مدني ګډون ته وده ورکول: د ملي مدني ټولنې اونۍ په هرات کې پای ته ورسیده

13.08.1398
هرات، د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۳ مه - د ملي مدني ټولنې اونۍ په نوم دری ورځنۍ غونډه په هرات کې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده. دا غونډه د مدني ټولنې لپاره د افغانستان انستیتیوت (AICS) له خوا همغږې شوې وه چې د ټول هیواد په کچه د مدني ټولنې، حکومت، علمي مرکزونو، خصوصي سکتور، ملګرو ملتونو او رسنیو شاوخوا ۱۵۰ استازو په کې برخه اخیستې وه چې ۴۱ یې ښځې وې. د مدني ټولنې لپاره د افغانستان انستیتیوت (AICS) موخه په افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو ملاتړ کول دي څو د هیواد د پرمختګ لپاره د دوی ظرفیت درک کړي. د افغانستان-المان د همکارۍ پروګرام د پرانیستې پالیسۍ مشورتي صندوق (OPAF) د دې غونډې لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ چمتو کړی وو.

دې غونډې د مدني ټولنې سازمانونو او له بیلابیلو سیمو، ولایتونو او شالیدونو څخه د دوی همکارانو ته په آزادانه ډول د نظر څرګندولو، زده کړې او له یو بل سره د ګډ کار لپاره د شبکو رامنځته کولو ته لاره هواره کړه. د هرات والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي ټینګار وکړ: "دا غونډه د خبرو اترو، پوهې شریکولو ، شبکې جوړولو او همکارۍ، په ځانګړي توګه د سیمه ایزو حکومتونو او د مدني ټولنې د سازمانونو ترمنځ او د بیلابیلو ولایتونو د مدني ټولنې د سازمانونو ترمینځ د خبرو اترو لپاره یو عالي دریځ دی. هغه وړاندیزونه چې له دې غونډې راځي د دولت سره مرسته کوي ترڅو د خلکو سره خپلې اړیکې ښې او غوره خدمتونه وړاندې کړي."

په کاري ډلو او ګروپونو کې، ګډونوالو د یو داسې چاپیریال د رامنځته کولو لپاره په اړینو شرایطو بحث وکړ چې پکې د مدني ټولنې سازمانونه وکولی شي په خپلواکه او موثره توګه او همدارنګه د افغانستان له قانون سره سم کار وکړي. دوی پدې هم بحث وکړ چې څنګه د تمویل او داوطلبي تنوع کولی شي د مدني ټولنې سازمانونه لا ډیر دوامداره کړي. هغه نور موضوعات چې ورباندې بحث وشو په ټولنیز بدلون کې د مدني ټولنې د فعالینو او غیر رسمي ډلو رول، د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختیایی موخو (SDGs) په ترلاسه کولو کې د افغانستان پرمختګ، او دا وو چې د مدني ټولنې سازمانونه څنګه کولی شي په هیواد کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي. په پای کې، برخه اخیستونکو د یو بل او دولت سره د همکارۍ او همدارنګه د مدني ټولنې د سازمانونو د کار د لا ډیر اغیزمن کولو لپاره د سرچینو د چمتو کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د مدني ټولنو د موسسې (ACSFO) رییس ښاغلي عزیز رفیعي وویل: دا ډول مناظرې د ولایت په کچه لږې تر سره کیږي او په دې شمیر استازي په ندرت سره تر یو چت لاندې راغونډیږي. له دې امله، دا زموږ لپاره یو ډیر ښه فرصت دی چې د مدني ټولنې او مدني فضا پورې د اړوندو مهمو مسایلو په اړه د بیلابیلو ولایتونو د سیمه ایزو مدني ټولنو او نورو همکارانو سره خبرې وکړو.

د ملي مدني ټولنې تر اونۍ وروسته به د پالیسۍ لنډیز خپرولو او د مدني ټولنو لپاره د لارښودونو او کړنلارو د ترتیبولو په ګډون یو شمیر فعالیتونه ترسره شي. د مدني ټولنې لپاره د افغانستان انستیتیوت (AICS) به د غونډې په اوږدو کې د راټولو شوو معلوماتو او بحثونو پراساس پدې موادو کار وکړي. دا به ټولو اړوندو برخه اخیستونکو او ګردي میزونو ته وویشل شي او د ژورو خبرو اترو، تحلیل او سپړنې لپاره به د پیل د ټکي په توګه کار وکړي.

یوه قوي مدني ټولنه د هیواد د دوامداره پرمختګ، د سولې رامینځته کولو، او د شخړې پرځای خبرو اترو ته د ودې ورکولو لپاره خورا اړینه ده.

د پرانیستې پالیسئ مشورتي صندوق (OPAF) پروژه د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د GIZ لخوا پلې کیږي. له ۲۰۰۹ کال راهیسې، دا پروژه د افغانستان په ادارو کې د تخصص رامنځته کول تمویلوي او د هغو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنه ورکوي او د ښې حکومتولی له معیارونو سره سم د اصلاحاتو پلي کولو ته لاره هواروي. د ملاتړ غوښتنو په وړاندې انعطاف او چټک غبرګون د پرانیستې پالیسئ د مشورتي صندوق (OPAF) د تګلارې مهمه برخه ده. دې پروژې د نورو فعالیتونو تر څنګ، له ۲۰۰ څخه ډیرو هغو پریکړه کونکو ته چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دولتي ادارو کې کار کوي، مسلکي او د هغوی د دندو اړوندې زده کړې برابرې کړې دي.