سکتور جوړولو لپاره د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې پياوړي کول

25.07.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۵ مه – پرون، د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) په جوړولو کې د غړو د ونډې په اړه ورکشاپ دایر شو. د میرمنو په شمول، اویا تنو پدغه ورکشاپ کې ګډون وکړ او د هغو هڅو په اړه یې بحث وکړ چې د غړیتوب د ونډې له لیارې AREU لا ډیره فعاله او پایښت لرونکې کړي، چې هغه به په خپل وار سره د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ په پراختیا کې مرسته وکړي. دغه ډله کې د اوبو او بریښنا د وزارت (MEW) استازي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق (ACCI)، د افغانستان او آلمان د همکارۍ د آنرژۍ سکټور د پياوړي کولو پروګرام(ESIP) او له خصوصی سکتور څخه د AREU نور غړي شامل ول. افغانستان سره د آلمان همکارۍ دغه ورکشاپ ملاتړ کړ.

د AREU اجرائیوي مشر، ښاغلي نجیب الله صبوري، د ګډون کونکو هرکلی وکړ او داسې یې ټینګاروکړ: «نړۍ د انرژۍ پاکې او دوامداره سرچینې مني. موږ د یوې اتحادیې په توګه مکلف یو چې خپلې هڅې د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې د پراختیا په لاره کې وکاروو، هرډول فرصتونه په کار واچوو چې اتحادیه د پایښت په لور سوق کړو، او شته خلاوې ډکې کړو».

د ورکشاپ په بهیر کې، ګدون کونکو د بازارموندنې او لابی د اقداماتو له لیارې د AREU د غړیتوب د نمرو د ډیرولو د څرنګوالي او د شبکی جوړولو له لیارې د اړیکو رامنځته کولو په اړه سره بحث وکړ. دغې غونډې همداراز د تبادلی په موخه د یو پلیټ فارم په توګه دنده ترسره کړه ترڅو د غړو په اړتیاو پوه او هغوې سره د سوداګرۍ د اړېکو په جوړولو کې مرسته وکړي. د غړو راضي ساتل او همداراز د غړیتوب د نمرو ډیرول او ونډه به عایدات او د AREU داخلي ظرفیت لوړ کړي. دا به په خپل وار سره د یو پياوړي او لا ډیر پایښت لرونکي نوې کیدونکې انرژۍ د سکتور په جوړولو کې له AREU سره مرسته وکړي.

په ژوندېو ګروپي بحثونو کې، د AREU غړو د خپلو آندونو د شریکولو او د راتلونکو فعالیتونو د پلان د جوړولو فرصت لره، د بیلګې په توګه، د آنلاین سوداګرۍ پراختیا او د ورځپاڼې پراختیا. ګډون کونکو همداراز د مدیریت د اصلاح د لارو او د سوداګرۍ د عملیاتو د سیسټمونو په شمول د افغانستان د انرژۍ د سکتور د وروستېو پرمختګونو په اړه مالومات ترلاسه کړل – لکه دفترداري، قرارداد کول او ریکارد ساتل.

د اوبو او بریښنا وزارت د نوې کیدونکې انرژۍ ریاست مشر، ښاغلي فرید الله شرف مل، وویل: « د ارزانه او د لاسرسي وړ انرژي سرچینې په جوړولو کې د خصوصي سکتور د حتمی ونډهې څخه ستګرې پټې دای نشي او د اوبو او انرژي وزارت تل د دې هڅو د ودې ورکولو په موخه د اقدام کولو لپاره چمتو دي.»

د نوې کیدونکې انرژۍ په سکتور کې پوهې لپاره تقاضا مخ په ډیریدو ده. د AREU د غړو ترمنځ نژدې همکاري به لارښوونې، اړېکې او اړونده صنعت په اړه عمومي پوهه او افغانستان لپاره د انرژۍ اغیزمنتوب اصلاح کړي. د AREU غړي به د دغو موضوعاتو په اړه ترلاسه شوې پوهې څخه ګټه پورته کړي چې د افغانستان په خصوصي سکتور کې یې ارزښت مخ په ډيریدو ده.

AREU خپلو ټولو غړو ته تخنیکي مرسته برابروي ترڅو د نوې کیدونکې انرژۍ په تشخیص، پلان جوړولو او پلي کولو کې مرسته وکړي او د خپلو غړو د کار په همغږۍ، مرستې او پراختیا کې مرسته وکړي. AREU د باثباته سوداګرۍ د چاپیریال د رامنځته کولو، د خصوصي سکتور د پانګونې او د نوې کیدونکې انرژۍ د ټولنې لپاره د اغیزمنو چوپړتیاو د برابرولو پواسطه په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژۍ د پراختیا پواسطه د نوې کیدونکې انرژۍ د مارکیټ په پراختیا کې مرسته کوي.

د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت(BMZ)  په استازیتوب د آلمان د همکارۍ پروګرام (Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH) د افغانستان د انرژۍ د سکتور د پیاوړي کولو پروګرام (ESIP) تطبیقوي. د ESIP موخه د نوې کیدونکې انرژۍ د تولید هڅول او په افغانستان کې د انرژۍ مؤثریت دې ترڅو اقتصادي وده پیاوړې او ژوند کولو چاپیریال وژغورل شي. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره، ESIP له مهمو لوبغاړو سره په ملي او ولایتي کچو کلکه همکاري کوي ترڅو یو نهادي چارچوکاټ چې د بریښنا باثباته رسولو ته لاره هواروي، تاسیس کړي. دا همداراز د مارکیټ پربنسټ د کیفیت د معیارونو او د فوټو ولټائیک او لمریزې حرارتي انرژۍ لپاره د ساتنې او څارنې د مفاهیمو په منلو سره  د خصوصي سکتور ملاتړ کوي. په ورته وخت کې ESIP، د انرژۍ د سکتور دولتي او خصوصي کارکونکو ته او پوهنتونونو کې د ظرفیت جوړونې پروګرامونه تطبیقوي.