عامه روغتیا

نوی روغتیایی کلینیک په بدخشان ولایت کې ۲۷۰۰۰ وګړو ته ګټه رسوی
03.08.1396
پرون، د بدخشان د عامې روغتیا ریاست (DoPH) او د تګاب ولسوالۍ وګړو د ولسوالۍ په مرکز کې د نوی روغتیایی کلینیک (CHC) پرانېستنه ولمانځله. نوې ودانۍ به له سیمه ایزو روغتیایی کارکونکو سره مرسته وکړی ترڅو په ولسوالۍ د ۲۷۰۰۰ اوسېدونکو لپاره غوره روغتیایی چوپړتیاوې برابرې کړی. د عامې روغتیا ریاست او د ولایت دفتر په ګډه سره نوموړې پروژه پلې کړه. له افغانستان سره د آلمان همکاریو د ودانۍ د رغولو اوبیا روغونې د چارو د ټول ټال شاوخوا ۲۹ ملیونه لګښت پانګونه وکړه.

د پرانېستنې د لمانځغونډې په ترڅ کې، د عامې روغتیا ریاست استازی ډاکټر ماجد الحکیم، وویل: ”د تګاب په شان په لرې پرته ولسوالۍ کې د روغتیایی کلینیک ودانول د وګړو لپاره یوه مهمه نښه ده کوم چې په د دولت لخوا په ټول هېواد کې د لمړنیو چوپړتیا د ودې څرګندویی کوی“ د تګاب ولسوال ښاغلی احمد شاه زغم زیاته کړه: ” د ولسوالۍ ۲۷۰۰۰ اوسېدونکو تروسه پورې د صحی اسانتیا وو یواځې څلورو لمړنیو اسانتیاوو ته لاس رسئ درلود. دوی مجبور وو چې ساعتونه بلې ولسوالۍ او یا هم بل ولایت سفر وکړی او اړینه معالجه تر لاسه کړی“

د روغتیا نوې آسانتیا وې دوه نارینه او دوه ښځینه بستر خونې ، د واکسین خونه، درملتون، دوې تحویل خونې، د تعقیم خونه ژوره څاه او چاردېوالی لری. ۱۶ کسه روغتیا پالان به د داخلی نارغیو، زېږون، د دماغی روغتیایی ستونزو، نری رنځ او ملاریا درملنه وړاندې کړی.

په ۱۳۹۴ کال کې د ځېنې امنیتی لا مېلونه له کبله به د نوموړي کلینیک ودانیزې چارې په روان کال کې بشپړې شی.

د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام (RCD) چې له ۱۳۸۹ کال راهیسې  د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت په استازی توب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له خوا پلئ کېږی د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام د افغانستان د ولسوالیو او ولایتی ادارو سره مرسته کوی ترڅو اداری چارې په خپله سمبال کړی او په مناسبه توګه عامه چوپړتیاوې چمتو کړی. دې موخې ته د رسېدو لپاره، د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام څه نا څه ۷۰۰ مسلکی او یا هم د دندې اړوند مشخص روزنیز کورسونه د له ۲۷۳۰۰ کسه زیاتو ملکی کارکونکو، دولتی کارکونکو، او د ولایتی شورا ګانو د غړو لپاره تنظیم کړی، تر دې دمه سربېره پر دې، د محلی ادارې په جوړښتو نو کې د خلکو د باور د زیاتولو لپاره د سیمه ایزې حکومتولۍ د فعالیتونو په اړه  له ۲۷۳۰۰ کسانو سره د عامه پوهاوی ۱۹۵ شوی دی .