په بلخ ولایت کې د ولایتي کانونو مفتشینو لپاره د کان کیندنې روزنه

25.07.1398
مزار شریف، بلخ ولایت، ۲۵-۰۷-۱۳۹۸. نن، په مزار شریف کې د کان کیندنې څلور اوونیزه روزنه بشپړه شوه. په دغه روزنه کې له شپږ (۶) ولایتونو لکه بغلان، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو ریاستونو څخه د کان کیندنې ۱۳ مفتشینو ګډون کړی و. دغه روزونکي چې د کانونو او پټرولیم وزارت کارپوهان دي، د روزونکو روزنې په پروګرام کې تېر ځل ګډون کړی و، په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کال کې هم د نوموړي روزنې بودیجه د افغان جرمن همکارۍ ورکړې وه.

د سمنګان ولایت د کانونو ریاست د کان کیندنې مفتش، ښاغلي خالیدین قاریزاده داسې وویل، 'له هغه روزنو څخه چې ما پکئې ګډون کړی دی، دغه روزنه ترټولو ښه او په زوړه پورې روزنه وه. دا ډول په لوړه کچه روزنې به له موږ سره مرسته وکړي څو د کان کنیدنې د تفتیسش پروسې د نړۍ والو اصولو سره سم ترسره کړو.'

په دغه روزنه کې د کندو او ځمکې لاندې کان کیندنې پروسې، روغتیا او خوندیتوب، کان کیندنې قانون، چاپېریالي اړخونه، سروی تخنیکونه او د کانونو په سکتور کې د جنډر رول پورې اړوند موضوعات شامل وو. دغه روزنه په بلخ ولایت کې د کان کیندنې په ساحو عملي تجربې او تمرینونو سره هم بشپړه شوه. د کان کیندې مفتشین، اوس د دې جوګه دي څو د کان کیندنې فعالیتونو ساحوي تفتیش په سمه توګه وکړي او دا وګوري چې آیا د کان کیندنې فعالیتونه له نورمونو، معیارونو او له مقرراتو سره مطابقت لري او که نه.

یو بل ګډونوال، ښاغلي زین الله نوري چې د فاریاب ولایت د کانونو ریاست د کان کیندنې مفتش دی، داسې وویل، 'دغه روزنه، د موږ د ریاست له اړتیاو سره سم ښه تنظیم او ترتیب شوې وه. دغه نوې زده کړه به له ما سره مرسته وکړي څو خپله دنده په سمه او اغېزناکه توګه ترسره کړم.'

افغانستان د مسو، وسپنې، سرو زرو، لیتیم، نادره ځمکو او کوبالټ په شمول له معدني سرچینو څخه بډای هېواد دی. دغه سرچینې د اقتصادي ودې ډیروالي، اضافي عایداتو ترلاسه کولو او د افغانستان په استخراجي سکتور کې ډېری دندو ایجادولو لپاره ښه ضمینه برابروي. په هرصورت، د دې فعالیت احتمالي اغیزمنې کارونې لپاره، د کان کیندنې فعالیتونه باید په ښه توګه اداره، تنظیم او په شفاف ډول وڅارل شي.

دغه پروګرام په اته (۸) دورو کې ترتیب شوې چې سږکال په مزارشریف کې د کابل او فیض آباد څخه وروسته درېیمه (۳) دوره وه. شا او خوا ۱۰۰ کسان به له دغه روزنې څخه ګټه اخلي. راتلونکي پنځه (۵) دورې به د افغانستان په نور پنځه (۵) زونونو کې ترسره شي څو ټول هېواد په سمه توګه تر پوښښ لاندې راشي او دغه پروګرام به تر ۲۰۲۰ کال د  اپرېل میاشتې پورې دوام لري. د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (MinGov)  د افغانستان په استخراجي سکتور کې ښه حکومتولۍ ته ودې ورکولو لپاره د ۱۳۹۶ کال نه تر ۱۳۹۷ کال پورې ورته پروګرام پلي کړی چې په پایله کې یې د ښځو په ګډون د کان کیندنې له ۱۵۰ څخه زیاتو مفتشینو ګټه پورته کړه. دغه پروګرام د کانونو او پټرولیم له وزارت سره په همغږۍ سره جوړېږي او تطبیقېږي.

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې ښه حکومتولۍ (MinGov) ته وده ورکوي، د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه(GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د افغانستان د کانونو سکتور ښه اقتصادي امکانات لري چې په هېواد کې د پام وړ وده کولای شي. د دې احتمالي ګټې اخیستنې لپاره، د دغه پروګرام موخه، د افغانستان د کان کیندنې په سکتور کې د حکومت عواید زیاتول، په دغه سکتور کې پانګونې ته وده ورکول او له فساد سره مبارزه کول دي. د نورو فعالیتونو ترڅنګ، له ۱۳۹۲ میلادي کال راهیسې د کانونو او پترولیم وزارت (MoMP) او د دغه وزارت ولایتي چارواکو لپاره ۲۵ روزنیز کورسونه لکه د کانونو لپاره پلان جوړول، د کانونو اقتصاد او له ۵۰۰ څخه ډېر مفتشینو لپاره د کانونو نظارت، مدیریت او اداري کورسونه او نور کار کوونکو  لپاره اوږود مهاله تعلیمي پروګرامونه لکه د لېسانس او ماسټرۍ پروګرامونه جوړ کړي دي. پر دې سربېره، دغه پروګرام د افغانستان استخراجي صنایعو شفافیت له نوښت (AEITI) سره هم مرسته کوي څو شفافیت ته وده ورکړي او له اداري فساد سره مبارزه وکړي.