په محلي کچه د خپلې خوښې ژمنه عدالت ته د ښځو لاسرسۍ ښه کوي

د ښځینه داوطلب جند کارکونکو او د ښځو چارو ریاستونو مشرانو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ
28.07.1396
پرون د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د بدخشان، بغلان، بلخ، جوزجان، کندز، سمنګان او تخار د ولایاتو د جندر د خپلې خوښې ښځینه مرکزي فعالینو او د ښځو د چارو د ریاستونو د رئیسانو دپاره یو دوه ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید. د جندر مرکزي فعالین په خپلو ټولنو کې ښځو ته حقوقي سلامشورې ورکوي، او په دې توګه عدالت ته د ښځو د لاسرسۍ په لاره کې مرسته کوي. په نوموړي ورکشاپ کې د افغانستان په ولایاتو کې د جندر د خپلې خوښې مرکزي فعالینو د کار او تجربو په باب خبرې اترې وشوې. دغه ورکشاپ د افغان-المان د همکارۍ د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) د پروګرام په تخنیکي او مالي ملاتړ جوړشوی وو.

د جندر محراقي کارکوونکي په خپلو ټولنو کې فعاله ښځې دي. د هغوی یو شمیر د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي؛ نورې یې د ښځو د محلي شوراګانو غړي دي. د ښځو د چارو په وزارت کې حقوقې سلاکارې میرمن سهر آریایی داسې څرګنده کړه: «دغه غونډه زمونږ سره مرسته کوي چې خپلې موخې ته – یعنې د عدالت لاسرسۍ ته – ورسیږو. د دغه راز غونډو په جوړولو سره مونږ په شمالي ولایاتو کې د جندر د محراقي فعالینو تر منځ یوه ښه شبکه او تړاو منځته راوړو. دوی اوس کولای شي له یو بل سره سلامشوره وکړې چې څنګه په خپلو ولسوالیو کې د قضیو د حل په لاره کې مرسته وکړي». د بغلان د ښځو د چارو د ریاست مشرې میرمن خدیجه یقیین زیاته کړه: «ډیر خلک د جندر محراقي فعالین تر اوسه نه پیژنې او د هغوی د شتون څخه خبرتیا نه لري. د دغه راز غونډو په جوړولو سره خلک کولای شي د جندر د محراقي فعالینو په مفکورې باندې ښه پوه شي. په بغلان کې هغوی خپلې چارې د ښځو د چارو د ریاست سره په ډیره ښه توګه همغږي کوي».

د جندر محراقي فعالین چې د ښځو د چارو د ریاستونو له خوا نومولې شوې وې په هغو روزنیزو پروګرامونو که ګډون وکړ چې د ښځو په اړونده ټولنو کې د هغوی د اړتیاوو او د ګډونوالو د ظرفیتونو په باب جوړ شوي وو. د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام د دوو غیرحکومتي محلي سازمانونو څخه ملاتړ کوي چې د جندر محراقی فعالینو ته روزنه ورکوي لکه د سولې او د بشر د حقونو د پاره د لاښه افغانستان سازمان او د ټولو د پاره د عدالت سازمان. په نوموړي ورکشاپ کې په حقوقي موضوعګانو لکه د کورنۍ او جزا قانون او همداراز د نرمو مهارتونو لکه د منځګړیتوب او مرکې د میتودونو په باب بحث کیږي. په دې توګه، ګډونوال زده کوي چې څنګه ښځو ته، په تیره بیا د حساسو موضوعګانو په باب، په سمه توګه سلامشوره ورکړي.

د بدخشان د جندر یوې محراقي فعالې داسې وویل: «دغې غونډې زمونږ د جندر د محراقي فعالینو سره مرسته وکړه چې د نورو ولایاتو د جندر د محراقي فعالینو سره خپلې چارې همغږې کړو او د هغوی د دندو، مسئولیتونو او ننګونو په باب پوه شو. د دې ورکشاپ په بهیر کې ګډونوال د دې فرصت درلود چې د خپلو تیرو کلونو د ننګوونو او همدارنګه د امکان په صورت کې د هغوی د رفع کولو د لارو چارو په باب او د محلي همکارۍ د آسانه کولو په اړه خبرې اترې وکړي.

د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام د ۲۰۱۵ کال راهیسې د جندر د محراقي فعالینو څخه ملاتړ کوي او په بلخ او بدخشان کې هغوی ته روزنه ورکوي. د دې فعالیت د بریالیتوب له کبله نوموړي پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې خپلې هڅې د تخار او سمنګان ولایاتو ته وزغولې. دا پروګرام په پام کې لري چې د ښځو د چارو د ریاست او نورو اړونده مراجعو په همکارۍ په ۲۰۱۸ کال کې د جندر د خپلې خوښې محراقي فعالینو سیستم د بغلان، جوزجان او کندز ولایاتو ته هم وغزوي.

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې تامین کړي چې افغان دولت د قانون د واکمنۍ پر بنسټ ولاړ شي، یو مناسب فعال قضایی سیستم ولري او خپلو ټولو اتباعو ته حقوقي امن برابرکړي. ټولو اتباعو ته د حقوقي خویندیتوب د برابرولو په موخه نوموړی پروګرام په هیواد کې د حقوقو د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې تر اوسه پورې د ۷۷٬۰۰۰ نه زیاتې مدنې قضیې څیړلې دي. دا پروګرام همدارنګه د ښځو د حقونو په ودې او عدالت او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ په ټینګښت باندې ځانګړۍ ټینګار کوي.