لوړ پوړي چارواکي د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت (EITI) په معیار کې د افغانستان استخراجي صنایعو روڼتیا د نوښت (AEITI) لپاره بياځلي د اعتبار غوښتنه کوي

16.08.1398
۱۶-۰۸-۱۳۹۸، متحده عربي امارات، دوبئ. نن، د متحده عربي اماراتو په دوبئ کې د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت په معیار کې د افغانستان استخراجي صنایعو روڼتیا د نوښت لپاره دوباره د اعتبار غوښتنې پلان جوړولو ورکشاپ او څلور ورځني د ځان ارزونې وروستی ورکشاپ جوړ شو. د دغه ورکشاپ په ګډونوالو کې د پارلمان د طبعي سرچینو او چاپېریال کمېسون (NRC) پنځه غړي، د پټرولیم او کانونو وزارت استازو او معین، ښاغلی ولی الله ځدران هم شامل ول. همداراز په دغه ورکشاپ کې د افغانستان استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت (AEITI)، مالیې وزارت، د عوایدو پراختیا بنسټ، نړیوال بانک، د امریکا نړیوالې پراختیایي اداره (USAID)، مدني ټولنو، خصوصي سکټور او د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت استازو هم ګډون کړی و. دغه ورکشاپ د افغان جرمن په مالي مرسته جوړ شوی و.

د پټرولیم او کانونو وزارت معین ښاغلي ولی الله ځدران وویل، 'دغه له مخکې څخه ځان ارزونې ګډ ورکشاپ د پرمختګ ارزیابۍ لپاره یو ښه فرصت دی چې د اعتبار ترلاسه کولو راتلونکي پروسې لپاره د ښه چمتوالي لامل کېږي.'

د دغه ورکشاپ موخه، په ۱۳۹۹ کال کې د استخراجي صنایعو روڼتیا  نوښت په معیار کې دوباره غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د افغانستان چمتوالی څرګندول و. د ۱۳۸۹ کال راهیسې، افغانستان د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت تطبیقوي. د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت د یو هېواد د تیلو، ګازو او معدني سرچینو ښه اداره کولو یو معیار دی. د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت معیار اړتیاو پوره کولو لپاره، هېوادونه باید خپل د مالیې، جوازونو، قراردادونو، تولید او د طبعي سرچینو استخراج روڼتیا نور عناصرو په اړه معلومات وړاندې کړي. د عقرب په میاشت کې د جینيوا په وروستي کانفرانس کې ولسمشر اشرف غني د افغانستان د کانونو سکټور اړوندوالي باندې ټینګار وکړو او داسې نور اقدامات یې په ګوته کړل چې د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت کولای شي د معدن سکټور اداره کولو کې مرسته وکړي. 

د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت (AEITI) د اعتبار ورکولو رئیس ښاغلي الېکس ګورډي وویل، 'دغه د اعتبار څخه د مخه ارزونه په داسې وخت کې کېږي چې د EITI د معیار تر نامه لاندې چې د  ۱۳۹۷ کال د جدی په میاشت  افغانستان لومړی اعتبار ورکړل شوی، پرمختګ وکتل شي. د کانونو، تیلو او ګاز سکټورونو پورې اړوند د معلوماتو وړاندې کولو پرمختګ لپاره مهمې هڅې شوي دي چې په هغه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د روڼتیا انټرنټي پاڼې جوړول هم شامل دي. د EITI نړیوال سکرتریت/دارالانشاء په ۱۳۹۹ کال کې د دویم ځل لپاره افغانستان ته د اعتبار ورکولو چمتووالي سره مرستې کولو ته سترګې په لاره ده.'

په دغه ورکشاپ کې، ګډونوالو اصلاحي اقداماتو لپاره خپله ارزونه ترسره کړه چې EITI په ګوته کړي دي او پرېکړه یې وکړه چې تر کومه حده پورې AEITI دغه موضوع ګانې راسربېره کړي دي. د AEITI اوسنی وضعیت بیا و ارزول شو څو وګوري چې آیا د EITI نړیوال معیار اړتیاوې د بیا اعتبار ورکولو اړتیاوې پوره کوي او که نه. که چېرته د معیار اړتیاوې پوره کوي، نو دا به AEITI د دې وړ کړي چې د ۱۳۹۸ کال قوس یا جدي په میاشت کې دویم ځل لپاره غوښتنه وکړي. ګډونوالو د خپل کار او عملي کېدو وړ پلانونو سره سم د AEITI پرمختګ ارزونه وکړه څو د هغه فعالیتونو پر وړاندې خنډونه په ګوته کړي چې په ۱۳۹۸ کال کې تطبیق شوي نه دي. په دغه ورکشاپ کې د ۱۳۹۹ کال لپاره د عملي کېدو وړ کاري پلانونه جوړ شو.

 د پارلمان د طبعي سرچینو او چاپېریال کمېسون (NRC) معاون، ښاغلي حاجي خان محمد خان وویل، 'د کانونو سکټور پراختیا او پرمختګ کولای شي چې له افغانستان سره د اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کېدنې کې مرسته وکړي. په دې هیله چې د پټرولیم او معادن وزارت نوی مشرتابه به له ټولو اړونده ادارو سره په ګډه کار وکړي څو په دغه سکټور کې مثبت بدلونونه راولي.'

په دغه ورکشاپ کې د افغانستان په استخراجي سکټور کې د ښه حکومتوالۍ د ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ د پروګرام لخوا په نوي پړاو کې د تعقیب غوښتنه وشوه. د افغان جرمن همکاري له ۱۳۹۳ کال راهیسې د دغه سکټور په اداره کولو کې له AEITI سره مرسته کوي. د نورو فعالیتونو تر څنګ، دغه پروګرام د AEITI کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه جوړوي او د EITI لخوا په جوړ شوي پروګرامونو کې د افغانستان ګډون لپاره مرسته کوي څو روڼتیا او ښه حکومتولۍ ته وده ورکړي. پر دې سربېره، کله چې اسناد چمتو کوي لکه د ګټه اخیستوونکي ملکیت شریکولو لارښود او کلنۍ عملیاتي پلان جوړولو سره په تخنیکي ډول له دغه نوښت سره په دوامداره توګه مرسته کوي.

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکټور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي (MinGov) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه(GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب تطبیقوي. د دغه پروګرام موخه، د افغانستان د کان کیندنې سکټور په بشپړه توګه کنترولو لپاره د دولت عواید زیاتول، په دغه سکتور کې پانګونې ته وده ورکول او له اداري فساد سره مبارزه کول دي. دغه پروژه اړونده ادارو ته روزنه ورکوي څو دا باوري کړي چې د کان کیندلو فعالیتونه له روڼتیا، قانون او همداراز نړیوال روغتیایي او چاپېریالي معیارونو سره سم مخ پر وړاندې ځي.