په سمنګان ولایت کې د سړک بیا رغونه چې ۲۲۰۰۰ ښاریانو ته یې ګټه رسېږي

14.09.1397
ایبک آباد، سمنګان ولایت، ۱۴ د لیندۍ ۱۳۹۷ کال، پرون د ایبک او ژوندون درې کلي سره نښلولو لپاره د درې کیلو مټره اوږدوالي په اندازه پوخ سړک جوړولو د ځمکې کیندلو او همدارنګه له مزار شریف څخه تر د کابل لویې لارې سره نښلولو لپاره د ۸۰۰ مټره اوږدوالي په اندازه د جغل سړک جوړلو مراسم په ایبک کې ترسره شو. په دغه مراسمو کې د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست او د افغان جرمن همکارۍ چارواکو ګډون کړی وو. له دغه نوي ټرانسپورټي زېربناء څخه به له ۲۲۰۰۰ څخه زیات ښاریان ګټه اخلي. د افغان جرمن همکارۍ د ۹۲ میلونه افغانیو په لګښت د ودانیزو کارونو بودیجه ورکوي.

د سمنګان ولایت مرستیال، ښاغلي الحاج صفت الله سمنګاني وویل: "موږ د آلمان له دولت څخه مننه کوو چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په سمنګان ولایت کې زېربنایي پروژې تمویلوي. د سړک جوړولو دغه مهمه پروژه به خلکو ته زمینه برابره کړي څو ګاونډي ولسوالیو ته له اسانۍ سره تګ راتګ وکړي."

نوی زېربناء به د ایبک او د خرم، سر باغ او روی دو آب ولسوالیو او همدارنګه د کابل او مزارشریف اقتصادي مرکزونو ترمنځ ټرانزیټ  ښه کړي. محلي خلک به ښوونځیو، کرنیزو مارکیټونو او روغتیایي مرکزونو ته له اسانۍ سره لاسرسی ولري. دا کار به په سیمه کې اقتصادي وده وهڅوي، کاري فرصتونه برابر او د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي.  پر دې سربېره، پوخ سړک به د هوسا ترافیک/تګ راتګ، چاپېریالي ککړتیا او د وسایطو د ترمیمولو لګښتونو کمولو لامل شي.

د سمنګان ولایت ټولګټو ریاست سرپرست رئیس، ښاغلي سید مرید سراج ټینګار وکړ چې: "دا پروژه د موږ د خلکو لپاره مهمه ده او موږ د آلمان له ملاتړ څخه مننه کوو."

د ایبک او ژوندون دره کلي ترمنځ درې کیلو مټره سړک به جغل کړی شي چې ځایي پلي/پیاده خلک به په خوندي توګه د سړک پر غاړه باندې تګ راتګ وکولای شي. په دواړو خواوو کې به د سړکونو ویالې سیسټمونه او پلچکونه جوړ یا بیا ورغول شي، د اوبو د وتلو له سیسټم سره به سړک د سیلاب او زیم کولو له خطر څخه خوندي شي. اوسنۍ سړک چې له مزار شریف څخه تر د کابل لویې لارې پورې سره نښلوي داسې جغلي سطحه به ولري چې د ترافيکو تګ راتګ به اسانه کړي.

د رغونې کارونه به ۱۸ میاشتې دوام وکړي. د دغه پروژې تطبیقولو په اوږدوکې به د افغان جرمن سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) هغه انجینرانو او مدیرانو ته چې د سمنګان ولایت په ټولګټو ریاست کې کار کوي، د دندې پرمهال روزنه، او د لارښوونې او مشورې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي. د دغه فعالیتونو موخه په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د کلیوالو سړکونو جوړول او دوام ورکولو او د ټولګټو ریاست د ډیزاینولو په برخه کې ظرفیتونه لوړول دي.    

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا د وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناوو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان او پلي کړي. په تېرو ۷ کالونو کې، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلو مټره څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلو مټره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه جوړ او بیا رغولي دي.  RIDF اوسمهال په سمنګان ولایت کې هم د دوه ښوونځیو د بیا رغولو پروژې پلي کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام  له ۳۰۰۰ څخه زیات انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي.