له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د منی د موسم غوره خبرونه

27.08.1399
اوړی اوس په منی بدل شوی دی او پدې فصل کې د پاڼو رنګ روښانه ژیړ او سور ته بدلیږي او پاڼې په لویدو پېل کوي. پداسې حال کې چې موسمونه بدلیږي، مګر یو شی ندی بدل شوی. پاېښت لرونکي پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ ژمنه د پخوا پرتله خورا پياوړې شوې ده. زموږ ځنې غوره خبرونه چې ښايي تاسو په تېرو څو مېاشتو کې له لاسه ورکړي وي په لاندې ډول دي.

د استاد شاګردي د پروګرام د فارغینو عایدات درې چنده شوي دي

استاد شاګردي (OS) له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو (TVET) د پروګرام یوه ستره برخه ده. دا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په دوه اړخیزه سیسټم تمرکز کوي، کوم چې کار زده کونکو ته د هغو په اړونده مسلک کې نظري پوهه او عملي روزنه ورکوي. تر دې دمه د هېواد په ۱۲ولایتونه کې ۲،۱۲۲ کار زده کونکي په شپږو بېلابېلو اصلاح شوو مسلکونو کې شامل شوي دي.

په ۱۳۹۶ کال کې د استاد شاګردي پروګرام په لومړنۍ دورې کې، په کابل او مزار شریف کې شاوخوا ۱۱۱ کار زده کونکي د کار زده کړې په درې کلنۍ دورې کې شامل شول. کار زده کونکو په دوه برخو کې نوم لیکنه وکړه: د موټرو میخانیک او د برېښنا تخنیک. د تخنیکي او مسلکي زده کړو د دوه اړخیزه زده کړې له درېو کلونو څخه وروسته، د کار زده کونکو لومړنۍ دوره چې شاوخوا ۷۶ تنه وو، فارغ شول.

دغه پروګرام د نوموړو فارغینو له ۵۷ تنو (٪۷۵) او د شرکتونو له ۴۸ مالکینو سره چې کار زده کونکو ورسره کار کاوه، مصاحبه وکړه. هغوې په خپل ژوند او مسلک باندې د استاد شادګري پروګرام د اغېزې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

نږدې ټولو کار زده کونکو د استاد شاګردي پروګرام ډېر ګټور وباله او ښايي خپلو ملګرو ته به یې هم وړاندیز کړي. په اوسط ډول سره، د هغو عاید له استاد شاګردۍ پروګرام څخه تر فارغېدو وروسته په میاشت کې له ۱،۶۴۰ افغانېو څخه شاوخوا ۴،۸۹۴ افغانېو ته درې چنده لوړ شوی دی.

کله چې د هغو د راتلونکو مسلکي پلانونو په اړه له هغو څخه پوښتنه وشوه، اکثره فارغینو وویل چې هغوې غواړي خپلې شخصي دندې ولري او د لا ډېرې روزنې او رسمي زده کړو له لیارې خپلې وړتیاوې اصلاح کړي.

ښاغلي غلام رسول چې د سږکال د ګاز او تېلو د انسټېټیوټ فارغ دی، خپل ورکشاپ پرانست. هغه وویل:‎ «د استاد شاګردي پروګرام ماته زما د خپل ورکشاپ د  پرانستلو او مدیریت کولو وړتیا راوبخښله. په ورکشاپ کې د عملي زده کړې پرمهال، ما د خپل مسلک په اړه نظري پوهه ترلاسه کړه. زه اوس د ډېرو مسؤلیتونو پرغاړه اخستلو او په خپل ورکشاپ کې له کارونو سره د خلاقیت لرلو وړتیا لرم.»کار زده کونکي او د هغو استادان تائیدوي چې کار زده کونکي اوس په خورا موثریت او پر وخت سره د دندو د ترسره کولو وړتیا لري.

 

د استخراجي صناېعو د روڼتوب نوښت (EITI) کې د افغانستان لنډمهاله تعلیق له منځه تللی دی

د استخراجي صناېعو د روڼتوب له نوښت (EITI) څخه د افغانستان لنډمهاله تعلیق په رسمي توګه له منځه تللی دی. د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې ورکولو د پروګرام له تخنیکي ملاتړ څخه مننه، د کانونو او پټرولیم وزارت خپل روڼوالي ته وده ورکړې ده ترڅو د EITI له معیارونو سره مطابقت وکړي. نور مالومات دلته ولولئ.

 

د افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ د اتحادیې غړي دیجیټل بازار موندنې ته چمتو شوي دي

د تلې په میاشت کې، د افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) لپاره یوه دوه ورځنۍ روزنیزه جلسه پاې ته ورسېده. دغه روزنیزه جلسه په کابل کې دایره شوه چې موخه یې د بازار موندنې د څانګې کارکونکو ته په اغېزناکه توګه د ډیجیټلي بازار موندنې د ستراتېژېو د جوړولو او پلي کولو د څرنګوالي ښوونه او روزنه او د هغوې په لیکې (آنلاین) شتون د کچې لوړول ول. 

د AREU عمومي مدیر، معروف ضیايي وویل، «د ډیجیټلي بازارموندنې د ستراتېژۍ روزنه شرکتونو ته د ودې ورکولو، پلورلو، د پېرودونکو د تعداد د ډېرولو او په نړېواله کچه د سوداګرۍ د اعلاناتو په موخه نوې لارې پرانیزي. د نړېوال مارکیټ د یوې برخې په توګه اوسمهال، د ډیجیټل بازارموندنې د کارولو د څرنګوالي زده کول ډېر اړین دي.»

دا د لسو ورکشاپونو له ډلې څخه لومړنی ورکشاپ دی چې باید د سږ کال په پاې کې دایر شي. په روزنیزې جلسې کې، له ۲۰ بېلابېلو شرکتونو څخه ۲۰ ګډون کونکو د پېرودونکو په نښه کولو، د لاسرسي د کچې د لوړولو، د لارښودانو د رامنځته کولو، د پېرودونکو د بدلولو او پدې ډول سره د خرڅلاو او عایداتو د کچې د لوړولو څرنګوالی په اړه زده کړه ترلاسه کړه. هغوې په ټولنیزو رسنېو لکه فېسبوک، ټویټر، یوټیوب او لیکنډاین او همداراز د برېښنالیک د بازارموندنې او ګوګل ټولز له لیارې د دغو مهارتونو د کارولو څرنګوالی په اړه زده کړه ترلاسه کړه.

دغه پوهه به له هغو سره مرسته وکړي ترڅو هغوې د خپل شرکت لپاره د ډیجیټلي بازارموندنې یوه اغیزناکه ستراتیژي جوړه کړي. هغوې به پدې پروسې کې په دوامداره توګه ملاتړ او هغو ته به لارښوونه وشي. له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د انرژۍ د سکتور د ودې پروګرام (ESIP) دغه جلسه ملاتړ کړه.

 

د مدرسو ښوونکو د مېرمنو د حقونو په اړه پوهاوې رامنځته کړ

د وږی په میاشت کې، د پوهنې ریاست د تخار ولاېت په تالقانو کې د مېرمنو د حقونو په اړه یو روزنیز پروګرام دایر کړ. د ۱۱ مېرمنو په ګډون د شلو راجستر شوو مدرسو ښوونکو پدغه پروګرام کې ګډون وکړ.

دغې روزنې نه یواځې د اسلام او اوسني قانون له آنده د مېرمنو د حقونو په اړه د هغوې د پوهې کچه لوړه کړه، بلکه د هغو مسلکي مهارتونو ته یې هم وده ورکړه ترڅو دغه مضمون او ورته موضوعات په مدرسو کې تدریس کړي. ښوونکي به هغه څه چې هغو په دغه روزنېز پروګرام کې په خپلو کارځایونو کې زده کړي دي وکاروي او د خپلو زده کونکو او ټولنو ترمنځ به پوهاوې رامنځته کړي.

له دغه روزنیز پروګرام څخه وړاندې، په تخار کې اوه په لیکه (آنلاین) او مخامخ او روزنیز پروګرامونه دایر شوي دي. تر دې دمه په ۱۳۹۹ کال کې، په ټولټال ډول سره ۴۷۷ زده کونکو له دغه روزنیز پروګرام څخه ګټه پورته کړې ده کوم چې په بلخ، بغلان، بدخشان، کابل، سمنګان، جوزجان او کندز کې هم دایر شوی دي.

له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د قانون حاکمیت ته د ودی ورکولو پروګرام (RoL) د پوهنې د وزارت، د اسلامي علومو د مرستیال او د تخار ولایت د پوهنې د ریاست د نژدې همغږۍ سره دغه روزنیز پروګرام ملاتړ کړ.

 

د مېرمنو په اقتصادي پیاوړتیا کې غوره تګلاره

د سویل-سویل همکارۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (UNOSSC) پدې وروستېو کې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د پرانیستې تګلارې مشورتي وجهي صندوق (OPAF)د سویل-سویل همکارۍ د یوې غوره تګلارې په توګه ټاکلی دی.

OPAF د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۹ کلونو ترمنځ د انډونیزیا هېواد د ښځو د پیاوړتیا او د ماشومانو د خوندیتوب له وزارت (MoWECP) سره د مخامخ ورکشاپونو او تدریسي جلسو د دایرولو په برخه کې د افغانستان د ښځو د چارو له وزارت سره مرسته کړې ده. د لا ډېرو مالوماتو لپاره د OPAF Factsheet ولولئ.