په افغانستان کې د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د شخصي اضافي برېښنا د صادرولو د نظریې ارزولو د پیل غونډه په دوبۍ کې ترسره شوه

28.04.1398
متحده عربي امارات، دوبۍ، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د جولای د میاشتې ۱۹نېټه - پرون، په افغانستان کې د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د شخصي اضافي برېښنا د صادرولو نظریې ارزولو له درې غونډو څخه یوه غونډه په دوبۍ کې ترسره شوه. د دغه ډول برېښنا کارولو سیسټم اسانتیاوې هغه پېرودونکو ته اجازه ورکوي څوک چې خپله برېښنا تولیدوي څو اضافه برېښنا د پیسو په بدل کې ګرید ته صادره کړي. یوولس ګډونوال چې د نارینه او ښځینه وو په ګډون، دولتي چارواکي او د خصوصي او عامه سکتور ښکېل اړخونه شامل ول، د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د اضافي برېښنا صادرولو د موجوده مقرراتو او همدارنګه د ودې، روښانتیا او منلو لپاره پر وړاندیزونو باندې بحث وکړ. دغه غونډه د افغان جرمن د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام (ESIP) په مالي مرسته جوړه شوې وه.

د انرژۍ او اوبو وزیر، ښاغلي محمد ګل خلمي داسې وویل، " چې د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د شخصي اضافي برېښنا د صادرولو سیسټم مقررات افغان وګړو او په ټوله کې د افغانستان دولت ته ګټه رسوي. د دې لیدلوری افغانانو ته د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د شخصي اضافي برېښنا د صادرولو سیسټم او نورو وسایلو په کارولو سره برېښنا وړاندې کوي او د دغه لارې به په هېواد کې په تدریجي ډول بدلونونه راشي. "

د د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د شخصي اضافي برېښنا د صادرولو سیسټم د برېښنا د بِلونو راکمولو یو اغېزمن میتود دی. همدارنګه دا پېرودونکي هڅوي څو د پاکې انرژۍ په تولید، د افغانستان په چاپېریال ساتنه کې د دوی په بوختولو او د خپلې طبیعي انرژۍ د سرچینو په ساتنه کې فعال رول ولوبوي. د خپلې انرژۍ تولیدولو لپاره د کور څښتنانو او کاروبارونو ته اجازه ورکوي څو د برېښنا له شبکې څخه فشار لرې کړي او خپله برېښنا تولید کړي، په ځانګړي ډول په زیات کچه مصرفوونکي وختونو کې.

د بحث په موضوعاتو کې د نیټ میټرینګ سیسټم د مقرراتو او تخنیکي معیارونو پوره کول، د افغانستان د لمریزې برېښنا په بازار پوهېدل او د احتمالي خطرونو  آزمایل او  د دوی راکمول شامل دي. پردې سربېره، په افغانستان کې د نیټ میټرینګ د یو اقتصادي او مالي تحلیل او همدارنګه د دې د اوږد مهاله بریالیتوب لپاره د ظرفیت لوړونې په اړه بحث شوی دی.  

د برېښنا شبکې ته د پیسو په بدل کې د شخصي اضافي برېښنا د صادرولو نظریې غونډه په کابل ښار او افغانستان کې په عامه ودانیو کې د ۱۵ میګا واټه لمریزې برېښنا د تختو نصبولو لپاره د امکان تعینولو په اړه د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام د یوې اونۍ ورکشاپ ترڅنګ ترسره شوه – چې دغه غونډه په همدغه اونۍ کې په دوبۍ کې جوړه شو. د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام د انرژۍ او اوبو وزارت ته تخنیکي تجربه ورکوي څو د پروژې تطبیق ته د اړینو سندونو په ترتیبولو کې مرسته وکړي. که چېرته دا کار وشي، نو پروژه به د انرژۍ لګښتونه راکم کړي او د برېښنا شبکې سره به زیات مصرفوونکي ونښلوي.

یو ګډونوال تائید کړ چې ورکشاپ موږ ته ګټور او ارزښت لرونکی وو. دغه ورکشاپ موږ ته یو نظر او  فرصت برابر کړ څو د ممکنه څېړنې په اړه بنسټیزه پوهه ترلاسه کړو.

د نوې کېدونکې انرژۍ او د انرژۍ اغېزمنتیا او مؤثریت ته په ودې ورکولو سره د انرژۍ سکتور د سمونتیا پرګرام کارونه د چاپېریال ساتنې پرمهال په افغانستان کې د اقتصادي ودې په لوړولو، ثبات راوستلو، او د خپلواکۍ ترویجولو کې مرسته کوي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) او د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ)  په استازیتوب دافغانستان د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام (ESIP) تطبیقوي. د اقتصادي ودې پرمختګ او د چاپېریال ژغورنې په موخه په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید او د انرژۍ د اغېزمنتیا د دعخ پروګرام موخه ده. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام  په ملي او ولایتي کچه له مهمو چارواکو سره له نږدې څخه همغږي لري څو یو داسې اداري چوکاټ جوړ کړي چې د یوې باوري انرژۍ تولید پیاوړی کړي. همدارنګه دا پروګرام په فوټووالټائیک او سولري انرژۍ کې د پانګونو راجلبولو په موخه د بازار پر بنسټ د کیفیت معیارونو او مراقبت نظریو په خپلولو کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي. په ورخت وخت کې د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام په عامه او خصوصي سکتور او همدارنګ په پوهنتونونو کې کارکوونکو او محصیلیونو ته د ظرفیت لوړونې فعالیتونه تطبیقوي.