سوداګرۍ ته زمینه برابرول: په افغانستان کې د اینکوترمز ۲۰۱۰ (د سوداګرۍ نړیوال قوانین) خپاره شول

22.09.1397
نن ورځ، د افغانستان نړیوالې سوداګرۍ خونې (ICC Afghanistan) په افغانستان کې نړیوال سوداګریز قوانین (اینکوترمز ۲۰۱۰) نشر کړل. دا قوانین او شرایط د اکثره هغو عادي شرایطو لپاره نړیوال معیار دی چې د قانوني تردیدونو او غلط فهم د مخنیوي لپاره په سوداګرۍ کې کارول کېږي. په کابل کې افغان لوړ پوړو چارواکو لکه د صنایعو او سوداګرۍ وزیر، اقتصاد وزیر، د لوړو زده کړو وزیر او د کابل پوهنتون رئیس او همدارنګه د اړوند ونډه والو په ګډون له ۲۰۰ څخه زیاتو نارینه او ښځینه میلمانوپه دغه پرانیست غونډه کې ګډون وکړ. د افغان – آلمان همکارۍ د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې پروګرام (SEDEP) په افغانستان کې د اینکوترمز ۲۰۱۰ د پرانیستې لپاره زمینه برابره کړه.

Facilitating Trade: Incoterms 2010 Published in Afghanistan

د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې د دار الانشاء رئیس، ښاغلي عبدالقدیر بهمن وویل چې د سوداګرۍ دغه نړیوال قوانین په اصل کې ټرانسپورټ او د توکو لېږد پورې تړلې دندې، لګښتونه او خطرونه په واضح ډول بیانوي. د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونه په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې د خپرونو او قوانینو د توزیع یوازینۍ باصلاحیته اداره ده.

د اینکوترمز ۲۰۱۰ نړیوال قوانین د هغو قوانینو یوه ټولګه ده چې د خرڅلاؤ قراردادونو لاندې د توکو د لېږد پر وړاندې د پلورونکو او پېرودونکو مسوؤلیتونه تعریفوي او د نړیوالې سوداګرۍ خونې لخوا نشرېږي. د نړیوالې سوداګرۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېټه (UNICITRAL) دغه قوانین په بهرنۍ سوداګرۍ کې د مروجو شرایطو تفسیر لپاره د نړیوال معیار په توګه پېژني. ټوله نړۍ، دولتونه، حقوقي ادارې او کار زده کوونکي باید له دغو قوانینو څخه پیروي وکړي او په سوداګرس کې د تردیدونو د مخنیوي یا له منځه وړلو په موخه یې په خپلو سوداګریزو معاملو کې وکاروي. د نن ورځې په دغه مراسمو کې حاضرینو ته د اینکوترمز ۲۰۱۰ د سوداګرۍ نړیوالو قوانینو له ۲۰۰۰ څخه زیاتې نسخې ووېشل شوې. 

د دغه پروژې (SEDEP) مرستیال رئیس روبرټ ګلاس وویل چې د کرنیز تجارت په برخه کې د سوداګرۍ چاپېریال ته وده ورکول د رقابت/سیالۍ کچه لوړوي، د بې کارۍ کچه راټیټوي او دوامداره اقتصادي پراختیا رامنځته کوي.

افغان حقوقي شرکتونه/ادارې، خصوصي شرکتونه او نور ونډه وال باید د احتمالي سوداګریزو شخړو د مخنیوي لپاره د معیاري سوداګریزو شرکتونو د تدوین پرمهال باید اینکوترمز ۲۰۱۰ نړیوال سوداګریز قوانین وکاروي. دغه قوانین باید له دریم هېواد سره سوداګرۍ ته زمینه برابروي، او د افغانستان د دوامداره اقتصادي پراختیا ته وده ورکوي. د پوهنتون محصلین، ښوونکي او د سوداګرۍ او اقتصاد په پوهنځیو کې څېړونکي به هم له دې څخه ګټه پورته کړي ځکه چې دوی اوسمهال د نړیوالې معیاري سوداګرۍ قوانینو په اړه نويو معلوماتو ته لاسرسی لري. زده کړیالان کولای شي چې د خپل مسلک پیلولو، او کارموندنې ته د ودې ورکولو پرمهال له دغې پوهې/معلوماتو څخه ګټه پورته کړي.

تیر نومبر میاشت، د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې په کابل او بلخ ولایتونو کې د اینکوترمز ۲۰۱۰ په اړه دوه روزنیز پروګرامونه دایر کړي دي چې د نړیوالې سوداګرۍ قوانینو په اړه د ګډونوالو د پوهې کچې لوړول یې موخه وه. د افغان – آلمان همکارۍ دغه فعالیتونو ته زمینه برابره کړه. په ټوله کې، د ۳۵ ښځینه وؤ په ګډون ۱۰۰ تنو ډلې چې د کرهنې د ارزښت کړۍ فعالین او همدارنګه د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو استازي او سوداګریزې اتحادیې څخه تشکیل شوې وه د اینکوترمز ۲۰۱۰ د سوداګرۍ نړیوالو قوانینو په اړه زده کړه وکړه.

 

د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې پروګرام (SEDEP) د The Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له خوا د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کېږي. ټولو افغانانو ته د نویو دندو او د عاید فرصتونو رامنځته کول د دې پروګرام موخه ده. دغه فعالیتونه د مغزیاتو، لبنیاتو، مرغدارۍ، غنمو او تازه سبزیجاتو د ارزښت په پنځه کړیو باندې تمرکز کوي. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ، د SEDEP پروژې نږدې ۲۳۰۰۰ افغانانو ته روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي دي چې په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د مالدارۍ مدیریت، د نسل اخېستنې او تخم کنټرول شوی تولید شامل وؤ. سربېره پردې، له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې، له ۶۷۰۰ څخه زیاتې اوږدمهاله او له ۶۰۰۰ څخه زیاتې فصلي دندې رامنځته شوي دي او د کارکوونکو عایدات، د ۴۳٪ سلنې مېرمنو په ګډون، ۳۰٪ سلنه لوړ شوي دي.