مېر منې په ملکی چوپړتیاوو کې

۴۰ افغانې مېرمنو د کار زده کړې پرورګام پای ته ورساوه
19.07.1396
نن ورځ ۴۰ کسه افغان مېرمنو د تخار ولایت په خپلواکو ریاستونو کې د کار زده کړې شپږ میاشتنئ پروګرام پای ته ورساوه. نوموړي پروګرام د دوی د مسلکی چارو د ګډون او په ملکی خدمتونو کې د مېرمنو د شمېر د زیاتوال په اړه مرسته وکړه، لوړ پوړیو دولتی چارواکو او د رسنیو استازیو په لمانځغونډه کې برخه اخیستی وه. د اداری سمون او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون (IARCSC) او په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د پراختیا پروګرام (RCD) په ګده سره نصاب ته وده ورکړې وه. له افغانستان سره د آلمان همکاریو د دغه کړنې پانګونه کړې وه.

د مراسمو په جریان کې د تخار والی، ډاکټر فضل الله مجددی ټینګار وکړ، "موږ د دې فعالیت ستاینه کوو. انټرنشپونه له ښځو سره مرسته کوي ترڅو خپل مهارتونه پیاوړی کړي او عملي تجربه راغونډ کړي. په دې توګه، موږ کولی شو په حکومتي پوستونو کې د ښځو ګډون ته وده ورکړو. "

حکومتی چارواکو ا د RCD استازیو د لمړیو دریو میاشتو په درشل چې د مصاحبې په ترڅ کې ۴۰ کسه مېرمنې وټاکلې، دوی لمړنۍ رونې ترلاسه کړې او ورسره یې نیمایی وخت عملی کار هم وکړ. روزنۍ د بېلګې په توګه د مالی او اداری مدېریت، رهبری، تهیه او تدارکات او همدا راز د افغانستان د قوانینو او سیاست اړوندې موضوع ګانې تر پوښښ لاندې نیولې وې. د پروګرام په دوهمه نیمایی کې، کار زده کونکو پوره وخت په تخار کې په ۱۵ ریاستونو کې کار وکړ، چرته چې دوی په دې وتوانېدل چې لمړنۍ  تجربې تر لاسه کړی. د اداری سمون او ملکی خدمتونوله خپلواک کمیسیون څخه روزونکو کارزده کونکو ته د دوی د نظری پوهاوی د عملی کولو په اړه  د تمرین په بڼه لارښونې وکړې

یوې کار زدکونکې آغلې مژګان وویل: ” پروګرام خورا مرستکونکی وو. موږ هغه اړينه پوهه تر لاسره کړه چې د ولایت په کچه په حکومتی ادارو کې کار وکړو‟  ”د اداری سمون او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون باید نوموړئ پروګرام وغځوی تر څو په دولتی ادارو کې د مېرمنو شمېر زیا شی‟ یوې بلې ګډونوالې آغلې تهمینی زیاته کړه. له لسو کسو ډېرې هغه مېرمنې چې مخکې یې د کار زده کړې په پروګرام کې ونډه اخیستی وه اوس په لېسو، ولایتی ریاستونو او د مدنی ټولنو په مؤسسو (CSOs) کې دنده ترسره کوی دمېرمنو په کار ګومارنې د افغان کورنیو عاید ته ګټه رسولې او ورسره د افغانستان اقتصادی پرمختک هم غښتلی کوی

د آلمان د همکاریو یوه برخه، د ښې حکومتولۍ پرواګرام (RCD) چې د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ) یې پانګونه کړې او Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH یې پلي کوی د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام په ولایتنو او ولسوالیو کې د پراختیا یی پروګرامونو د لمړيتوبونو په هکله  د خپلو شریکانو ملاتړ کوی، کوم چې په ورته وخت کې ملکی کارکونکو ته د نورو پراخه کړنو ترڅنګ روزنې او لارښونې برابروی د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام. له دغه ډول پراخه کړنو سره سره، نوموړي پروګرام په پراختیایی بهیر کې د افغان مالکیت له ډېرولو سره مرسته کوی، د دولتی ادارو پراختیا، شفافیت او ټول شمولیت ته وده ورکوی.