عدالت ته د ښځینه و لاسرسي ته وده ورکول: په کابل کې د جنډر د مسؤلینو ملي کانفرانس

22.09.1397
د ۱۳۹۷ کال د لیندی میاشتې ۲۲ نېټه، کابل – پرون په کابل کې په عامه اصطلاح د جنډر مسؤلینو لپاره یو ملي کانفرانس (GFPs) جوړ شو. (GFPs) هغه ښځینه رضاکارانې دي چې په خپلو ټولنو کې ښځو ته حقوقي خدماتونه وړاندې کوي. د ښځو چارو وزارت د دغه غونډې کوربه و څو له دغه رضاکارانو ښځو څخه مننه وکړي. په ټوله کې، د افغانستان له ۸ ولایتونو څخه ۷۰ کسانو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو چې ډېری یې ښځینه ول. ګډونوالو پر هغه لارو چارو باندې بحث وکړل چې د ښځو چارو وزارت، د دغه وزارت ولایتي ریاستونو او رضاکارانو ښځو ترمنځ همکارۍ ته څه ډول وده ورکړي. د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت ته وده ورکوي، دغه غونډه جوړه او له ۸۶۰۰۰۰ افغانیو څخه زیات لګښت په اندازه یې ورسره مالي مرسته وکړه.

په دغه غونډه کې، د ښځو چارو وزارت تخنیکي او پالیسۍ معینې، آغلې سپوږمۍ وردګ ټینګار وکړ، ""د ولسوالۍ په کچه د جنډر کارکوونکي مالتړ کول عدالت ته د میرمنو الس رسی ډیر اغیزمن دي. دا د ولسوالیو په کچه د ښځو چارو وزارت فرعي دفترونو شتون نلري. موږ به په نورو ولایتونو کې دا مفهوم پلي کړو ترڅو ښځې په ټول هیواد کې عدالت ته لاسرسی ولري. "

 

په دغه غونډه کې د جوزجان، سر پل، بلخ، بغلان، سمنګان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ښځینه رضاکارانو، د ښځو چارو ریاست کارکوونکو او همداراز ډونرانو ګډون کړی وو. هغوی په بېلابېلاو ګروپونو کې لاسته راوړنې او ستونزې چې هغوی ورسره مخامخ کېږي، بحث کړل. پر دې سربېره، دوی دغه موضوع ته هم اشاره وکړه چې افغان دولتي مؤسسې څنګه کولای شول چې له ښځینه رضاکارانو څخه ملاتړ وکړي.  دغه غونډې د شبکې جوړولو او نظریاتو تبادلې فرصتونه ته هم زمینه برابره کړه.

 

د تخار د ښځو چارو وزارت سرپرست رییس، آغلې ګوهرشاد وویل: "دا یوه ستره لاسته راوړنه ده چې د جندر د جذب ۱۰۶ ځانګړتیاوې په اتو والیتونو کې فعالې دي. تر اوسه پورې، ۱۳۳۹ قضیې د ۷۳ ولسوالیو او د هغوی کلیو کې د جنډر کارکوونکي ته راجع شوي. په دغو قضیو کې، ښځې رسمی عدالت ته لاسرسی نلري او دوی نه پوهيدل چې د قانوني خدماتو په لټه کې دي "

 

د دې لپاره چې عدالت ته د ښځو لاسری باوري کړي او د هغوی حقوقو ته وده ورکړي، د ښځو چارو وزارت او د دې وزارت ولایتي ریاستونه له ښځینه رضاکارانو سره د ۲۰۱۶ کال راهیسې همکاري کوي. په ۲۰۱۸ کال کې د دوی فعالیتونو د دوی ظرفیتونو پیاوړي کولو باندې تمرکز کولو څو له افغان مېرمنو سره قانوني مرسته وکړي. راتلونکی کال به د ښځینه رضاکارانو او عدالت تأمینوونکي اړونده ادارو لپاره ډېری د شبکې جوړولو غونډې جوړې شي چې د لازیاتو همکاریو لپاره به زمینه برابره کړي. دا کار به د اړو مېرمنو لپاره ښه حقوقي خدمتونو ترلاسه کول باوري کړي. 

 

په افغانستان د قانون حاکمیت د ترویج پروګرام (RoL) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د قانون حاکمیت او په افغانستان کې ښه قضایي سیسټم او قانوني خوندیتوب ډاډمنول د دغه پروګرام موخه ده. ټولو اتباعو ته حقوقي خوندیتوب ډاډمنولو لپاره، د قانون حاکمیت پروګرام د حقوق په نوم له داسې دیوانونو څخه ملاتړ کوي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې له ۸۰۰۰۰ څخه زیات مدني قضیې حل او اداره کړي دي. په ورته وخت کې، د عالي حقوقي زده کړې د ملاتړ لپاره د قانون حاکمیت دغه پروګرام د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو ته له ۳۱۵۰۰ څخه زیات کتابونه ورکړي دي، د دغه پوهنځیو محصلینو او استاذانو ته یې د حقوقي مضامینو په اړه له ۱۹۰ څخه زیات کورسونه تنظیم کړي او له ۶۰ څخه زیات محصلینو ته یې خارجي بورسونه ورکړي دي. همدارنګه دا پروګرام د ښځو حقوقو ته په ودې ورکولو او عدالت او همدارنګه د دندو بازار ته د دوی د لاسرسي پیاوړي کولو باندې ټینګار کوي.