په بدخشان کې ۱۰۰ تنو ښځو د انګریزۍ ژبې، ګنډنې او کمپیوتر په څانګو کې خپلو مهارتونو ته سمون ورکړ

نن ۱۰۰ تنو ښځو د بدخشان د ولایتي مقامونو، د ښځو د چارو د وزارت مرستیالې، رسنیو او د المان د حکومت استازي د فیض آباد په ښار کې د روزنیزو کورسونو بریالي بشپړول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل
24.05.1395
د تیرو شپږو میاشتو په ترڅ کې، د نوموړو کورسونو ګډون کوونکو د ګنډنې، انګریزي ژبې او کمپیوتر په څانګو کې روزنه ومونده. د هغوی د مهارتونو لوړه کچه به د هغوی د کار لرلیدونو ته سمون ورکړي.

نوموړي روزنیز کورسونه د ښځو د چارو د ریاست له خوا د بدخشان ولایت په مرکز کې د ښځو په روزنیز مرکز کې، چې یونیم کال وړاندې پرانیستل شو، جوړشوي وو. نن په بدخشان کې د ښځو دپاره د ظرفیت د پراختیا د ۱۷میاشتني پروګرام  دوهمه دوره بشپړ شوه. د روزنیز مرکز د پرانیستلو د نیټې نه راهیسې مجموعاً ۲۷۰ تنه ښځې په روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی دی.

په نوموړې دوره کې ۲۵ تنو ښځو د ګنډنې په څانګه کې خپل نومونه ثبت کړی وو. د ګنډنې په روزنیز کورس  کې د فاطمې په نامه یوې ګډون کوونکې داسې وویل: "دغه روزنه د مونږ ښځو دپاره یو لوی فرصت ګڼل کیږي چې د ګنډنې نوي تخنیکونه زده کړو ترڅو وکولای شو په ځایي بازار کې د نورو محصولاتو سره سیالی وکړو. دغه کار مونږ ته ددې امکان په لاس راکوي چې د خپلو کورنیو مالې وضعې ته سمون ورکړو. همداراز د ګنډنې د تولیداتو له لارې ښځې کولای شي خپل سټایل ته بدلون ورکړي او د ځان د تبارز لاره پیدا کړي. دا ډیره په زړه پورې خبره ده. "

۷۵ تنو نورو ښځو د انګریزي ژبې او کمپیوتر په روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی وو. څرنګه چې نوموړي مهارتونه اکثرو دولتي او غیردولتی نهادونو پوستونو ته د ګمارلو د شرطونو له ډلې څخه شمیرل کیږي، د کورس ګډون کوونکو په دې توګه خپل د استخدام شانسونه زیات کړل.

په دې دوهمې روزنیزې دورې کې د ۱۰۰ تنو ښځو ګډون د کار په بازار کې د هغوې د برخې اخیستنې ژمنه څرګندوي. د المان حکومت د ښځو د توانولو څخه په کلکه ملاتړ کوي او له همدې امله یې د ښځو د روزنیز مرکز د ودانولو او په تیرو ۱۷ میاشتو کې د روزنیزو اقدامونو د پلۍ کولو په موخه د اړتیا وړ پیسې برابرې کړيدي. په ټولیزه توګه، د المان حکومت د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا د پروګرام (RCD) له لارې  د ۲۴ میلیونو افغانیو په برابرولو سره د نوموړي مرکز څخه ملاتړ کړیدی. د دې بودجې څخه د ۲،۷ ملیونو افغانیو نه زیات  د روزنیزو کورسونو دپاره لګول شویدي.