په بدخشان ولایت کې د حقوقو او شرعیاتو ۶۷ کسه زده کونکو حقوقی کلینک او مدنی فعالانو لپاره روزنه بشپړه کړه

نن ورځ، ۶۷ کسه زده کونکو خپله لنډ مهاله زده کړه (کورس) د بدخشان پوهنتون د فیض آباد په حقوقی کلینیک کې بشپړه کړه
20.07.1396
دغه ۲۲ کسه ښځینه او ۴۵ کسه نارینه فارغانو د لمانځغونډې د مراسمو په ترڅ کې د څېړنیزې محاکمې په درشل کې جنایی قضيې وړاندې کړې له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د قانون د حاکمیت پروژې (RoL)د بدخشان په دولتی پوهنتون اونورو شمالی ولایتونو کې د حقوقی کلینیکونو ملاتړ کوی.

دحقوقو د پوهنځي يوه زده کوونکي داسې وويل: "مونږ د حقوقو د زده کړې  د څلورو کلونو په موده کې د تمثيلي محکمو په باب هيڅ کومه عملي زده کړه نه ده درلودلې. ما واقعأ د قاضيانو او څارنوالانو د دندو او مسئوليتونو په اړه هيڅ ډول معلومات نه درلود. خو د دې پروګرام له برکته مونږ اوس پوهيږو چې څنګه جزايي دلايل پيداکړو، څنګه يو جرم ثابت کړو يا په سمه توګه د تورونو په وړاندې دفاع وشي". 

حقوقی کلینیکونه د حقوقو او اسلامی شرعیاتو د پوهنځیو څانګې دی چې زده کونکو ته ددې توان ورکوی چې خپلې عمل تجربې د افغان قانونی سیستم سره شریکی کړی. زده کونکی په دولتی او قضایی ادارو کې د کار زده کړې چانس پیدا کوی، ترڅو د څېړنې وړ محکمو ته وده ورکړی او د وګړو لپاره قانونی مرستې چمتو کړی.  دا نه یواځې دا چې له زده کونکو سره د هغوی د مسلکی کړنو په پیل کولو کې مرسته کوی بلکي دا ټولو افغان وګړو ته ښو روزل شویو مدافع وکیلانو ته د لاسرسی ګټه لری

په بدخشان کې دې دغه لمانځغونډې سربېره، له افغانستان سره د آلمان دهمکاریو د مدنی ټولنو د فعالانو او په مزارشریف بلخ کې کورنیو ته د  مشورو د مرکزونو کارکونکو ته روزنې هم برابرې کړی دی. د قانون د حاکمیت پروژې یو سیمینار تنظیم کړی وو چې څرنګه شریکانو او پانګه والو ته سم پروپوزل ولیکی، لکه چې ددې موضوع په اړه د پوهې کمښت سږ کال وختی د یوې ارزونې په ترڅ کې په ګوته شوی وو.

د سمنګان ولايت د ښځو د عدالت غوښتنې د سازمان د پروژې يوې منجرې داسې څرګنده کړه: "که چيري غير حکومتي سازمانونه په دې پوه شي چې څنګه سم وړانديزونه ترتيب کړي، هغوی به وکولای شي چې د مالي له پلوه پايداره شي."

د بریالیو پروپوزلنو چمتو کول د مدنی ټولنې فعالانو او شریکو سازمانونو ته د لوړ کیفیت چوپړتیاوو د چمتو کولو لپاره اړینه ده. اوس مهال، د مدنی ټولنو ډېرۍ مؤسسې کومې چې د اقتصاد له وزارت سره راجستر دی غیر فعالې دی. روزنې به له دوی سره مرسته وکړی چې د کار کونکو د مهارتونو په لوړسره  خپل فعالیتونه بشپړ کړی.

په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د و دې پروګرام (RoL) د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ) په استازیتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له لوری پلئ کېږی. د نوموړوی پرګرام مؤخه داده چې پدې ځان مطمین کړی چې افغان دولت د قانون د حاکمیت پر بنسټ ولاړ دی، منظم قضایی سیستم لری او د ټولو اتباعو لپاره قانونی امنیت چمتو شوی دی. نوموړئ پروګرام مختلف فعالیتونه پلی کوی ترڅو موخې ته ورسېږی، چې په شمالی ولایتونو کې د دولتی پوهنتونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ملاتړ هم شامل دی ترڅو د راتلونکو مدافع وکیلانو لپاره د زده کړې شرایط ښه کړی. تر دې دمه د قانون د حاکمیت پروژې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیوته له ۳۰،۰۰۰ ډېر کتابونه برابر کړی دی، د زده کونکو او ښونکو لپاره یې له ۱۵۰ ډېر دقانونی موضوعاتو اړوندې روزنې یی تنظمیم کړې دی او له ۶۰ کسه ډېرو زده کونکو ته یې تحصیلی بورسونه ورکړی دی.