په تخار کې د سړک بیارغونه به ۳۶۰۰۰ اوسیدونکو ته ګټه ورسوي

25.04.1399
تالقان، تخار، ۲۵-۰۴-۱۳۹۹. دا اونۍ، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست (DRRD) استازو د تخار ولایت په تالقان ولسوالۍ کې د دوه (۲) کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک کړ. دغه پروژه به د پل جلات له کلي څخه چې د کندوز نه د تخار ولایت لوی لارې په اوږدو کې د تالقان له ښار څخه پنځه (۵) کیلومټره لرې پروت دی، پیل شي او د نو آباد پل قک کلي کې پای ته ورسېږي. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ییز بنسټیز پراختیایي وجهي صندوق (RIDF) به د کلیو بیارغونې او پراختیا له ریاست سره په ګډه د دغه پروژې په تخنیکي پلي کېدلو کې مرسته وکړي او د دغه پروژې لګښت چې نږدې ۱۰۹ میلونه افغانۍ کېږي، ورکوي.

د تخار والي، ښاغلي عبدالحق شفق وویل، "زه له خپل دوست هیواد، آلمان نه مننه کوم چې د دا ډول انکشافي پروژو له لارې د افغانستان خلکو سره مرسته کوي. د تخار ولایت ته ددوی د پاملرنې ستاینه کوم."

دغه سړک د اشکمش، چال او بنګي ولسوالۍ سره نښلوي. د دغه سړک بیارغونه به شا او خوا ۳۶۰۰۰ اوسیدونکو ته چې په ګاونډ کې ژوند کوي، ګټه ورسوي. د دغه درېو ولسوالیو اوسېدونکي د سړک خراب وضعیت له امله ښار ته د توکو، کرنیزو محصولاتو او مال وړلو پرمهال له ستونزو سره مخامخ دي. دوړې او کله ناکله خټین سړک شا او خوا سیمه ککړوي او عامه، خصوصي او ټولنیز خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کوي. د بیارغونې پرمهال به، دغه پروژه هغه اوسېدونکو ته د عاید زمینه هم برابره کړي چې په رغنیز کارونو کې برخه اخیستلای شي. پر دې سربېره، ځایی هټیوال کولای شي چې ساختماني توکي هم وپلوري.

په اوږد مهال کې، بیارغول شوی سړک به خلکو ته لویې ټولنیزې اقتصادي ګټې ورسوي. بیا رغول شوی سړک به ټولنیزو خدمتونو، لکه ښوونځي، روغتیایي مرکزونو او مارکیټونو ته د لاسرسي له لارې د ژوندانه وضعیت ښه کړي، او دغه سیمې ته د غیر ځایي خلکو (لارویانو) ته د لاسرسي وړ کېدلو سره به امنیت او کلتوري اړیکې پیاوړې کړي.

د تخار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریس وویل، "ددغې پروژې پلي کیدل به د اوسیدونکو د ژوند په شرایطو مثبت اغیز ولري. د دریو ولسوالیو ترمنځ د سفر وخت به د پام وړ کم شي. په راتلونکي کې، رغول شوی سړک به د تخار-کندز لويې لارې ته د بدیل په توګه وکارول شي ترڅو د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي." د دغې سیمی یو اوسیدونکي، ډاکټر محمد رحمان حکیم وویل، "موږ له افغانستان سره د آلمان همکاری او د خپل سیمه ایز حکومت څخه ډیره مننه کوو چې ددې پروژی پلي کیدو لپاره يې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي."

د جغل او خامه موجوده سړک به دواړه خواوې، شپږ مټره پلن پوخ سړک چې دواړه خوا ته به یې جغل کاري هم وي، بیارغول کېږي. په دواړه خواوو کې به د اوبو وتلو سیسټم جوړ شي ترڅو د سړک پر سر د اوبو ډنډ/جمع کېدلو مخه ونیسي. پر دې سربېره، د سړکونو پلچکونه به زیات او یا هم بیارغول کېږي او د تیږو استنادي دېوال به جوړ شي ترڅو سړک له سیلابونو څخه خوندي وساتي.

د بیارغونې پرمهال، RIDF به د تخار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا په ریاست کې انجینرانو او مدیرانو لپاره د دندې پر مهال روزنه او نور روزنیزې ناستې برابرې کړي. د دغه کار هدف د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ظرفیت لوړول دي څو په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د کلیوال سړکونو ډیزاین، جوړ او ساتنه وکړي.

د سیمه ییز بنسټیز پراختیايي وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د RIDF موخه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ژوند وضعیت د بنسټیز زېربنا جوړولو، ادارو او خلکو پیاوړي کولو له لارې ښه کول دي، څو هغوی بنسټیز پروژې پلان، تطبیق او ورڅخه ساتنه وکړي. په بنسټیز اقداماتو کې د سړکونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونه، د سیلابونو لپاره استنادي دیوالونه، ښوونځي او همداراز د برېښنا شبکې پراختیا شامل دي.  له ۱۳۹۰ کال راهیسې، دغه پروګرام  له ۲۷۰ کیلومټره څخه زیات سړکونه، ۹۸ کیلومټره د اوبو لګولو کانالونه او ۱۵ د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې  بندونه جوړکړي او بیا رغولي دي. پر دې سربېره، دغه پروګرام ۲۹ ښوونځي جوړ کړي او ۵۷۵۰ کورونو ته یې برېښنا ورکړې ده. تر اوسته پورې، ۵۵۰۰ حکومتي کارکوونکو په روزنیز کورسونو کې برخه اخیستلې ده چې موخه یې د ولایتي حکومتي کارکوونکو روزنه وه. دغه کار به افغان ادارې د دې جوګه کړي څو په راتلونکي کې دغه ډول پروژې په خپلواکه توګه تطبیق کړي.