په تالقان کې د نجونو تر ټولو لویې عالي لیسې چې ۱۱۰۰۰ زده کوونکي ترې ګټه پورته کوي، پرانیستل شوې

09.01.1400
تالقان، تخار، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري د میاشتې نهمه نېټه - پرون، ولایتي چارواکو او له افغانستان سره د آلمان همکاری استازو په تخار ولایت کې د ښوونځيو نوي ودانۍ پرانستې. تر ۱۱۰۰۰ ډېر زده کوونکي به د ښوونځيو له دغو نویو ودانیو او اسانتیاوو څخه ګټه واخلي. پدې لمانځغونډه کې شاو خوا ۲۰۰ زده کوونکو، والدینو، ښوونکو، مشرانو او د مدني ‎ټولنې فعالینو برخه اخېستې وه. د تخار ولایت د پوهنې ریاست دغه پروژې له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ایزو زیربناؤو پراختیا پانګې (RIDF) په تخنیکې مرسته پلي کړې. ‌‎نوموړې پروژې د شاوخوا ۱۶۷ ملیونه افغانیو په لګښت تمویل شوې.

د تخار والي ښاغلی عبدالله قرلق وویل ، "د دې دوو ښوونځیو پرانیستل د تخار ولایت لپاره یوه بیلګه ده. زه د پوهنې ریاست څخه غواړم چې د ښوونځيو ساتنې او کار اخیستنې ته ښه پاملرنه وکړي. دا نوي جوړ شوي ښوونځي په تخار ولایت کې ترټولو عالي معیارونه لري چې په دې ترتیب به د ښوونې او روزنې کیفیت ډیر ښه شي."

د اول نمبر او بي بي مریم نجونو لېسې د تالقانو په ښار کې د نجونو دوه تر ټولو لوی ښوونځي دي. دا د ښار ترټولو پخوانیو ښوونځيو له ډلې څخه هم دي چې  ۳۰ او یا ۴۰  کاله مخکې جوړې شوي. د دواړو ښوونځیو ودانۍ په خراب حالت کې وې او د زلزلې په وړاندې يې مقاومت نه درلود. شاوخوا ۹۰ سلنه ټولګيو د خیمو لاندې یا په  ازاده هوا کې زده کړې کولې. ټولګي د باراني موسمونو په جریان کې اکثرا تړلي پاتې کېدل او د نظافت ساتلو اسانتیاوې یې کافي نه وې.

د تخار د ښوونې او روزنې ریاست رییس ټینګار وکړ، "د دې دوه ښوونځیو زده کونکي به د زیاتې هڅونې سره زده کړې وکړي او د دوی د پوهې کچه به ډیره ښه شي ځکه چې د ښوونځي غوره شرایط غوره زده کړې ته لاره هواروي."

د دواړو عالي لیسو نویو جوړو شوې ودانۍ په میزونو او چوکیو او نورو لازمه درسی توکو سمبال دي او ۶۵ ټولګي ، ۱۵ اداري خونې او پنځه دوه پوړیزه ودانۍ شاملې دي. نوې ودانۍ داسې جوړې شوي چې د هر ډول اقلیم او زلزلې په وړاندې مقاومت لري. سربیره پردې، دوه زړې  ودانۍ هم ترمیم او بیا ورغول شوې چې په تنیجه کې ۱۶ اضافي با کیفیته درسی خونې چمتو شوې.

په ساختماني کارونو کې، د ښار د برښنا شبکې او د اوبو رسولو شبکې سره نښلول، د انګړ د غولی مینځلو اسانتیاوو لرونکي د اوبو زیرمې، د بارانونو اوبو ایستلو ویالې، د ټټیو ښې اسانتیاوې، د ساتونکو خونه، د کارکوونکو ماشومانو لپاره لوبغالئ او د وړکتون دوه ودانۍ، د انګړ دیوال نوي برخې شاملې دي. دا بشپړ کمپلیکس کولی شي په طبیعي آفتونو کې د بې ځایه شوي خلکو لپاره د لنډمهاله خوندي ځای په توګه هم وکارول شي.

د پروژو د پلي کیدو په ۳۴ میاشتنۍ موده کې، په اوسط ډول هره ورځ  شپږ سیمه ایز غیر مسکلي کارګران په کار بوخت وو او ددي فرصت څخه یې ګټه پورته کړه. په عین حال کې، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ایزو زیربناؤو  پراختیایی پانګې (RIDF) د تخار د ولایت د پوهنې ریاست انجنیرانو او مدیرانو لپاره د دندې پر مهال روزنه، مسلکي لارښوونې  او ورکشاپونه وړاندې کړل.  ددې کار مؤخه دا ده  چې د ریاست وړتیاوې پیاوړي شي تر څو په راتلونکي کې ورته پروژې په خپلواکه توګه  پلان او پلي کړي. د ولایتي پوهنې ریاست د نوي جوړ شوي ښوونځیو د ودانیو فعالیت او ساتنې  ته ژمن دی.