له کورونا وایرس (COVID-19) سره مبارزه، ښځو ته عدالت او د نورو خبرونو مهم ټکي

10.05.1399

د آلمان حکومت د دوه اړخیزه همکاریو دوام او له COVID-19 سره د مبارزې لپاره له ۵.۷۷ ملیارده افغانۍ څخه زیات مالي  مرسته کوي

د غبرګولي میاشت ۲۲ نېټه ۱۳۹۹ کال، د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره د ۵.۷۷ ملیارده افغانیو (۶۹.۸ ملیونه یورو) مالي ژمنه وکړه. دغه مالي مرسته د افغانستان حکومتي او خصوصي سکټور اقتصادي ننګونو پر وړاندې چټک او مستقیم غبرګون ښودلو لپاره ده ترڅو د COVID-19 ټولنیز او اقتصادي اغېزو په کابو کولو کې مرسته وکړي. دغه مرسته د ۲۰.۷ ملیارده افغانیو (۲۵۰ میلیونه یورو) یوه برخه ده چې آلمان غواړي په ۲۰۲۰ کال کې د دوه اړخیزه همکارۍ لپاره چمتو کړي. په BMZ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مارټین ییګر د مالیې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او اداری مرستیال ښاغلي عبدالحبیب څدران ته د ویډیويي کنفرانس پر مهال د دې ژمنې په اړه خبر ورکړ.

ښاغلي ییګر وویل، "آلمان به په دې ننګونکي وخت کې د افغانستان د یو باوري همکار په توګه پاتې شي او د دوامداره او پراخه پرمختګ په لور به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي."

د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق (ARTF) به ۳.۳ ملیارده افغانۍ (۴۰ ملیونه یورو) ترلاسه کړي. دغه بودیجه له هغو پراختیايي اقداماتو سره مرسته کوي چې د افغانستان د دولت لخوا پلي کېږي، چې په هغه کې د ملکي خدمتونو وده، لومړني ټولنیز خدمتونو وړاندې کول او د غربت کچه راکمول شامل دي. د افغانستان د کرېډټ تضمین بنسټ (ACGF)، د اوبو سکټور پراختیا پروګرام (WSIP)، د دوامداره اقتصادي پراختیا او استخدام پروګرام (SEDEP) به هم بودیجه ترلاسه کړي.

ښاغلي ارغندیوال وویل، "آلمان هیواد زموږ یو له کلیدي او مهمو همکارانو او ملاتړ کوونکو څخه دی چې د افغانستان په بیارغونه کې یې اغیزمنه همکاري کړې ده. موږ مکلف یوو هغه دوه اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړو چې د دواړو هیوادونو د ګټو تضمینونکي وي."

په داسې حال کې چې آلمان د دغه هېواد د COVID-19 ته غبرګون ښکاره کولو لپاره مرسته کوي، نو د حکومتونو ترمنځ د پراختیایي همکارۍ په اړه خبرې به د دې کال په وروستیو کې د افغانستان لپاره اضافي ژمنو سره ترسره شي.

 

 

د تخار شاوخوا ۲۰،۰۰۰ اوسېدونکي د سېلاب پر وړاندې د نوي ژغورونکي دېوال او د اوبو لګولو له کانال څخه ګټه پورته کوي

د غبرګولي میاشت ۲۶ نېټه ۱۳۹۹ کال،  تالقانو سیند د حوزې د ادارې (TRBA) مشر له ولایتي چارواکو سره یو ځاې د سېلاب پر وړاندې ژغورونکی دېوال ګټې اخستنې ته پرانېست. د COVID-19 د خوندیتوب د مقرراتو له امله، شاوخوا ۱۵ محدودو ګډون کوونکو دغو مراسمو کې ګډون وکړ. دغه ۱.۵ کېلومټره دېوال به دوه کلي او همدا راز د تالقانو د سیند په اوږدو کې شته زیربناوې او ۲،۰۰۰ جریبه (۴۰۰ هکټاره) ځمکه له سېلابونو څخه وژغوري چې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ ځايي اوسېدونکي ترې ګټه پورته کوي. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د ۱۲۲ میلیونه افغانېو په ټولټال لګښت سره دغه پروژه له مالي پلوه تمویل کړی ده.

د تخار والي محترم عبدالحق شفق وویل، "په حاجي رشید سیمه کې د تالقانو د سیند د حوزې د ادارې پروژه یوه اړینه پروژه وه. دا پروژه د حاجي رشید او زرګری سیمې له سیلابونو ژغوري. دغې پروژې ۲۴۰۰ نفرو ته د کار زمینه هم برابره کړه. موږ له ځاېي خلکو او اړونده ادارو څخه غواړو چې ددغې پروژې کار او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي."

په وروستېو کلونو کې، د حاجی رشید او زرګري په دوه ډېر جمعیت لرونکو کلېو کې سختو سېلابونو ګڼ شمېر کورونه خورا زیانمن کړیدي. سېلابونو د شاوخوا سیمو زیربناوې او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا د ریاست پواسطه جوړ شوی پول زیانمن کړیدی. د نورالله سربند چې ۴۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې او د اوبو د برېښنا یوې کوچنۍ دستګاه ته اوبه رسوي، هم زیانمن  شوی دی. د تخار ولایت د ولایتي پراختیا کمېټې دغه ولایت ته د ځانګړو شوو پراختیايي لومړیتوبونو پر بنسټ د سېلاب پر وړاندې د یو نوي ژغورونکي دېوال د جوړولو او د اوبو لګونې د یو نوي کانال د بیارغونې چارو ته لومړیتوب ورکړ. ودانیزې چارې د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په میاشت کې پېل او ۱۶ میاشتې یې دوام وکړ.

دغه نوې ژغورونکی دېوال به دوه کلي، د اوبو لګونې ځايي سیسټمونه او کرنیزې ځمکې له سیلاب څخه وژغوري. دا به د کرنیز تولید په ډېرولو او د اقتصادي ودې په هڅولو کې مرسته وکړي.

 

 

عدالت ته د ښځو لاسرسي روزنه ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره ترسره کېدل

تېره میاشت، د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د جنډر چارو لپاره د اړیکو ۱۱ مسؤلینو (GFPs) ته یو درې ورځنې روزنیز پروګرام دایر شو. د جنډر چارو لپاره د اړیکو مسؤلین هغه مېرمنې دي چې عدالت ته د مېرمنو د رسېدو په موخه د لاسرسي کس په وړیا توګه کار کوي. هغوئ په خپلو اړونده ولسوالېو کې د حقوقي مساېلو، د مېرمنو د حقونو او د جنډر د مساواتو په اړه د پوهاوي کچه لوړوي. لکه څرنګه چې ډيري ګډون کوونکي نوي مسؤلین و، هغوئ د خپلې نوې دندې د رول او مسؤلیتونو په اړه مالومات ترلاسه کړل. د بېلګې په توګه، هغوئ اړونده عدلي نهادونو ته د مېرمنو د قضېو د راجع کولو څرنګوالی زده او همدا راز هغوئ ته د عدلي نهادونو او د ځورونې ضد قانون په اړه مالومات ورکړل شول. دغه روزنیز پروګرام د ټولنیز واټن ساتنې په پلي کولو سره ترسره شو.

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د قانون واکمنۍ د ټینګښت پروګرام د دغه روزنیز پروګرام ملاتړ کړی.

 

 

د کندز ولایت ۱۴۰۰۰۰ اوسېدونکو ته باوري برېښنا رسول

د چنګاښ میاشت شپږمه نېټه ۱۳۹۹ کال، د انرژي او اوبو وزارت (MEW)، د کندز ولایت د افغانستان برېشنا شرکت (DABS) ریاست او ترکي شرکت اک ای ایلکټرک AK-AY ELEKTRIK په کندز ولایت کې په یو سبسټېشن کې د ټرانسفرمر لګولو تړون لاسلیک کړ. د سیدارک په سبسټیشن کې دغه ۲۰ مېګاواټه امپیر ټرانسفرمر به د کندز ولایت په درې ولسوالیو کې شا او خوا ۱۴۰۰۰۰ اوسېدونکو ته د برېښنا توضیع ښه کړي. د افغان جرمن همکارۍ سیمه ییز بنسټیز پراختیا وجهي صندوق (RIDF) به د دغه پروژې مالي لګښت چې تقریباً ۸۷ میلونه افغانۍ کېږي، ورکوي.

په کندز کې د افغانستان برېښنا شرکت سیمه ییز رئیس، انجینر حاجی محمد مومند وویل، "د دغه سبسټېشن جوړېدلو سره به موږ  وکولای شو چې د کندز ښار، د خان آباد سیمو، علي آباد او چهار درې ولسوالۍ سیمو کې د برېښنا د وېش اړتیاوې پوره کړو. دا کار به د موږ سیسټم عصري کړي او موږ به د دې کار جوګه کړي چې په اغېزناکه توګه محاسبه وکړو او د برېښنا زیانونو مخه ونیسو."

اوسمهال، د علی آباد، خان آباد او چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د سیدارک او اسقلان سبسټېشنونو له لارې برېښنا توضیع کېږي. د غه برېښنا د اوږد واټن او ټیټ ولتاژ (۳۵ کیلوواټ) انتقال له ستونزې سره مخامخ ده. دغه نوي ټرانسفرمر ته به د ۱۱۰ کیلواټ مزي په ذریعه برېښنا انتقالېږي چې د برېښنا لېږدولو پرمهال به یې زیانونه کم شي. دا پروژه به د برېښنا کیفیت ښه کړي، کورونو، کاروبارونو او ټولنیز خدمتونو ته باوري برېښنا راوړي، او په سیمه کې به اقتصادي امنیت او اقتصادي وده پیاوړې کړي.

 

د بندیز پرمهال د ارزښت له کړیو سره اړیکې نیول

د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې پروګرام (SEDEP) پروژې د ارزښت کړۍ اړوند ټول اتحادیې د ولایت په کچه هڅولي دي چې له خپل غړو سره اړیکو نیولو په موخه د وټس اپ ګروپونه جوړ کړي. د دغه کار موخه دا ده چې د کورونا وبا او بندیز پرمهال پیدا شوي ستونزې راټول او حل شي. د اتحادیو ټول مشران ستونزې په ګوته کوي، لومړیتوب ورته ورکوي او ورباندې خبرې کوي ترڅو دوی په مجازی حالت کې دغه ستونزې راسربېره کړي، چېرته چې پر ګوته شوي ستونزو باندې بحث کېږي. په ملي کچه اړونده ستونزې بیا د ملي سوداګرۍ په کاري ډله کې راسربېره کېږي ترڅو پر ملي کچه ورباندې بحثونو وشي. د اړیکو نیولو دغه ډول خورا مهمه ده څو د ارزښت لړۍ غړي وکولای شي په خپل اړونده اتحادیه کې ستونزې حل کړي. دا کار اړونده اتحادیې د دې جوګه کوي چې په بېلابېل ولایتونو کې د ټولو ستونزو په اړه منظم او همغږي شوی نظر ترلاسه کړي او همدا راز دا کار د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ ښه اړیکې رامینځته کوي.