په مزارشریف کې د دندې په باب غونډه

د حقوقو او شرعیاتو د ۹۰ تنو ښځینه زده کوونکو لپاره د مسلکي فرصتونو په ملاتړ
25.08.1396
نن دریو تنو ښځینه حقوقپوهانو خپلې دندې، د زده کړې سابقه او مسلکي لورۍ د حقوقو او شرعیاتو ۹۰ تنو ښځینه زده کوونکو ته بیان کړل. د دندې پ باب د بلخ په پوهنتون کې غونډه د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د پروژې او د بلخ د پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو له خوا جوړه شوې وه.

د شرعیاتو د څانګې یوې زده کوونکې داسې وویل: «دا یوه لویه خبره وه چې د عدلي او قضایي نهادونو او د هغوی د کړنلارو په باب مې لاډیر معلومات په لاس راوړل او داچې د ښځینه زده کوونکو د پاره د دې امکانات شته چې د مسلکي حقوقپوهانو په توګه دنده ترسره کړي».

د پوهنتون د ښځینه فارغانو لپاره په عدلي او قضاي سکتور کې د کار بازار ته ننوتل د ننګوونو سره مل دی. د نوموړې غونډې موخه داوه چې د حقوقو ښځینه زده کوونکي د مسلکي کارونو او د حقوقپوهانو سره د لیدنې د بیلابیل فرصتونو څخه باخبرې کړې. له دې غونډې نه وروسته به یو لړ نورې ورته غونډې په راتلونکې کې جوړې شي چې د کار بازار ته د ښځینه فارغانو د لاسرسۍ څخه به ملاتړ وکړي.

په نوموړې غونډه کې د بلخ د څارنوالۍ مرستیال داسې وویل: «زما د تجربې پر بنا، انفرادی وړتیا او پر ځان باور هغه دوه عاملونه دي چې د سړي سره مرسته کوي چې د خپلې دندې په لاره کې خنډونه له منځه یوسي».

د ښځو د رول د موډلونو سره خبرې اترې چې خپله مسلکي دنده په بریالیتوب سره پر مخ بیایي، د لازیاتې پوهې د په لاس راوړلو په لاره کې د محصلینو انګیزه غښتلې کوي و د هغوی سره مرسته کوي چې د نورو سره د مسلکي اړیکو شبکې جوړې کړي. هغه حقوقپوهان چې د قاضیانو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو او ښوونکو په توګه دنډه ترسره کوي محصلینو ته سلامشوره ورکوي او د هغوی سره خپلې تجربې شریکوي.

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. د ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د ۷۷٬۰۰۰ نه زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. په همدې مهال، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته د ۳۰٬۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د ۱۵۰ نه زیات حقوقي کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي. د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام همدارنګه لږترلږه ۱۳٬۰۰۰ پولیس د قانو سره سم د دندې د ترسره کولو په موخه روزلي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر ټینګښت او عدالت او د کار بازار ته د هغوی پر لاسرسۍ باندې ټینګار کوي.