سپورټي ښوونه: له ۶۰۰۰ څخه ډېرو راتلونکي ښوونکي به له پرمختللي روزنې څخه ګټه واخلي

03.02.1398
د غویی د میاشتې ۳ نېټه، کابل - پرون په کابل کې د روزونکو د روزنې ۸۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. په دغه روزنه کې د ښوونکو د روزنې له ۷ آزمایښتي دارالمعلمینو څخه ۱۴ ښځینه ښوونکو ګډون کړی وو. هغوی د تدریس نوي لارښود چې د لومړنی زده کړو ډيپلوم سپورت سره بلد شول کوم چې اوس مهال د جوړېدو په حال کې دی. استاذان باید خپل نوي ترلاسه کړي پوهه د ښوونکو روزنې کورسونو( TTCs ) ته انتقال کړي، چې له ۶۰۰۰ څخه ډېرې ښځینه محصلینو ښوونکو ته یې ګټه رسېږي. د ښوونکو د روزنې ریاست (TED) د افغان جرمن په همکارۍ دغه روزنه پلي کړه.

په بدخشان کې د TTC یوې ګډون کونکی، میرمنې ملالې فریدون ټینګار وکړ« په تیرو وختونو کې، په TTCs کې سپورټی مضمون شتون نه درلود. موږ دمخه په دا ډول کړنو نه پوهېدو؛ موږ یوازې د سپورت نوم پېژندلو. موږ د ښځو لپاره د داسې فرصت نه مننه کوو. لوبې زموږ روح او ذهن آرام کوي. موږ به په هغه څه چې زده موکړل په اړوندو کې د TTC له مرکزونو سره شریک کړو.»

د روزونکو روزنې د نوي ډیپلوم د سپورت پر موضوع باندې تمرکز وکړ چې په ځانګړې ډول د لومړني ښوونځي زده کونکو لپاره ډیزاین شوي. درسونه په زړه پورې لوبو سره د تدریس فعالیتونه کوم چې د ماشومانو فزیکي، پوهې، ټولنیزې او شخصي پرمختګ ته وده ورکوي، سره یوځای کوي. مهم اړخونه یې پر ځان باور لرل، له وېرې سره مبارزه کول، عادلانه لوبې کول، په ټیم کې په ګډه کار کول او ټول شمولیت په پام کې نیولو سره، ټول ماشومان د ګډون لپاره ښکېلول دي.

ماسټر روزونکو له نړیوالو مشاورینو څخه روزنه ترلاسه کړه، مخکې له دې چې د نوي ورزشي موضوعاتو په اړه د روزونکو روزنه ترسره کړي. دوی دا باوري کړل چې ګډونوالو اړین مهارتونه او پوهه ترلاسه کړي څو ورزش د نوي ډيپلوم سره سم تدریس کړي.

د بامیان ولایت د TTC یو استاد وویل،« موږ په هغو ولایتونو کې ډیر ښوونځي لرو خو د نجونو زده کونکو لپاره ښځینه ورزشکاران شتون نلري. اوس، د نوي ډپلوما د برخې په توګه د دې لوبې موضوع ته مننه، نجونې به د ورزش په ټولګیو کې هم ګټه واخلي.»

اوس مهال، په افغانستان کې د لومړني زده کړو (له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې) ښوونکي  رسمي وړتیا نه لري. اکثره ښوونکي وړ نه دي یا د مشخصه مضمونونو وړتیا نه لري. د دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره، TED او د افغان جرمن د همکارۍ لومړني او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د لومړني ښوونځیو د ښوونکو لپاره د ډیپلوم یو نوی پروګرام په ګډه جوړ کړل. دغه پروګرام به د افغانستان ټولو ماشومانو د ګټه اخیستلو په موخه پلي کېږي.

د لومړۍ او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د المان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) د المان اقتصادي همکارۍ او پراختیا فډرالي وزارت (BMZ) په استازیتوب، تطبیقوي. په افغانستان کې د BEPA هدف د لومړۍ او ثانوي زده کړو تدریسي کیفیت د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب ښه کولو/پیاوړی کولو له لارې مرسته کول دي. د ۲۰۰۸ کال را هیسې، BEPA له ۲۳۰۰۰ څخه زیاتو ښوونکو او استاذانو لپاره روزنې ترتیب کړي دي. پر دې سربېره، د ښوونکو ۲۲ روزنیز مرکزونه (TTCs) د هغه ښوونکو لپاره چې تدریس کوي جبري انټرنشپونه معرفي کړي دي. په پایله کې، اوسمهال د افغانستان په شمال کې ۱۵۸۰۰ د TTC محصلین او ۸۸۳۰۰ زده کونکي له پرمختللي زده کړو څخه ګټه اخلي. هغوی اوس د ځانګړي، له عمر سره سم او زده کونکي محوره ښوونځي ته لاسرسی لري.