عدالت ته لاسرسئ: په بدخشان کې د حقوق (Huquq) د همغږئ غونډه

13.02.1398
فیض اباد، بدخشان، د ۲۰۱۹ کال د می دریمه - پرون، د حقوق (Huquq) مسئولینو، د جنډر مسئولینو (GFPs) او د بدخشان ولایت د لسو ولسوالیو ولسوالانو په فیض آباد کې سره ولیدل. د ۱۰ ښځو په ګډون، ۴۰ کسانو، د حقوق (Huquq) د همغږۍ په دې کلنۍ غونډه کې برخه اخیستې وه. ددې غونډې موخه د ولسوالیو په کچه د حقوق (Huquq) او نورو اړوندو اړخونو لکه د جنډر مسئولینو (GFPs) او پولیسو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا وه. دا غونډه د بدخشان د عدلیې ریاست له خوا جوړه شوې وه ترڅو عدالت ته د خلکو لاسرسی ښه کړي. د افغانستان سره د آلمان همکارۍ د دې غونډې ملاتړ وکړ.

د شهدا ولسوالی د حقوقو مشر، ښاغلي سراج الدین ټینګار وکړ چې "حقوق له مختلفو قضیو سره چې پولیس او محکمه هم پکې ښکیل دي سروکار لري. مګر د ښکیلو بنسټونو تر منځ مناسبه همغږي او همکاري شتون نلري. زه هيله لرم چې له دې غونډو سره موږ د همکارۍ فضا رامنځته کړو او دا همغږي به پياوړي شي. په دې توګه به، وګړي عدالت ته لاسرسي ومومي او ریښتیني حقوقي خدمتونه به ترلاسه کړي."

حقوق (Huquqs)  د عدالت رسمي فعالین دي چې د ولسوالیو په کچه د افغانستان عدلیې وزارت استازیتوب کوي او خلکو ته د شخړو حلولو خدمات وړاندې کوي. له بل پلوه، د جنډر مسئولین (GFPs) غیر رسمي عدلي فعالین دي چې د ښځو چارو د ولایتي ریاستونو لخوا یې ملاتړ کیږي. دوی رضاکارې ښځې دي چې په خپلو ټولنو کې نورو ښځو ته حقوقي مشوره ورکوي. که څه هم د حقوق (Huquq) او جنډر مسئولینو (GFPs) ترمنځ همکاري د اتباعو د حقوقي خدماتو د ښه کولو لپاره یو ډیر ښه فرصت برابروي، دوی اکثراً د یو بل څخه جلا جلا کار کوي.

ددوی تر منځ د همکارۍ د نشتوالی یو لامل د افغانستان په قانوني سیسټم کې د دوی مختلف موقفونه دي. د نن غونډې د دې اداري خلا د لرې کولو لپاره فرصت برابر کړ. د جنډر او حقوق اړوندو اشخاصو دا فرصت ترلاسه کړ چې خپل نظرونه له یو بل سره تبادله کړي او د همکارۍ د اسانتیا لپاره د قوي اړیکو رامنځته کولو په څرنګوالي خبرې اترې وکړي او په دې توګه د اتباعو لپاره حقوقي خدمتونه پیاوړي کړي.

د جنډر یا جنسیت د اړوندو مسئولینو له ډلې آغلې حسینې حیدري څرګنده کړه چې د جنډر یا جنسیت د مسئولینو یا فوکل پاینټانو مفهوم حقوقي او قضایي ادارو او همدارنګه ښځو ته په ښه توګه واضح نه دئ. ځکه نو د محکمې او څارنوالۍ دفترونو سره همکاري اسانه نه ده. ځکه چې د جنډر مسئولین یا فوکل پاینټان (GFPs) د ښځو له حقونو څخه په دفاع کولو او د هغه قضیو په تعقیبولو چې تعلیق شوې یا له قانون سره سمې ندي تعقیب شوې، ننګونې رامنځته کوي. دا ګډې ناستې به په ولسواليو کې د ښځو د ملاتړ په موخه زموږ د کار په آسانولو کې مرسته وکړي.'

سربیره پردې، ولسوالان په هغو ننګونو پوه شول چې د حقوق (Huquq) مسئولین په خپلو ورځنيو کارونو کې ورسره مخ کیږي. د حقوق (Huquq) مسئولینو دا په ډاګه کړه چې د ولسوالیو په کچه اړوند چارواکي (لکه نورې حقوقي ادارې او پولیس) تل همکار ندي. په پایله کې، قضیې په نا مناسبه توګه پر مخ بیول کیږي، پریکړې ځنډیږي او د حقوقي خدمتونو کچه راټیټیږي. ولسوالانو دا خبرې په غور سره واوریدې او ژمنه یې وکړه چې د ټولو اړوندو فعالینو ترمنځ د همکارۍ د اسانتیا په اړه به فکر وکړي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د آلمان اداره (GIZ) د اقتصادي همکارۍ او پراختیا لپاره د آلمان د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب، په افغانستان کې د قانون حاکمیت پروګرام (RoL) تطبیقوي. ددې پروګرام موخه په افغانستان کې د قانون حاکمیت، یو ښه فعال قضايي سیسټم او قانوني امنیت ډاډمنول دي. د ټولو اتباعو لپاره د قانوني امنیت د ډاډمنولو لپاره، د قانون حاکمیت پروګرام (RoL) د حقوق (Huquq) په نوم تشکیلاتو ملاتړ کړئ کومو چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې له اتیا زرو (۸۰۰۰۰) څخه زیاتې ملکي قضیې اداره کړې دي. د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ لپاره، د قانون حاکمیت پروګرام (RoL) له ۳۱۰۰ څخه زیات کتابونه د حقوقو او شرعياتو پوهنځیو ته برابر کړي، د زده کوونکو لپاره یې له ۱۹۰ څخه زیات کورسونه د حقوقي موضوعاتو په اړه دایر کړي دي او په ورته وخت کې یې له ۶۰ څخه زیاتو زده کونکو ته تحصیلي بورسونو برابر کړي دي. دا پروګرام د ښځو حقونو ته په وده ورکولو او عدالت او همدا راز د کار بازار ته د دوی د لاسرسي پر پیاوړتیا هم ټینګار کوي.