عامه روغتیا او پوهنه

د نویو ودانیو څخه به د بغلان شاوخوا ۱۶٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي ګټه پورته کړي
29.08.1396
د افغان-المان د همکارۍ ادارې په بغلان کې د یوه لومړني روغتیایي مرکز، د عامې روغتیا د یوه روزنیز مرکز او دریو ښوونځیو په ودانولو کې مرسته وکړه. د نوموړو پنځو ودانیو د پرانیستلو مراسم پرون ترسره شول. شاوخوا ۱۶٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي به نیغ په نیغه د نوموړو ودانیو څخه ګټه پورته کړي. نوموړې ودانیزې پروژې د افغانستان د شمال د ثبات جوړونې د پروګرام (SPNA) له خوا د ۷۸ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل شوی دي. د آغاخان بنسټ غیرحکومتی سازمان دا پروژې پلۍ کړې.

د جرمني قونسل جنرال وویل: "دا پروژې د با پایښت وده، پرمختیا او عصري کولو لرلید لری. زه ټولو چارواکو او شریکانو ته مبارکي ورکوم چې د دی ټولو پنځو پروژو څخه خلک اوس ګټه اخلی - نارینه او ښځې، هلکان او نجونې" .

د بغلان والی، ښاغلی عبدالحی نعمتی د پرانیستلو په مراسمو کې ټینګار وکړ: "دا ودانۍ سیمه ایز حکومت ته وړتیا ورکوي ترڅو د زده کونکو لپاره ښه چاپیریال او همدارنګه د ناروغانو او ډاکټرانو لپاره روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي. تعمیرونه ډیر ښه کیفیت لري. اوس، د ولسوالۍ پرمختیایي شورا، د حکومت اړونده ارګانونه او ټولنه باید د دې مناسبې پاملرنې ته اړتیا ولري. "

د روغتیا نوې ودانۍ د اوسیدونکو دپاره د عامه روغتیایي خدمتونو برابرولو ته د پام وړ سمون وربښي. د روغتیا په روزنیز مرکز کې د روزنې او اداري چارو لپاره ۱۳ خونې، د اوبو او حفظ الصحې سیستم، او یو د احاطې دیوال شتون لري. په دې نوي مرکز کې به په کال کې د کلینیکونو او روغتونونو شاوخوا ۱٬۰۰۰ تنه پروسونل د صحي موضوعګانو په اړه روزنه ومومي. او خلک به د روغتیایي څارنې د روزل شویو کارکوونکو څخه ګټه واخلي.

او لومړنۍ روغتیایي مرکز د خنجان په ولسوالۍ کې موقعیت لري. د دې ولسوالۍ اوسیدونکي چې شمیر یې ۱۲٬۰۰۰ تنو ته رسیږي اوس خپلو کورونو ته نږدې د روغتیایي څارنې خدمتونه ته لاسرسۍ لري. اټکل کیږي چې د ورځې د ۳۰ نه تر ۶۰ ناروغان به دې مرکز ته مراجعه وکړي.

په دریو نویو ودان شویو ښوونځیو کې به ۳٬۴۰۰ زده کوونکې په زده کړه بوخت شي چې ۳٬۲۶۵ تنه به یې نجونې او ۱۳۵ تنه به یې هلکان وي. نوموړې ودانۍ په میزونو او څوکیو، تشنابونو، څاګانو، د احاطې په دیوالونو، کمپیوټرونو او لابراتوارونو سمبال دي. زده کوونکي به د لوړ کیفیت تجهیزاتو او د روزنې د ښه چاپیریال څخه ګټه پورته کړي. دغه نوي ودان شوي ښوونځي د پل حصار په ولسوالۍ کې د نوبهار ښوونځۍ، د خنجان په ولسوالۍ کې د شاه مردان ښوونځۍ او د دوشي په ولسوالۍ کې د استاد عین الدین ښوونځۍ دي.

د بغلان د ښوونې او روزنې رییس ډاکټر غلام محی الدین پیکان د دې پانګونې څخه مننه وکړه او د سیمې خلکو نه یې وغوښتل چې په بغلان کې د باکیفیته زده کړې تضمین لپاره همکاري وکړي.

نوموړې پروژې د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو او د بغلان ولایت د پوهنې د ریاست او د عامې روغتیا د ریاست په نوښت او د نوموړو ولسوالیو د پراختیایي پلانونو د لومړیتوب پر بنسټ بشپړې شوي دي.

نوموړی پروګرام د المان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د  KfW د پراختیایي بانک په مدیرت تمویلیږي او د آغاخان د بنسټ له خوا د مرسي کور (Mercy Corps) د غیرحکومتی سازمان او د فرانسې د تخنیکي همکارۍ او پراختیا د ادارې (ACTED)  په ملتیا پلۍ کیږي.  د دې پروګرام ټولیزه بودجه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کلونو دپاره ۷ میلیاردو افغانیو ته رسیږي چې د افغانستان شمالي ولایتونه لکه بدخشان، تخار، کندز او بغلان پکې شامل دي. تراوسه پورې د ۴۲۳ نه زیاتې کوچنۍ او منځنۍ بیخبنایي پروژې د ۵۰ نه زیاتو ولسوالیو کې پلۍ شویدي. یوازې د بغلان په ولایت کې ۹۹ پروژې د هغه ولایت مرکز پلخمري په شمول په اتو ولسوالیو کې بشپړې شویدي. په عین حال کې د دې پروګرام له خوا د پراختیایي شوراګانو شاوخوا ۱۸٬۰۰۰تنه غړي د پروژو د ټاکلو او څارنې په ډګر کې روزل شوي دي.