په بلخ ولایت کې ۴۵ کسه ښځینه فارغانو د کار زده کړې دوهم پروګرام بشپړ کړ

نن ورځ، ۴۵ ځوانو مېرمنو د بلخ ولایت د ملکی چوپړتیاوو په دفترونو کې د کار زده کړې پروګرام پای ته ورساوه
26.07.1396
د کار زده کړې پروګرام موخه په مسلکی چارو کې د ګډونوالو د عملی کار وړتیا لوړل او کاری تجربه ده ترڅو د دوی کار کولو ته وده ورکړی او په عامه ادارو کې د مېرمنو ګډون زیات کړی. د اداري سمون او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون (IARCSC) فعالیتونه پلی کړل، چې له افغانستان سره د آلمان د همکاریو او په افغانستان کې ښې حکومتولۍ ته د ودې ورکولو پروګرام (RCD یې ملاتړ کړی وو

د کار زده کړې پروګرام نه وروسته څلورو ګډونوالو هریوه په شخصی شرکتونو او د مدنی ټولنو په مؤسسو(CSOs) کې کار موندلی دی. لوړ پوړو ولایتی چارواکو، رسنیو او کار زده کونکو د مزار شریف د د اداري سمون او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون په دفتر کې په ننی لمانځ غونډه کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون سرپرست ښاغلي احمد جاوید یارور په دې مراسمو کې وویل: "د کارآمورزې فارغ شوي 45 ښځینه زده کونکی لپاره د کاری زده کړي پروژه د کاري فرصتونو د ښه والي لپاره یو ګټور پروګرام دی. موږ د حکومت ملاتړ او د آلمان ښکېلتیا څخه مننه کوو ".

د کارزده کړې شپږ میاشتې دوام وکړ. د لمړنیو دریو میاشتو په ترڅ کې، ګډونوالو نظری زده کړی وکړی چې د عامه چوپړتیاوو، قانون او د دفتر د مدیریت اصول پکې شامل وو. د کار زده کړې په اخری دریو میاشتو کې  د بلخ ولایت د عامه چوپړ تیاوو په ادارو کې عملی کار ته ځانګړې توجه وشوه، کارزده کونکو ته قیمتی او کاری تجربې چمتو شوې او دوی ته اجازه ورکړل شوه چې خپلې نوې پوهې پلی کړی.  

یوې کارزده کونکې له نوموړی پروګرام څخه د فراغت لپاره مننه وکړه او ویې ویل "د دې کاری زده کړي څخه دمخه، ما د څو پوستونو لپاره لیکني ورکړی، مګر هیڅکله د کاري تجربې نشتوالی او ضعیف فعالیت له امله کامیابه نشوم. مګر په دې پروګرام کې برخه اخیستنې نه وروسته زه ډاډه یم چې په لیکلو ازموینو او مرکو کې به ډیر ښه کار وکړم او پرته له کومې ستونزې څخه خپل کار پر مخ بوزم. " یو بله ګډونواله زیاته کړه: "زه پوهیږم دی پروګرام زما د پوهي کچه لوړه کړی ده، د مرکو لپاره پرځان باور د کار تجربه می زیاته شوی ده، د حکومت او غیر دولتي سازمانونو سره د کار پیلولو لپاره جرئت یی راکړی".

له افغانستان سره د آلمان د همکاریو پروګرام په افغانستان کې د ورته پروګرامونو ملاتړ کړی دی. د ۱۳۹۳ کال د زمري د میاشتې را پدېخوا، د ښې حکومتولۍ ته د ودې ورکولو پروژې RCD د افغانستان په شپږو ولایتونو: بدخشان، بلخ، کندز، سمنګانو او تخار کې د کارزده کړې پروګرامونه تنظیم کړی کوم چې ټول ټال له ۳۵۰ کسه ډېرې ښځينه فارغانو ورنه ګټه اخیستیې ده. په عموم کې، دغه پروګرامونه په حکومتی ادارو کې د ښځينه فارغانو لپاره په کارموندنه او په دولتی ادارو کې ددوی د کډون د شمېر په ډېرولو تمرکز کوی.

د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام چې ۱۳۸۹ کال را پدېخوا د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت په استازیتوب دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له لوری پلی کېږي. د نوموړی پروګرام موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې ادارې پدې توانول دی ترڅو خپلې اداری چارې په خپله سمبال کړی او مناسبې عامه چوپړتیاوې چمتو کړی. دې موخه ته د رسېدنې لپاره، د سیمه ایزې وړتیا د ودې پروګرام تراوسه پورې له ۳۷۰۰۰  ډېرو عامه کارکونکو، دولتی کارکونکو، اود ولایتی شوراګانو کارکونکو ته څه ناڅه ۷۰۰ مسلکی او یا هم د دندې اړوندې ځانګړې زده کړې او د دزده کړو کوروسونه برابر کړی. سربېره په دې، د محلی اداری جوړښتونو په اړه د خلکو د باور زیاتولو لپاره، نوموړې پروژې ۱۹۵ د عامه پوهاوي غونډې تنظیم کړي دی چې شاوخوا ۲۷۳۰۰ وګړو ته رسېدلی دی.