په تخار کې د زده کړې نوې ودانۍ چې لږترلږه ۳۰۰۰ تنه زده کوونکي ورڅخه ګټه پورته کوي

د افغان-المان د همکارۍ پروګرام په تخار کې د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو دوې نوې جوړې شوې ودانۍ او د احاطې یو دیوال وسپارل
02.08.1396
دغه نوې ودانۍ به د شاوخوا ۳۰۰۰ تنو نجونو او هلکانو دپاره د زده کړې ډیر ښه چاپیریال برابر کړي. د المان حکومت د شمالي افغانستان د ثبات جوړونې د پروګرام (SPNA) له لارې د ۶۲٬۴ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت ټول ودانیز کارونه تمویل کړ.

د پرانیستی په مراسمو کې د تخار د پوهنې رییس ښاغلي سید عنايت الله نوید څرګنده کړ: "پنځلس کاله وړاندې، موږ د اساسي زده کړو اسانتیاوې نه درلودې. کله چې ما د دهشت قلعه کې د ځینو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه، ښوونکو د ښوونې لپاره د خټو څخه د تباشیر پرځای کار اخیستل. نن ورځ، موږ د لوړې کچې معياري ښوونځیو د پرانستلو شاهدان یو. زه باور لرم چې د داسې تاسیساتو شتون به د تخار د تعلیمي سیسټم په پرمختګ کې مرسته وکړي ".

په نوموړو مراسمو کې د تخار د سکتور ریاستونو چارواکو، د ولسوالیو سپین ږیرو، زده کوونکو او ښوونکو ګډون کړی وو. د ښوونځیو د پورتنیو ودانیو یوه ودانۍ د دشت قلعه په سیمه کې جوړه شوې ده او چار چاپیر یې یو محافظوي دیوال هم جوړشوی دی. د خواجه بهاوالدین په سیمه کې نوې ودانۍ د لوست اته ټولګي لري چې په هغه کې به ۱٬۲۳۰ تنه نجوني او هلکان زده کړه وکړي. د دشت قلعه د ښوونځي په شان دغه ودانۍ په تجهیزاتو سمباله شوې ده، او د ادارې خونې، کمپیوترونه او لابراتوارونه، د اوبو زیرمې، د برښنا لمریز سیستم او چارچاپیر یو محافظوی دیوال لري. په دشت قلعه کې د آی خانم د ښوونځي چارچاپیر یو نوی دیوال جوړشوی دی چې د دغه ښوونځي ۹۵۰ ښځینه زده کوونکو دپاره مصونیت تامین کړي.

د شهر کهنه د نجونو ښوونځي مدیر زیاته کړه: "د دې تعمیر څخه دمخه، موږ د یو پخوانی ودانۍ کې ټولګي ترسره کولو چې د ټولو محصلینو لپاره مناسب ځای نه درلود او موږ ځینې ټولګي بهر ترسره کول. زده کونکي به په ځمکه ناست وو چې د هغوی لپاره په ځانګړې توګه په اوړی کې مناسب نه وو. اوس، دا ستونزه حل شوې ده او زموږ زده کونکي په یوه داسې چاپیریال کې زده کړه کوي چې ټول اړین اسانتیاوې لری. موږ ویاړو چې د دې نوي ښوونځي ودانۍ او د لوړې کچې زده کړې معیارونه ولري."

د ولسوالیو د پراختیا اړونده شوراګانو او د تخار ولایت د پوهنې ریاست په ګډه پریکړه وکړه چې نوموړي ښوونځي ودان کړي. دواړه پروژې د ولایتي پراختیا د پلان یوه برخه جوړوي.

د شمالي افغانستان د ثبات جوړونې پروګرام د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې د ټولنیز-اقتصادي بیخبنا د سمون ورکولو او د ځایي پراختیایي شوراګانو د غښتلي کولو له لارې د افغانستان په شمال کې زیان منونکي سیمې باثباته کړي. تر اوسه پورې د دې پروګرام له لارې د بدخشان، کندز، تخار او بغلان د ولایاتو په ۵۰ ولسوالیو کې ۳۶۰ پروژې، لکه د شاوخوا ۲۰۰ ښوونځیو، ۳۷ سړکونو او پلونو او د اوبولګولو ۱۶ کانالونو جوړول یا بیارغول، بشپړې شوې دي. د دې تر څنګ، دغه پروګرام د پراختیایي شوراګانو لږترلږه ۱۸۰۰۰تنه غړي د پروژو د ټاکنې او څارنې په اړه روزلې دي.