پایښتونکي انرژي

د ۳۰ تنو افغانو ښځو په ګډون روزنیز ورکشاپ
10.09.1396
نن یو لس ورځنۍ ورکشاپ چې «د پایښتونکي انرژۍ د پاره د ښځو د نوښت» له خوا جوړ شوی وو د هندوستان د ډهلي په ښار کې پایته ورسید. په دې ورکشاپ کې ۳۰ تنو افغانو ښځو زده کړل چې د پایښتونکي انرژۍ په ډګر کې یوه سوداګري پیل کړي. دا ورکشاپ د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې د نهادي پراختیا لپاره د المان د پروګرام (IDEA) له خوا د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت سره یوځای پلۍ شو. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام نوموړی اقدام د شاوخوا ۱۲ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل کړ.

د ورکشاپ د پایته رسیدو په مراسمو کې د ښځو په شمول بیلابیلو سیاسي چارواکو او د خصوصی شرکتونو استازو ګډون کړی وو. ملي او سیمه ایزو کارپوهانو د تشبثت مهمې مفکورې ګډونوالو ته تشریح کړې. برسیره پردې، د افغانستان د خصوصي سکتور استازو د نویکیدونکي انرژۍ د سرچینو په کارولو سره د یوې سوداګرۍ د بنسټ ایښودلو په اړه د خپلو تجربو په باب خبرې وکړې. لوړپوړي دولتي چارواکو لکه د انرژۍ او اوبو د وزارت مرستیال ښاغلي محمد ګل خُلمی هم په نوموړو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د نویکیدونکي انرژۍ د اتحادیې اجرائیه رئیس ښاغلي کابل خان تدبیر داسې څرګندونه وکړه: «ښځې د برښنا مهمې کاروونکي دي او له همدې امله د هیواد په پراختیا کې حیاتي رول لوبوي. زمونږ اتحادیه غواړي چې یوه مرستندویه شبکه جوړه کړی او د ښځینه متشبثینو لپاره د بازار د فرصتونو کچه لوړه کړي. زه غواړم چې د پایښتونکي انرژۍ د پاره د ښځو د نوښت څخه خپله مننه څرګنده کړم چې د ښځو د پاره یې لاره اواره کړه چې د پایښتونکۍ انرژۍ په سکتور کې یو لاڅرګنده رول ولوبوي».

د نوموړي ورکشاپ په ترڅ کې ۳۰ تنو ښځو زده کړل چې څنګه خپل د مدیریت مهارتونو ته سمون ورکړي او د یوې سوداګرۍ د پیل لپاره ځلا ځلا کاري پلانونه تدوین کړي. هغوی اوس کولای شي د پایښتونکي انرژۍ په ډګر کې نوښتیز موډلونه طرحه او پلۍ کړي. په راتلونکې کې، د هغوی سوداګریز اقدامونه کولای شي د کارځایونو د منځته راوړلو او د هیواد د پایښتونکي پراختیا د آسانه کولو په لاره کې یو حیاتي رول ولوبوي.

د نوموړي نوښت له خوا یو بل روزنیز کورس به ګډونوالو ته د دې امکان ورکړي چې د کورس د مبلغینو په ډول عمل وکړي او خپلې نوې تجربې او پوهه نورو ښځو ته ولیږدوي. د ګډونوالو یو تن د افغانستان د پراختیا لپاره د نوموړي نوښت د ارزښت په ټینګار سره داسې وویل: «دا راز نوښتونه ښځو ته د دې امکان ورکوي چې د هیواد په پراختیا کې د پاو وړ ونډه واخلي». یوې بلې ښځې داسې وویل: « د پایښتونکي انرژۍ د پاره د ښځو نوښت ماته انګیزه راکړه چې یک سوداګریز کار پیل کړم».

په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا پروګرام (IDEA) د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي . د نوموړي پروګرام موخه داده چې افغاني ټولنې ته د دې توان ورکړي چې د نوي کیدونکو سرچینو څخه انرژۍ ته لاسرسۍ پیداکړي او په دې توګه اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړي، فقر او بی وزلي کمه کړي او د ژوند چاپیریال وساتي. نوموړۍ پروګرام د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت سره د راز راز کارونو په ډګر کې همکاري کوي چې د برښنا د ډاډمنې رسونې د پاره عمومي شرایط منځته راوړي. د مثال په توګه، نوموړي پروګرام د ۲۰۱۵ کال راهیسې د خصوصي او دولتي ښکیلو موسسو او ادارو د پاره د نوی کیدونکي انرژۍ، د انرژۍ د پوهاوي او د انرژۍ د اغیزمنتیا په باب ۲۱ کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړکړي دي. په همدې مهال، دغه پروګرام د انرژۍ د دولتي او خصوصي سکتور شاوخوا ۴۳۰ تنو افغانانو لپاره د کار په اړه د روزنې ځانګړي کورسونه جوړکړي دي.