وهلو زمینه برابروي. د اوبو ایستنې سیسټمونه اصلاح شوي دي چې سړک د ډدېرو اوبو له جریان او سېلاب څخه ژغوري. د بیارغونې چارو ۱۸ میاشتې وخت ونیوه.

د دې پروژې د پلي کولو سربېره، RIDF هغو اینجینرانو او مدیرانو ته چې د سمنګان ولایت د سړکونو د عملیاتو او ساتنې او څارنې په ریاست کې کار کوي د دندې پرمهال روزنې، ښوونیزې او روزنیزې جلسې دایرې کړیدي. د دغو فعالیتونو موخه په راتلونکې کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو په تشخیص، مدیریت، پلي کولو او ملاتړ کولو کې د اړونده ریاست د ظرفیتونو لوړول دي. د سړکونو د عملیاتو او ساتنې او څارنې ریاست د نوي بیارغول شوي سړک د عملیاتو او ساتنې مسؤلیت پرغاړه لري.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د ۲۷۰ کیلومتره سړکونو او ۹۸ کیلومترو کانالونه او ۱۵ د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه ۲۹ ښوونځي جوړ او ۵۷۵۰ کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه ۵۵۰۰ دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.