په افغانستان کې د نړیوالو هڅو تر ټولو پراخه سیسټماټیکه لنډه کتنه وړاندې شوه

20.06.1399
آنلاین کانفرانس، د ۱۳۹۹ کال د وږی میاشت ۲۰مه، د سې شنبې په ورځ، د کاناډا اوتاوا پوهنتون پروفیسر کریسټوف زو ایرشر، د آلمان اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب له افغانستان سره د پراختیايي مرستو له ارزونې وروسته خپلي موندنې وړاندې کړې. د دوه اړخیزه او څو اړخیزه تمویلوونکو له جملې څخه له ۸۰ زیاتو ګډونوالو په دغه آنلاین کنفرانس کې برخه واخیسته. په ۲۰۲۲ کال کې د BMZ د هېواد په کچه پورټفولیو د راتلونکي ارزونې لپاره چمتووالي په برخه کې، د افغانستان BMZ څانګې بیاکتنه ترسره کړې، چې د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۸ کال موده پکې تر پوښښ لاندې نیول شوې ده. د بیاکتنې اصلي هدف د مختلفو سکټورونو په اړه معلومات او مقایسوي شواهد له افغانستان سره د آلمان پراختیایي همکارۍ وړاندې کول وو، چې هدف یې د BMZ پراختیایي همکاریو تأثیرات ښه کول دي.

د پروفیسر زو ایرشر په وینا، دغه بیاکتنه کېدای شي چې په افغانستان کې د نړیوالو هڅو دریځ ترټولو پراخه سیسټماټیکه لنډه کتنه وي چې اوسمهال د لاسرسي وړ ده. ځینې مشخص بریالیتوبونه ترلاسه شوي، د بېلګې په توگه، لومړني روغتیایي پاملرنه او تعلیم، د څښاک اوبو او برېښنا، سړکونو او پلونو، د حکومت لومړني خدمتونو او لومړني زیربناء ته لاسرسی لرل. په هرصورت، د هیلو ډېری موخې لکه د ادارو ودانۍ جوړول او اقتصادي وده رامینځته کول، ترلاسه شوي دي.

پروفیسر زو ایرشر د هغه د موندنو پراساس نړیوال مرستندویه ټولنو ته درې وړاندیزونه روښانه کړل. هغه وویل، "لومړی، زه په هڅو کې د اعتدال غوښتنه کوم. دا کار مونږ هڅوي چې وګورو څه کار ورکوي او د ډېر لیواله کېدلو څخه مخنیوی کوي. دویم، زه یې پر دوام باندې ټینګار کوم. په دې کي [په افغانستان کې] پاتې کېدل او خپلو هڅو ته دوام ورکول شامل دي. او وروستی دا چې، زه په نا امنه سیمو کې د ښکېلتیا کمولو وړاندیز کوم. شواهد داسې څرګندوي چې په ناامنه سیمو کې فعالیتونه اغېزمن نه دي."

د شمولیت سخت معیارونو پراساس، په دغه بیاکتنه کې په افغانستان کې د پراختیایي مرستو ۱۴۸ مطالعات انتخاب، تحلیل او لنډیز شوي. دغه ارزونه په پنځه ډلو: ۱. د تأثیراتو ارزونې سیسټماټیکه بیاکتنه؛ ۲. د هېواد په کچه د ارزونې راپور دوه اړخیزه لنډیز؛ ۳. د سیګار[1] راپورونو لنډیز؛ ۴. د آسيا پراختيايي بانک لخوا د ارزونې د راپورونو لنډيز؛ او ۵. د څو اړخیزه سازمانونو او نادولتي مؤسسو لخوا د ارزونو لنډ راپور باندې وېشل شوی. د پنځه راپورونو پایلې بیا په معرفي پاڼه کې لنډیز او په شرایطو برابر شوي، چې د افغانستان لپاره د پراختیایي مرستو ارزونې بیاکتنې، د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې په نامه یادېږي، ترتیب شوې.

د پروفیسر زو ایرشر له پرېزنټېشن څخه وروسته د څلورو کارپوهانو لنډ نظرونه واخیستل شول. پروفیسر ډاکټر جورج فوسټ، د آلمان پراختیا او ارزونې د انسټېټیوټ رئیس (Deval)، ښاغلي توماس فایډیکر، د افغانستان او پاکستان څانګې د (BMZ) ستر سلاکار، ښاغلي میټ ډوف، د سیګار د پلټنې او تفتیش عمومي مرستیال، او آغلې کیټي بلانشیټ، په نړیوال بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق (ARTF) کې لوړ رتبه عملیاتي افسره.

له دغه بیاکتني څخه ترلاسه شوي پایلې پر دې باندې فکر کولو لپاره وقفه کوي او جدي دي. په ورته وخت کې، بیاکتنه ډېر ارزښت لرونکي نظرونه او زده کړل شوي درسونه وړاندې کوي چې باید د همکارۍ طریقو او راتلونکي سولې ته وده ورکولو په پام کې له نیولو سره د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت یې له پامه ونه غورځوي.

د افغانستان پراختیایي مرستو د ارزونې بیا کتنه د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب ترسره شوې وه. د بیاکتنې ټول راپورونه له افغانستان سره د آلمان همکارۍ په ویب پاڼه کې ددغه لینک (https://www.ez-afghanistan.de/en/page/results-german-cooperation) له لارې موندلای شئ. [2]

 

[1] د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړی عمومي پلټونکی

[2] ټول راپورونه له دغه لینک څخه ډاونلوډ کولای شئ: https://www.ez-afghanistan.de/en/page/results-german-cooperation